د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د چين په چارو کې د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي خلدون سره وليدل.
وانګ يي د عربي متحده اماراتو ولسمشر ته د رئيس شي جين پینګ سلامونه او نېکې هیلې سپارلي او ويې ويل چې د دواړو مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او عربي متحده اماراتو اړیکې له دوه اړخيزې کچې پراختیا موندلې او د نړۍ د سراسري جنوب د هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا نمونه ګرځېدلې ده.
د وانګ يي په خبره، چين به د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د رئيس شي جين پینګ پر يو لړ وړانديزونو او نظريو ټينګار ولري او په منځني ختيځ کې به د دايمي سولې د پرمخ بېولو لپاره خپل خدمتونه وکړي.
د چين په چارو کې د عربي محده اماراتو ځانګړي استازي خلدون ويلي، هېواد به يې له چين سره خپلمنځي تماسونه پياوړي کړي او د سيمې سوله او ثبات به په ګډه وساتي.































