عامو شکايتونو ته د چټک ځواب ورکولو په اړه د بېجينګ فورم د ۲۰۲۶م کال غونډه د اکتوبر په ۱۲مې او ۱۳مې نېټې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره کېږي چې عمده موضوع يې ”ديجټلي او ځيرکې ټکنالوژۍ په زمانه کې د خلکو ښارونه“ ده.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين او ژنمين پوهنتون په ګډه د ۲۱ هېوادونو د ۲۵ ښارونو د ۷۲۸۸ تنو په منځ کې يوه اړونده سروې جوړه کړې ده. د سروې ډېری ګډون کوونکي تمه لري چې د ښاري مديريت په چارو کې دې د اوسېدونکو اړتياوو پوره کولو، د عامو خدماتو کيفيت لوړولو او غوښتنو ته د ځواب ورکولو چينل تضمين ته زياته پاملرنه وشي. دوی ”د خلکو په تمرکز“ د چين د ښاري پرمختګ مفکورې مثبته ارزونه کړې ده.
په دغه سروې کې ۵۲.۵ سلنه ګډون کوونکو د خپلو ښارونو پر ادارې او مديريت خوښي څرګنده کړې ده. په ۱۱ عامو خدماتو کې د کلتور او ساعتېرۍ، عامو ځايونو، عامه ټرانسپورټ، ښوونې او خدماتو پر چارو د سروې ګډون کوونکو د رضايت کچه کابو ۶۰ سلنه ښکاري. د سروې ګډون کوونکو په نظر د کور بيې، د غږیزې ککړتیا کنټرول او د هوا کيفيت په برخو کې دې لا زيات کارونه تر سره شي. د پام وړ خبره دا ده چې لوی ښارونه د دقيق مديريت په بهير کې له لا پيچلي واقعي حالت سره مخ دي. د سروې ګډون کوونکو د نفوس زياتېدل او د خلکو اړتياوو پيچليتوب، د حکومتي څانګو ترمنځ د همغږۍ کمښت، د سرچينو د محدوديت او د ستونزو ورو حل د لويو ښارونو پر وړاندې د مديريت درې سترې ننګونې بللې دي. د سروې ۶۵ سلنه ګډون کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د مختلفو څانګو ترمنځ دې همکارۍ لا هماهنګې شي او ۶۴ سلنه ګډون کوونکو د ستونزو د چټک وړاندې کولو چينل د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.
د ښاري کارونو په اړه د چين نظريه دا ده چې ”د خلکو ښارونه بايد د خلکو لخوا جوړ شي او د خلکو ښارونه بايد خلکو ته ګټې ورسوي.“ د سروې ۹۱.۴ سلنه ګډون کوونکي له دغې نظريې سره موافقه لري، ۸۹ سلنه ګډون کوونکو د چين ستاينه کړې او د چين د هغه ماډل مثبته ارزونه يې کړې چې ښاري اوسېدونکي، تصدۍ او ټولنيزې ډلې یې په ګډه په ښاري مديريت کې ونډه اخلي. د سروې ۸۳.۲ سلنه ګډون کوونکو له تېرو لسو کلونو راهيسې چين کې د عامه ترانسپورټ او سړکونو شبکې د جوړولو ستاينه، ۷۹.۳ سلنه ګډون کوونکو پر انترنيټ د چيني حکومت د سياسي خدماتو مثبته قدرداني کړې او ۷۹.۲ سلنه ګډون کوونکو د چيني ښارونو پر امنيت او د بيړنيو پېښو ضد پر مبارزې خوښي څرګنده کړې ده.
د سروې د ګډون کوونکو په اند، چين د ښاري مديريت په زياتو چارو کې بريالۍ او د زده کړې وړ تجربې لري، د مثال په توګه په ښاري مديريت کې د ديجټلي ټکنالوژۍ رول لوبول، د استوګنيزې سيمې اداره، د ښاريانو اړتياوو ته ځواب ورکول، په ښارونو کې د زيربناوو ابادي او داسې نور. د سروې ۹۰.۵ سلنه ګډون کوونکي په دې موافق دي چې په علمي پلان او دقيق مديريت د عامو خدماتو کيفيت لوړېدای شي او پر مختلفو هېوادونو يې غږ کړی چې په دې برخه کې له چين سره زياتې همکارۍ وکړي.
دغه سروې د بېجينګ، شانګهای، پاريس، بارسیلونا، برلين، توکيو، تورونټو، لندن، روم، مادريد، نيويارک، سيول، بوینوس آیرس، ډيلي، قاهرې، کیپ ټاون، لاګوس، ریو ډی جنیرو، بانکوک، ممبۍ، مکسيکو، نايروبي، ساو پاولو، جاکارتا او استانبول د ۷۲۸۸ تنو په منځ کې تر سره شوې چې عمرونه يې له ۱۸نه تر ۶۵ کلنۍ پورې دي.































