یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان چارواکي د ترکمنستان د ټاپي پروژې له مسوولینو سره کتلي

    کرکټ؛ افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له انګلستانه مخکې شو

    ایران افغانستان ته د صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو وړاندیزونه ارزوي

    کندوز؛ د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان چارواکي د ترکمنستان د ټاپي پروژې له مسوولینو سره کتلي

    کرکټ؛ افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له انګلستانه مخکې شو

    ایران افغانستان ته د صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو وړاندیزونه ارزوي

    کندوز؛ د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشر د روڼتيا د څار بنسټ مشر، په تړونونو کې د فساد پر شتون د اندېښنې ښودلو له کبله ګواښلی

اکتوبر 8, 2018
in افغانستان
0 0

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو د کانونو د راسپړنې د تړونونو په اړه د روڼتیا د څار سازمان څرګندونې بې‌ بنسټه او د عامه ذهنيتونو د ګډوډولو یوه هڅه ده، خو د روڼتيا د څار بنسټ مشر بيا وايي چې د ولسمشر له لوري ګواښل شوی دی.

په امریکا کې د افغانستان د دوو کانونو د تړونونو د لاسلیکېدلو په تړاو تر غبرګونونو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دغو تړونونو لاسلیکېدل هېڅ ډول ستونزه نه ‌لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د کانونو په ګډون ټول تړونونه د تدارکاتو د کمېسیون له هوکړې وروسته کېږي چې په دغه کمېسیون کې د روڼتیا د څار بنسټ مشر هم ګډون لري.

مرتضوي ازادي راډيو ته ويلي: «د تدارکاتو د کمېسیون ټول غړي د هرې فیصلې په اړه لاسلیک کوي او هلته یوازې د ولسمشر لاسلیک نه‌ دی مطرح، بلکې د افضلي صاحب په ګډون، ټول غړي یې لاسلیک کوي، خو زه تعجب کوم، په داسې حال کې چې په خپله افضلي صاحب هلته موجود دی، د ناقصو او مغرضانه معلوماتو سره د خلکو ذهنونه ګډوډوي.»

د افغانستان د روړنټیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلي بیا وايي چې ولسمشر د ښار جوړونې د پخواني وزیر د خوشحالولو لپاره په شمال کې د سرو زرو او مسو د کانونو د راسپړنې تړونونه هغو شرکتونو ته ورکړي چې ښاغلی سادات پکې شریک دی.

د بدخشان ولایت د طلا او د بلخاب د مسو کانونو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې او د (ترکش افغان ماینېنګ) او (افغان ګولډ اند منرالز) شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول.

د یادو دواړو تړونونو د راسپړنې کار، چې د افغانستان د کانونو وزارت په خبره ارزښت ‌یې څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، ډېر ژر پيل کېږي.

د روڼتيا د څار بنسټ رييس سيد اکرام افضلي وايي چې د تړون تر لاسلیکېدو وړاندې يې خپله اندېښنه له ولسمشر سره مطرح کړه، خو هغه تهدید کړی دی.

افضلي ازادي راډيو ته ويلي: «په دې اړه موږ خپله اندېښنه د تدارکاتو په کمېسیون کې هم له ولسمشر سره شریکه کړه، د قانون خلاف چې کوم کار کېږي، موږ یې پر وړاندې غږ پورته کړ، خو ولسمشر په دې اړه ډېر جدي غبرګون وښود او موږ یې په دې وګواښلو چې که خپله ادعا ثابته نه ‌کړو، تر عدلي تعقیت لاندې نیول کېږو».

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، هېڅوک حق نه‌ لري چې د افغانستان له کانونو سره چې د دغه هېواد ملي شتمني ده، غیر مسوولانه چلند وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان د کانونو په تړونونو کې د شفافیت د نه‌ موجودیت په اړه مخکې تر دې هم وخت په وخت انتقادونه مطرح شوي دي.

Share13Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

زرګونه اسراییلیان د نتانیاهو پر ضد لاریون ته راوتلي

اکتوبر 25, 2026

کیم جونګ اون د وانګ هو نینګ په ملتیا د چين له دان دونګ ښار څخه لیدنه وکړه

اکتوبر 25, 2026

روسیه:اوکراین کې مو د انرژۍ او زیربناوو پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

اکتوبر 25, 2026

په چین کې پر پانګونې د محدودیت د زياتولو په اړه د امريکا کړنو ته د چين د سوداګرۍ وزارت غبرګون

اکتوبر 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In