د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت پرېوتو له کبله ۱۹ کسان مړه او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د پېښور د پولیسو مشر میا سعید ویلي، چې دغه پېښه د ښار په دېره کالونۍ سیمه کې شوې او یو شمېر زدهکوونکي د ودانۍ تر ملبې لاندې بند پاتې شوي وو. د لیډي ریډېنګ روغتون ویاند هم د ۱۹ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د یوې ښوونکې جسد هم روغتون ته لېږدول شوی دی. د ژغورنې ادارې په وینا، د ودانۍ د ملبې پاکولو او د احتمالي نورو قربانیانو د موندلو لپاره عملیات لا هم روان دي.































