چين د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د ۲۰۲۶م کال د لومړيو دريو ربعو د وارداتو او صادراتو شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په همدې مودې کې د دغه هېواد د مالونو واردات او صادرات ۳۹ اعشاریه ۹۴ ټريليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ اعشاریه ۸ سلنه زيات شوي او پکې يې صادرات ۱۶ اعشاریه ۴ سلنه او واردات يې ۲۲ اعشاریه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
په تېر سپتمبر کې د چين واردات او صادرات ۵ اعشاریه ۱۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلي، چې دا په لومړي ځل له ۵ ټریليونو يوانو څخه اوښتي او ۲۷ اعشاریه ۵ سلنه زياتوالی یې موندلی دی. په ټوله کې په همدې مودې کې د چين د وارداتو او صادراتو کیفیت او کميت دواړه لوړ شوي او ښه پرمختيايي تمايل يې ساتلی دی.
اوسمهال نړيوال وضعيت ګډوډ او پيچلی دی او ډول ډول خطرونه او ننګونې پکې رامنځته کېږي، خو بیا هم د چين بهرنۍ سوداګرۍ له فشارونو سره سره پرمختګ موندلی؛ څنګه؟
د چين د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د نړیوال نوښت او حکومتولۍ څېړنيز انسټيټيوټ اجرائيوي رئیس ليو يوی د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ د عرضې او تقاضا د دوامدارې ودې نتيجه بولي. له یوې خوا د چين صنعتونه د نړيوالې ودې د اړتياوو د پوره کولو لپاره نوښتونه کوي او د عصري تخنيکونو او بشپړ صنعتي ځنځير په اتکا د نوښت لاسته راوړنې پر باکیفيته عرضې بدلوي. له بلې خوا د دغه هېواد خورا لوی بازار نورو ته دوامدارې ګټې رسوي او له هېوادونو سره د پرمختګ د فرصتونو د شريکولو لپاره زمينه برابروي. دغه راز د چین په کوربتوب د ايپېک د يو لړ فعاليتونو او د چين په لوېديځ کې د نوي ځمکني او سمندري دهليز په شمول ځينو برخو کې دوامدارو پرمختګونو هم د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو فضا پرله پسې پراخه کړې ده.
له يادو لاسته راوړنو څخه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ څلور لویې ځانګړتياوې (چټکتیا، نوښت، ښه کیفيت او غوره والی) ښکاري.
چټکتیا- دا تر ډېره د ودې له سرعت څخه ښکاري.
د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده د تېرو پنځو کلونو د همدې مودې په پرتله تر ټولو چټکه ده او دغه راز په مهمو اقتصادونو کې په مخکښ ځای کې قرار لري او په نړۍ کې د مالونو د سوداګرۍ د لومړي لوی هېواد په توګه پاتې شوی دی.
نوښت- دا ځانګړتيا د پرمختګ له خوځنده ځواک څخه ښکاريږي.
د روان کال په سپتمبر کې د چين د پرمختللو توليدي سکتورونو په ملي غونډه کې موخه ټاکل شوې، چې توليدي سکتورونه به يې د ځيرکې، زرغونې او مدغمې ودې په لور روان وي. د پرمختللو توليدي سکتورونو په دوامدارې پیاوړتيا، د صنعتي سیسټم په اصلاح او د مدغمې ودې په چټکتيا سره بهرنیو سوداګريو لازيات نوی خوځنده ځواک ترلاسه کړی دی.
د چين د تجهیزاتو توليدي سکتور د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې مخکښ رول لوبولی چې د دغه هېواد د صادراتو نږدې ٪۹۰ زياتوالی د تجهیزاتو صادراتو راوستلی دی. دغه راز د صنعتي روبوټونو، ایلکټرونيکي موادو، د کمپيوټرونو پرزو او د برېښنايي ميکانيکي وسايلو په شمول د محصولاتو واردات او صادرات نږدې ۵۸ اعشاریه ۹ سلنه زياتوالی ښيي او د چيني برانډونو صادراتو کې ۲۶ اعشاریه ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.
ښه کيفیت او غوره والی: د چين د سوداګرۍ جوړښت پرله پسې ښه شوی او د ورخلاصون کيفيت او اغېزې یې ډېرې ښې شوې دي.
د روان کال په دريو ربعو کې د چين د وارداتو وده د صادراتو تر ودې ۵ اعشاریه ۹ سلنه زياتوالی ښيي او د سوداګرۍ د توازن په ساتلو کې يې مرسته کړې ده. له ۱۲۰ هېوادونو او سيمو سره د چين صادراتو او وارداتو دواړو کې زياتوالی راغلی دی.
د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د وارداتو او صادراتو چټکې، نوښتې، باکیفیته او ښې ودې نړۍ ته څه رسولي؟
د صادراتو په برخه کې چين د بشپړ صنعتي سیسټم او پرمختللي تولیدي سکتور په لرلو سره کولی شي، چې په دقیقه، چټکه او اغېزمنه توګه د نړيوال توليد او لګښت اړتياوې پوره کړي او د باکیفیته او ثابتې عرضې تضمين وکړي.
چين خورا لوی پلورونکی او هم خورا لوی پېرونکی دی او د تېرو پر له پسې ۱۷ کلونو لپاره د نړۍ د دويم لوی وارداتي او صادراتي بازار په توګه پاتې شوی دی. د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان کې ټاکل شوې چې دغه هېواد به خپلو وارداتو او صارداتو ته برابره وده ورکړي. د سږکال په لومړیو دریو ربعو کې، چین ته د حافظي توکو واردات ٪۱۵۰، د مدغمو سرکټونو واردات ۵۶ اعشاریه ۶ سلنه او د الوتکو د پرزو واردات ۱۷ اعشاریه ۶ سلنه زیات شوي دي.
په ورته وخت کې، د ډېرو هېوادونو غوره محصولات چين ته صادر شوي دي. د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې چين ته د مالیزيا د دوريان صادرات ۳.۳ چنده او د فارو ټاپوګانو د سالمون کبانو واردات ۴۱ اعشاریه ۴ سلنه زیات شوي دي. دغه هېواد ته د نورو هېوادونو زيات شوو صادراتو نه یوازې د چينايانو د توليدي چارو او ژوند اړتياوې پوره کړې، بلکې خپلو تصديو ته يې زياتې سپارښتنې او پرمختيايي فرصتونه هم رسولي دي.
په چين کې بهرنۍ تصدۍ د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې په چين کې د بهرنيو تصديو د وارداتو او صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۹ زياتوالی ښيي چې په تاريخ کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
په شانګهای کې د امریکا د سوداګرۍ ټولنې په تېر سپتمبر کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د دې کمېټې ډېری غړي شرکتونه چین ته د نوښت، تولید او تدارکاتو د نړیوال مرکز په سترګه ګوري.
بهرنۍ سوداګرۍ د چين د اقتصاد د څار مهمه کړکۍ ده. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ قوي خوځنده او حياتي ځواک د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد د اوږدمهاله مثبتې ودې بنسټيز تمايل نه دی بدل شوی او دغه هېواد باور او توان لري، چې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کلنۍ موخې او دندې بشپړې کړي.
د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د چين د وارداتو او صادراتو ۱۴۰م نندارتون پرانيستل شو. دغه نندارتون له ۷۰ کلن پرمختګ وروسته نن د دغه هېواد د لوړې سويې د ورخلاصون د پراخولو او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو لپاره اغېزمن پلاټفورم ګرځېدلی دی.
په راتلونکي نومبر کې به د چين نهم وارداتي نندارتون او د ايپېک د مشرانو ۱۳مه غير رسمي غونډه ترسره شي. د چين د ورخلاصون دروازه ورځ تر بلې پرانیزي او نړۍ ته هم روښانه شوې چې له چين سره همکاري د پرمختيايي فرصتونو د موندلو په مانا ده.































