په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د امنيت شورا د اصلاحاتو عمومي غونډې ته په وینا کې په ټينګار ويلي، چې د امنيت شورا اصلاحات باید د پرمختللو هېوادونو د استازيتوب د ډېرېدو حالت د بدلولو وروستۍ موخې ته ورسېږي.
فو څونګ ويلي، د نړۍ اوسنی وضعیت ګډوډ او هر وخت په بدلېدو دی او جیوپولیټیکې شخړې پکې دوام لري. غړي هېوادونه له ملګرو ملتونو تمه لري چې لا ډېر رول ولوبوي او په ځانګړې توګه له امنیت شورا غواړي چې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو په برخه کې خپل مسؤلیت پرغاړه واخلي.
نوموړي ويلي، چین له امنیت شورا څخه ملاتړ کوي، چې د اړینو او مناسبو اصلاحاتو له لارې واک او موثريت لوړ کړي، څو له ننګونو او بحرانونو سره ښه مقابله وکړای شي او د ملګرو ملتونو د منشور له لوري ورسپارل شوې دندې ښې ترسره کړي.
فو څونګ زياته کړې، د مخ پر ودې هېوادونو استازیتوب او اواز باید لوړ شي او دغه راز هغو کوچنیو او منځنیو هېوادونو ته، چې خپلواک بهرني سیاستونه لري، د امنیت شورا د پرېکړه نیولو په بهیر کې د ګډون لا زیات فرصتونه ورکړل شي.
site-verification-ok































