د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د ۲۰۲۶م کال د نړيوال مديريت فورم(شيونګان) کې د خارجه وزير وانګ يي د ګډون معلومات ورکړل.
هغې ويلي، دغه فورم به “د باور بيا ټينګښت او همکاري: له سلو کلونو راهيسې بې ساري بدلونونه او د نړيوال مديريت اصلاحات او بشپړتيا” تر سرليک لاندې تر سره شي او د مختلفو هېوادونو شخصيتونو ته د ګډون بلنه ورکوي.
د وياندې ماو نينګ په خبره، د چين خارجه وزير وانګ يي به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د نړيوال مديريت وړانديز د پر له پسې پلي کېدو او د نړيوال مديريت د لا عادلانه او معقول سيستم د ابادۍ په شمول عملي اقدامات وړاندې کړي او د بهرنيو مېلمنو له استازيو سره به لیدنې کتنې وکړي.































