چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

کوچيان په بغلان کې د ارام اوسېدو لپاره غير مسوولو وسله والو ته باج ورکوي

اکتوبر 8, 2018
in افغانستان
0 0

په بغلان کې يو شمېر کوچيان وايي چې د نامسوولو وسله والو له خوا ځورول کېږي او په زور ترې پيسې او څاروي اخيستل کېږي.

د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د زمانخېلو سیمې يوه کوچي فیروزخان پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دې سيمه کې اتيا سلنه کوچيان اوسېږي چې هر يو په غره کې سلګونه پسونه لري.

د ده په وينا، د باج ګاه او کرکر په سيمو کې يې څړځايونه درلودل، خو اوس نامسوولو وسله والو ترې نيولي دي.

ده زياته کړې: «په دغه ځاى مو سره دعوه شوه، اوس دې کسانو زموږ پسونه هم وړي دي».

فيروز خان د يادو وسله والو په اړه نور معلومات نه دي وړاندې کړي، خو زياته کړې يې ده چې په دې اړه يې څو ځلې د ولايت مقام ته عريضه کړې مګر چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

دغه راز په بغلان کې د ١٢ سوه کوچي کورنيو سرخېل سيد رحمان هم ويلي: «تنها زموږ قوم ١٥زره پسونه درلودل، خو د څړځايونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مو اووه زره پسونه نامسوولو وسله والو ته باج ورکړی دی».

د هغه په خبره، په پخوانيو حکومتونو کې دوى د دغه ولايت په حسن تال او تاله او برفک سيمو کې څړځايونه درلودل، خو چا ورته ستونزې نه جوړولې.

ده زياته کړه، دا مهال يو شمېر کوچيان د دهنه غوري ولسوالۍ د توغندرې او دېوان ګلچين په غرونو کې خپلې رمې پيايي او هغوى هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړې: «هغه بېچارګان مجبوره دي چې هلته همدې نامسوولو وسله والو ته باج کې پيسې يا پسونه ورکړي، څو يې په ارام پرېږدي».

د دغه ولايت يو شمېر نورو کوچيانو هم ورته څرګندونې کړې او له حکومته يې غوښتي چې هر څه ژر يې دا ستونزه هواره کړي.

په دې اړه د بغلان د کرنې او مالدارۍ ريیس عبدالوهاب خیرزاد پژواک ته ويلي چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې نامسوولو والو کوچيانو ته ستونزې جوړې کړې دي.

رييس وايي، تر دې مهاله چا ورته شکايت نه دی کړی، له همدې کبله دوی هم اقدامات نه دي کړي: «په دې اړه تر اوسه موږ ته چا رسمي شکايت نه دى کړى، که چېرې څوک شکايت وکړي، نو د ولايت له مقام سره يو ځاى به لاس په کار شو».

دغه راز د بغلان والي انجنیر عبدالحی نعمتي هم یاده ستونزه مني او تر څنګ يې وايي چې حکومت تر يوه بريده د دې ستونزې په حل کې ناتوانه دى.

ده ويلي: «د کوچیانو د څړځایونو په اړه موږ ته شکایتونه رسېدلي او تر یوه حده یې د هواري هڅې روانې دي، خو بسنه نه کوي او هغه د دې لپاره چې د کوچيانو ډېرى څړځايونه په هغو سيمو کې دي چې هلته وسله وال مخالفين مېشت دي».

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د بغلان د کوچیانو امریت ويلي وو چې د کوچیانو څړځایونه د زورواکو له خوا غصب شوي دي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In