د ۲۰۲۶م کال د پولي سټريټ فورم کلنۍ غونډه د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې له يو لړ لاسته راوړنو سره پای ته ورسېده.
په دغه فورم کې «د پولي سټريټ د پرمختګ د ۲۰۲۶م کال راپور» خپور شوی، چې له مخې يې تېر کال د پولي چارو د زياتوالي اندازه ۲۹۸ميليارډه او ۳۶ميليونه يوانه ښودل شوې، چې دا د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۷سلنه زياتوالی ښيي.
په دغه فورم کې د چين د پولي چارو د ادارې څارنې، د ساينس څېړنيزې اکاډمۍ او پولي ادارو په شمول د ځينو ارګانونو لخوا د ميکانيزمونو، ټېکنالوژيو او څېړنو په هکله څه باندې سل لاسته راوړنې هم خپرې شوي، چې د اصولو او معيارونو له مخې د نړۍ د پولي همکارۍ هڅونه کوي.
site-verification-ok































