د بې وسلې کولو په چارو کې د چين سفير لي چي جيانګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د بې وسلې کولو چارو او نړيوال امنيت کمېټې ته د فضايي چارو په اړه وينا کړې او ويلي يې دي، چې په فضا کې پوځي تجهيرات او سيالۍ پر واقعي ګواښ بدلې شوې دي.
امريکا فضا د جګړې ډګر بولي او ښکاره يې منلې، چې په فضايي مدار کې يې د فضا د کنټرول وسلې ځای پر ځای کړي او دغې کړنې يې نړيوالې ټولنې ته خطرناک پیغام ورکړی دی.
سفير لي چي جيانګ له دغه حالت څخه د وتلو لپاره څلور فقره ييز وړانديز کړی:
۱- په فضا کې د پوځي تجهيزاتو د سيالۍ او د فضا د وسلې کېدو مخنيوی د فضايي امنيت د مديريت تر ټولو بېړنۍ دنده ده.
۲- په فضا کې د پوځي تجهيزاتو او وسلو د کنټرول تړون د لاسليکولو لپاره دې نړيوالې هڅې لا پياوړې شي.
۳- اړوندې خواوې دې په دې برخه کې پر څو اړخيزو مشورو ټينګار ولري او له دوه ګونو معيارونو سره دې مخالفت وکړي.
۴- اړوندې خواوې دې د نويو مسئلو مديريت ته په درنه سترګه وګوري.































