د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول ښایي په پاکستان کې ناامني زیاته او بېلتونپالو پښتنو ته د پیاوړتیا زمینه برابره کړي. خلیلزاد پر خپله لیکنه کې ویلي، دا اقدام ښایي په ځانګړي ډول په لوېدیځ کې د پاکستان نړیوال اعتبار ته زیان ورسوي. د نوموړي په وینا، پاکستان د ډیموکراسۍ په نړیوال شاخص کې د یوه استبدادي نظام په توګه پېژندل کېږي. زیاته کړې، دا بدلونونه ښایي د پاکستان سیمهییزو سیالانو ته فرصت ورکړي چې د دغه هېواد د مخالفو ډلو ملاتړ زیات کړي او په دې توګه پر پاکستاني پوځ فشارونه ډېر شي. خلیلزاد له عمران خان، د هغه له پلویانو او نورو ډیموکراتیکو ډلو غوښتي چې د روان وضعیت پر وړاندې اغېزناکه تګلاره غوره کړي.































