د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اکتوبر په ۲۸مې نېټې د کلتوري ځواک په توګه د خپل هېواد د ابادۍ ١٧مه ډله ييزه مطالعه ترسره کړې او د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ پکې د وضاحت او بحثونو له اورېدو وروسته يوه مهمه وينا کړې ده.
رئيس شي ويلي، د چین کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرېس راهيسې د حکومتوالۍ د یو مهم ګام په توګه کلتوري ابادۍ ته لومړیتوب ورکړی، يو لړ مهم اقدامات یې ترسره کړي، د نوې زمانې چيني شکله سوسياليستي کلتوري فکر یې جوړ کړی او د خپل هېواد د ځواکمن کتلور د ابادۍ لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي ويلي، ټولې ادارې بايد د چيني شکله سوسياليستي کولتور د پرمختګ لاره تعقيب کړي، د ګوند رهبري باید وساتي، په ايډيالوژيکي، فکري او کولتوري برخو کې باید د کمونېست ګوند د ادارې بنسټ کلک کړي او د چيني روحيې، ارزښتونو او قوتونو ترويج ته باید ادامه او د اصلي ارزښتونو، عامه افکارو او اصلي کلتور ته وده او پياوړتيا ورکړي.
رئیس شي په اشارې ويلي، حکومتي اداري باید د ملت د کولتوري نوښت لپاره هڅې وکړي، خلکو ته دې په تمرکز وکتل شي او د ټولنې ګتو ته دې لومړیتوب ورکړل شي، د ټولنې او اقتصادي ګټې دې پیوستون شي. یو ښه کلتوري چاپېریال دې رامنځته شي، د کلتور د ادارې او د تولید او معاملې میکانیزمونه دې په نږدې وخت کې بشپړ شي او د کلتوري سرچېنو ګټې باید د کلتوري پراختیا په ګټو بدلې کړي.
نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د کلتوري ځواک ابادي بايد پر خلکو متمرکز وي.
حکومتي ادارې بايد د چيني ملت کلتوري تابعيت ته وده ورکړي، د چيني تمدن د خزانو ساتنه، وده او پرمختګ او د کلتوري میراثونو د ساتنې سیسټمونه او میکانیزم باید بشپړ کړي او د اړوندو قوانینو او مقرراتو د ښه والي چارې باید ګړندی کړي.
رئيس شي د هېواد د کولتوري ځواک پر دوامدارې پياوړتيا او د چين د کلتوري نفوذ پر اړتيا ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي، اړوندې ادارې بايد د نړیوالو خپرونو اوسنی وضعيت بدل کړي، د نوښت په رامنځته کولو باید انلاین خپرونې جوړې کړي، د چين د وړانديزونو په ترويج، د چيني کولتور په خپراوي او د چيني بڼې په ښودلو کې باید اغېزمن تدبیرونه ونیول شي، په پراخه کچه او بېلا بېلو لارو باید نړیوالې کلتوري تبادلې او همکارۍ ترسره شي، د نورو مخکښو بشري تمدنونو څخه باید زده کړه وشي او د چيني کولتور او بهرنيو کولتورونو د تګ راتګ پر بنسټ باید پياوړی عصري تمدن جوړ شي.
رئيس شي د خپلې وينا په پای کې د خپل هېواد د کلتوري ځواک ابادي د ټول ګوند او ټولنې ګډه دنده بللې او ويلي يې دي، د بېلا بېلو سیمو ګوندي کمېټې او حکومتونه باید خپل تنظیمي مهارتونه پیاوړې کړي، د کادرونو او استعدادانو په تعليم او روزنې کې باید خپلې دندې ښې ترسره کړي، د ګوندي څانګو لېوالتیا، نوښت او خلاقیت باید متحرک کړي او د کلتوري ځواک د ابادۍ لپاره باید پياوړی قوتونه راغونډ کړي.