دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه پرته د ټولي

سروې: د چين په اړه د نړيوالو ښه احساس مخ په زياتېدو دی

سپتمبر 29, 2024
in پرته د ټولي
0 0

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د رارسېدو په درشل کې، د چين ميډيا ګروپ او د چين ژنمين پوهنتون په ګډه د دغه هېواد په اړه د ښه احساس په اړه دويمه نړيواله سروې ‎خپره کړې، چې لومړۍ سروې يې تېر کال تر سره شوې. د دغه سروې نتيجه ښيي، چې د چين په اړه د نړيوالو ښه احساس د زیاتیدو په حال کې دی، ګډونوالو د چين اقتصاد، علمي ټېکنالوژي، کلتور او نړيواله اغېزه ستايلې، په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو وګړي او له ۳۴ کلنۍ د ټيټ عمر ځوانانو د چيني شکله عصري کېدو د مفکورې او لاسته راوړنو لوړه ارزونه کړې ده.

په دغه سروې کې د چين د ملي بڼې په اړه د ګډونوالو د ښه احساس او ستاينې کچه د تېر کال د سروې د پايلې په پرتله لوړه شوې ده. ۹۲٪ ګډونوالو چين يو مهم هېواد بللی، چې دغه ونډه د تېر کال په پرتله ۱،۴٪ زياتوالی ښيي. ٪۸۹ ګډونوالو چين بريالی هېواد بللی، چې د تېر کال په پرتله ۴،۸٪ زياتوالی ښيي. ۷۷،۸٪ ګډونوالو چين د درناوي وړ هېواد بللی، چې د تېر کال د پايلې په پرتله يې د زياتوالي انډول ۱،۳٪ دی.

د سروې ګډونوالو چين ته د سفر څرګنده هيله هم ښودلې. د سروې د هغو ګډونوالو انډوال، چې چين يې جذاب هېواد بللی، د تېرې سروې د پايلې په پرتله ۱۴،۸٪ لوړ شوی او ۷۲،۲٪ ته رسېدلی دی. ۷۹،۵٪ ګډونوالو د سيلانۍ، رسمي سفر او يا زده کړو لپاره چين ته د راتللو هيله څرګنده کړې ده.

چين د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک او لومړی لوی پرمختيايي هېواد دی او د چيني شکله عصري کېدو لار د بېلا بېلو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو لپاره خورا نوې بېلګه بلل کيږي. د سروې ګډونوالو د چيني شکله عصري کېدو د مفکورې او لاسته راوړنو لوړه ارزونه کړې او د دې ستاينه يې کړې، چې چين د نړيوالې ادارې په بهير کې مثبت خدمتونه کړي او ستره اغېزه يې کړې ده.

د سروې ۹۲،۳٪ ګډونوالو د چين ځواکمن اقتصادي قوت ستايلی، چې دغه انډول د د تېر کال له پايلې سره برابر دی. په منځني ختيځ، افريقايي هېوادونو او د جنوبي امريکې په هېوادونو کې د ياد نظر لرونکو خاوندانو کچه په جلا جلا توګه ۹۸،۴٪ ، ۹۷،۷٪ او ۹۵،۵٪ ده.

د سروې ۹۲،۳٪ ګډونوالو د چين علمي او ټېکنالوژيک ظرفيت د ستاينې او حيرانتيا وړ بللی. ۸۷٪ ګډونوالو د نړيوال پرمختګ لپاره د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ خدمتونه ستايلي، چې دغه رقم د تېر کال په پرتله ۲،۱٪ زياتوالی ښيي.

د سروې زياتره ګډونوال د چين د ملي بڼې په اړه ښه احساس لري، چې له دې جملې څخه ۷۰٪ وګړو د (( ډېر ښه )) کچه انتخاب کړې. له تېرو څو کلونو راهيسې چين ته د راغلو بهرنيو ځوانانو شمېر مخ په زياتېدو دی او د دغه هېواد د اقتصاد او ټولنې رښتينی وضعيت يې کتلی او احساس کړی دی. بر سېره پر دې، د سروې ځوانو ګډونوالو د چين د حکومتوالۍ ستاينه کړې.

د هغو ګډونوالو ۹۲،۸٪ چې عمرونه يې له ۱۸کلنۍ نه تر ۲۴کلنۍ پورې دي او د هغو ګډونوالو ۹۱،۱٪ چې عمرونه يې له ۲۵ کلنۍ نه تر ۳۴ کلنۍ پورې دي، د چين نړيواله اغېزه ستايلې ده. په هغو ګډونوالو کې، چې عمرونه يې له ۱۸کلنۍ څخه تر ۲۴کلنۍ پورې دي، ۸۲،۵٪ ځوانان د چين په نړيوالو همکاريزو پروژو کې د خپلو هېوادونو د ګډون ملاتړ کوي. له ۱۸کلنۍ څخه تر ۲۴کلنۍ پورې عمر لرونکي وګړي ۷۲،۴٪ برخه او له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۳۴ کلنۍ پورې د عمر لرونکو وګړو ۷۱،۶٪ په دې نظر دي، چې د چين د سوله ييز پرمختګ لار د نړيوالې سولې او ثبات او د لا عادلانه او مناسب نړيوال نظم د جوړونې لپاره مهم ارزښت لري.

دغه سروې د شمالي امريکې، اروپا، افريقا، اوقيانوس، جنوب ختيځې اسيا، ختيځې اسيا، جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ په ۴۱ پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو  کې تر سره شوې او ۱۶۴۰۰وګړو پکې ګډون کړی و.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In