د ولسي جرګې ۱۷مه دوره د ټاکنو د پایلو د اعلان له څو میاشتني ځنډ وروسته بالاخره پرانیستل شوه، خو له بده مرغه چې غزني ولایت د قومي او سیاسي اختلافونو له امله، له دغو ټاکنو بې برخې پاتې شو او لا هم د دغه ولایت پخواني استازي چې ټول له یوه قومه نمایندهګي کوي، د یادې جرګې په نوې دوره کې ناقانونه او نامشروع وکالت ته دوام ورکوي. د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو پر سر ناندرۍ د اوس خبره نه ده، بلکې دا په دغه ولایت کې د شپاړسمې دورې د ټاکنو د پایلو پر سر له اختلافاتو وروسته تر اوسه دوام لري. د ولسي جرګې د تېرې دورې ټاکنې د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې چې تر ډېره پښتون مېشتې ولسوالۍ دي، د ناامنیو له امله نیمګړې ترسره شوې او خلکو په کې په پراخه کچه ګډون ونه شو کولای. هماغه وو چې د دغه ولایت هېڅ پښتون استازی بریالی نه شو او د دغه ولایت ټول ۱۱ استازي یوازې د هزاره له قومه د ټاکنو کمېسیون د یوې ناعادلانه پرېکړې له مخې، ولسي جرګې ته لار ومونده چې وروسته دغه پرېکړه د غزني د اکثریت خلکو له جدي غبرګون سره مخ شوه. پر حکومت او پر ټاکنیزو کمېسیونونو یې نیوکې وکړې چې ګواکې حکومت ونه شو کولای چې په دغه ولایت کې سراسري ټاکنو ته زمینه برابره کړي او خلک یې د خپلو رایو له کارولو او د خپلې خوښې استازو له ټاکلو محروم کړل. دغه راز د ټاکنو پر کمېسیون یې له دې امله اعتراضونه وکړل، چې د دوی په حق کې یې ناعادلانه پرېکړه وکړه او د دوی ارادې ته یې په سپکه وکتل.
هماغه مهال د غزني د خلکو یادو مبارزو هېڅ ځای ونه نیو او تر ټاکلې مودې اضافه شاوخوا اته کاله په ولسي جرګه کې بې استازو پاتې شول او پرې تپل شوي استازي یې وزغمل. دغه راز د تېرې دورې په ولسي جرګه کې د غزني یادو تپل شوو استازو یوازې خپلې قومي او شخصي ګټې وپاللې، نه د غزني د خلکو تر ستونزو ور ورسېدل او نه یې د دغه ولایت انکشافي او نورو برخو ته کار وکړ، یوازې یې د خپلو قومي او ځینو هېوادونو د ګټو لپاره شنه او سره کارتونه جګول، نور یې هېڅ هم ونه کړل، خو کله چې د تېر کال د غويي په میاشت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو موده او څرنګوالی اعلان کړل، د غزني خلکو په دغه ولایت کې د کمېسیون دروازه وتړله، څو د مدني اعتراض په ډول کمېسیون دې ته اړ کړي، چې د دوی مشارکت او ګډون په راتلونکو ټاکنو کې تضمین کړي. هغه وو چې د دوی له اعتراضه دوې میاشتې وروسته د ټاکنو کمېسیون د دوی غږ واورېد او د غزني لپاره یې نوې ټاکنیزه طرحه اعلان کړه. کله چې کمېسیون د غزني د حوزوي کېدو طرحه وړاندې کړه، د ځینو حقوقي بنسټونو او په ولسي جرګه کې د غزني د استازو او د هغو د ملاتړو غبرګون را وپاراوه او د غزني د حوزوي کېدو طرحه یې ناسمه وبلله؛ خو په مقابل کې یې هغو کسانو چې د غزني د حوزوي کېدو لېوال وو، اعتراض وکړ او د دغه ولایت د حوزوي کېدو پرېکړه یې عادلانه او له قانون سره سمه وبلله او دغه اعتراض یې تر یو ځایه پر ځای هم و؛ ځکه غزني ټولې ۱۹ ولسوالۍ لري چې له دې ډلې یوازې د دریو ولسوالیو خلکو چې هغه هم یوازې په یو قوم پورې اړه لري، په ولسي جرګه کې ۱۱ څوکۍ ترلاسه کړې. د غزني د نفوس عمده برخه چې پښتانه دي، په دغه جرګه کې بې استازي پاتې شول. خو که په ټوله کې ووایو د ټاکنو کمېسیون کم ظرفیتي او د غزني په اړه د حکومت ناغېړي، بالاخره مغرضو او پردي پالو کړیو ته د لاسوهنې زمینه برابره کړه. د غزني د ټاکنو پر سر اختلافات یې تر دې بریده ورسول، چې په دغه ولایت کې وروستۍ ټاکنې ترسره نه شي. د دې لپاره چې د غزني ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای ترسره شي، ولسمشر د ملي امنیتي شورا په غونډه کې خپل دویم مرستیال سرور دانش او د اجرایه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان ته دنده وسپارله، چې د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته نوې طرحه چې غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو له مخې ووېشي، د تصویب لپاره وړاندې کړي. دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د مرکزي احصایې ادارې ته لارښوونه وشوه، چې د جمهوري ریاست دویم معاونیت او د اجرایه ریاست له لومړي معاونیت سره د یادې طرحې د تدوین او تخنیکي کار په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، څو د یادې طرحې د تدوین په برخه کې ټول معیارونه رعایت شي، خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې خپله هم هزاره دی، له خپل واک نه په ناسمې استفادې یې په دې مسئله کې یو اړخیز چلند وکړ او د خپلو قومي ګټو پر اساس یې د دې لپاره چې دغه ستونزه پر ځای پاتې شي، په غزني کې ټاکنې ونه شي او د غزني د پخوانيو هزاره وکیلانو استازیتوب په ولسي جرګه کې نور هم وغځېږي، پر ځینو کسانو پیسې ووېشلې. دانش په خپل دغه کار کې بریالی هم شو؛ ځکه د غزني د حوزوي کېدو ستونزه هواره نه شوه، د ټاکنو کمېسیون هم له ولسمشرۍ ټاکنو سره د غزني د ټاکنو له ترسره کولو عاجزي وښوده؛ په دغه کار کې ممکن ایران هم لاس درلود؛ ځکه چې دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو لاسپوڅو په وسیله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. څه موده مخکې خو د سرور دانش دفتر هم پر دې تورن شوی و، چې ایران پیسې ورکوي او د خپلو موخو لپاره یې له دې لارې مصرفوي؛ خو بیا وروسته د حکومت په وساطت پر دغه جنایت خاشه واچول شوه.
دا ټول د دې لامل شول چې د غزني خلک په دې اړه اندېښنه وښيي او خپل غږ پورته کړي؛ ځکه چې که په دغه ولایت کې ټاکنې ترسره نه شي، ښايي دا ټاکنې د ولسي جرګې تر راتلونکې دورې پورې پاتې شي، د زړو وکیلانو د کار دوام د واک د انحصار لامل شي او لکه د تېرو کلونو په څېر به غزني د جګړې پر ډګر بدل شي. نو پر دې اساس غزنیوال هم لکه د نورو هېوادوالو په څېر په ولسي جرګه کې د عادلانه استازیتوب حق لري، نو د ټاکنو له کمېسیون او حکومته هیله کېږي، هر څومره چې ژر کېږي په غزني کې دې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کړي، څو ولس په سیاست کې ونډه واخلي، ولسي جرګه کې خپل منتخب استازي وویني او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم ونډې اخيستلو ته وهڅېږي. پرته له دې به د غزني خلک له حکومت سره پرېکون وکړي او د ولسمشرۍ له ټاکنو سره به بایکاټ اعلان کړي چې بیا به یې عواقب ناوړه وي.