د فلسطين خبري اژانس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی چې د فلسطين، مصر، ترکيې، سعودي عربستان او اردن په شمول د ۱۹ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د کلمبيا لخوا په بيت المقدس کې د سفارت جوړول وغندل.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه کړنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اړوند پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده او (( د دوو هېوادونو د لايحې )) پر بنسټ د عادلانه او دايمې سولې د ساتلو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅو ته يې زيانونه رسولي دي.
اعلاميه کې له کلمبیا غوښتنه شوې چې ياده پرېکړه بيا تر غور لاندې ونيسي او يا یې لغوه کړي.































