د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پینګ د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په سهار د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې د ولنچب ښار د هوانګ چي های د طبيعت ساتنې سيمې ته ورغلی او د دې سيمې د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې د پياوړتيا او د دغې سيمې د چاپېريال د عمومي ادارې د پرمخ بېولو او د ايکولوژيکي سيستم د ترميمولو په اړه معلومات واورېدل او د دې سيمې د ايکولوژيکي چاپېريال او د مرغانو د ژوندانه له سيمې څخه يې ليدنه وکړه.
ورپسې نوموړي د چهار د عصري تکنالوژۍ پرمختيايي سيمې ته ورغلی، هلته يې د داخلي مغولستان د ((ختیځ ډیټا لوېديځ محسابه)) د پروژې د مرکز ابادۍ او د کمپيوټر د حسابولو زرغوني قوت د صنعتي پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړي، ځانګړي بزګري او مالداري توليدات يې ليدلي او د کمپيوټري مرکز د پروژو له مسؤلينو، تخنيکګرانو او د دې سيمې له کارکوونکو سره يې تبادلې وکړې.































