یکشنبه, اکتوبر 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان چارواکي د ترکمنستان د ټاپي پروژې له مسوولینو سره کتلي

    کرکټ؛ افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له انګلستانه مخکې شو

    ایران افغانستان ته د صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو وړاندیزونه ارزوي

    کندوز؛ د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان چارواکي د ترکمنستان د ټاپي پروژې له مسوولینو سره کتلي

    کرکټ؛ افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له انګلستانه مخکې شو

    ایران افغانستان ته د صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو وړاندیزونه ارزوي

    کندوز؛ د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

پر افغانستان د امريکا بريد

لیکنه: ضیاالاسلام شیرانی

اکتوبر 8, 2018
in تحلیل
0 0

پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نږدې شول او امريکا د شورویانو پر ضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورویانو له وتلو سره د امریکایانو پاملرنه له دې سیمې څخه د ختیځې اروپا په لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې چې له دریو کلونو وروسته یې په طبیعي توګه په یوه توند غبرګون کې له کندهاره د طالبانو تحریک راپورته کړ.

کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه.

په ۱۹۹۸ ز کال کې د طالبانو او  امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول، خو وروسته چې په امریکا کې د سپټمبر په یوولسمه نېټه بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخیست او امریکایانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

کله چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدونه وشول، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر «بوش» طالبانو ته د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په شلمه لاندې وړاندیزونه وکړل:

لومړى: طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري.

دويم: له طالبانو سره چې څومره بهرنیان بندیان دي، خوشې يې دې کړي.

درېيم: طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي.

څلورم: ټول «ترهګر» او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري.

پنځم: امریکا ته بايد د «ترهګرو» د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي.

طالبانو سملاسي د سپټمبر پر ۲۱مه دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل چې د سپټمبر د يوولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه دوی نه شي کولی چې اسامه امريکا ته وسپاري.

وروسته بيا د اکټوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړاندیز د مشرف له خوا رد کړای شو.

د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر پر اوومه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ چې دوی چمتو دي څو په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي… خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ. د اکټوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوی حتی دې ته هم چمتو دي چې اسامه کوم بل درېیم هېواد ته وسپاري، خو امريکا دا ټول وړاندیزونه رد کړل او ویې ویل چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی.

په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

زرګونه اسراییلیان د نتانیاهو پر ضد لاریون ته راوتلي

اکتوبر 25, 2026

کیم جونګ اون د وانګ هو نینګ په ملتیا د چين له دان دونګ ښار څخه لیدنه وکړه

اکتوبر 25, 2026

روسیه:اوکراین کې مو د انرژۍ او زیربناوو پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

اکتوبر 25, 2026

په چین کې پر پانګونې د محدودیت د زياتولو په اړه د امريکا کړنو ته د چين د سوداګرۍ وزارت غبرګون

اکتوبر 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In