د نړيوالو غږيزو او انځوریزو هنرونو ګالا، چې ”د نړيوالو غږيزو او انځوریزو هنرونو کارنيوال“ د پای فعاليت دی، د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د شانګهای نندارتون په مرکز کې د علمي نوښتونو او هنرونو په وصل د لړيزو غږيزو او انځوریزو لاسته راوړنو په ښودلو ترسره شوه.
په دغه فعاليت کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د شانګهای ښار د ګوندي کمېټې مرستيال منشي او ښاروال جو جونګ مينګ هم ګډون او ويناوې وکړې او ”د نړيوالو غږيزو او انځوريزو هنرونو د ګډ نوښت عمليات“ يې په ګډه پيل کړي دي.
ښاغلي شن های شيونګ ويلي، چين ميډيا ګروپ به په راتلونکې کې له شانګهای ښار سره خپلې ستراتيژيکې همکارۍ بيا ژورې کړي، د بېلا بېلو ټولنو له ملګرو سره به لاسونه يو کړي، د علمي نوښتونو په اتکا کلتوري نوښتونه به پرمخ بوزي او په ورخلاصون او همکارۍ به يو له بل څخه زده کړه وکړي، څو لا زيات ژوندي هنري فکرونه او مخکښې علمي پوهې يو بل ته رڼاوې ورکړي.
site-verification-ok































