ژباړن: داوود محمدي
د هند د بهرنیو چارو وزارت صاف انکار هغو اوازو ته د پای ټکی کېښود، چې ممکن د دې اونۍ په پای کې په قرغیزستان کې د جوړېدونکي سیمهييز کنفرانس په څنډو کې به د هند او پاکستان د لومړيو وزیرانو ترمنځ کتنه وشي. داسې ښکاري چې مودي تر هغې د ”خبرو لپاره خبرې” بې ګټې بولي، څو چې د پاکستان په رویه کې د خپل ستر ګاونډي پر وړاندې بدلون را نه شي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له خپل هندي سیال سره د کتنې لپاره پرله پسې هڅې کوي. هغه غواړي چې په دې توګه نړۍ ته ځان سوله غوښتونکی وښیي، خو د عمران خان دا نوښت ښایي یوازې د نړیوالو اړیکو د سکارلټ اوهارا مکتب پلویان جدي او ګټور وبولي. دا فکري مکتب د «باد سره تللي» فیلم د اتلې پر هغې مشهورې وینا باور لري، چې «سبا یوه بله ورځ ده».
خو د زیاترو مبصرینو په اند، تاریخي شالید او پخواني کړه وړه د لارښود په توګه په پام کې نیول، په راتلونکي کې د احتمالي بریا سبب کېږي. د هند او پاکستان د اړیکو تاریخ ته په کتو، نرېندرا مودي ته پر دې غور پکار دی، چې پاکستان د سولې خبرو ته لېوالتیا یوازې له نړیوالو پاملرنه او درنښت غواړي. په داسې حال کې چې د هېواد زوروره اردو له هند سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ایډیالوژيکي مخالفت څخه لاس وانه خلي.
له ۱۹۵۰ څخه د ۲۰۱۵ ز کال تر ډسمبر پورې کله چې مودي د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر نواز شریف سره د لیدنې لپاره لاهور ته لاړ، د دواړو هېوادونو مشرانو ۴۵ ځلې سره لیدلي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې پروسه چې تل د خبرو په بېلابېلو پړاوونو سره پیل شوې، ډېر کله هغه وخت بې پایلې پای ته رسېږي، چې کله پاکستاني پوځیان په کشمیر کې د برلاسي د تر لاسه کولو لپاره نظامي تحرکات پیل کړي. لکه د ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ ز کلونو پېښې، چې له امله یې دوې جګړې وشوې او یا هم لکه په هند کې د ۲۰۰۱ ز کال برید، د دغه هېواد پر پارلمان برید، د ۲۰۰۸ ز کال برید، د ممبۍ برید او په ۲۰۱۶ ز کال کې د پټانکوټ برید.
اوس چې پاکستان په بهر کې له نړیوالې انزوا او په کور دننه له سیاسي ګډوډۍ او اقتصادي ناورین سره مخ دی، د پاکستان نظامي او ملکي چارواکي فکر کوي، چې له هند سره د خبرو د نوي باب پرانیستل به هېواد ته ګټور ثابت شي، خو هندي چارواکي د پاکستان پر دې لوبه پوهېدلي دي.
د سولې د خبرو دروازې د تل لپاره هم باید بندې نه شي؛ خو د سولې خبرې باید داسې هم نه وي چې په خپله دې پروسې ته د پای ټکی کېږدي. لازمه نه ده چې د هندوانو دا فکر سم وبلل شي، چې مودي د هېواد د اقتصادي او نظامي پیاوړتیا د ستر ماموریت لپاره ټاکل شوی دی. که هند غواړي په نړیواله کچه خپل ځواک وښيي، نو باید په نږدې ګاونډ کې خپل زور وښیي. د همدې لپاره مودي فکر کوي چې پاکستان باید مجبور شي، څو د هند پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، نه دا چې اسلام اباد دې خلاص مټ پرېښودل شي او د ترهګرو له کارولو سره سره د سیال هېواد دعوه هم وکړي.
پاکستان چې په ۱۹۴۷ ز کال د هند له نیمې وچې له بېلېدو وروسته د ایډیالوژۍ پر بنسټ جوړ شو، له پیله په واقعیت کې د زورورو نظامیانو له خوا کنټرولیږي. پاکستاني نظامیانو د ملي ايډیالوژۍ چې پر مذهبي هویت ولاړه ده او له هند سره د دایمي دښمنۍ په مرسته یې پر هېواد خپل واک ساتلی دی. د پاکستان د اردو یو پر درېیمه برخه د برېټانوي هند د پوځ پاتې شونې ده، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شوې ده. د نورو هېوادونو د پوځیانو برعکس، پاکستانۍ اردو د بهرني تهدید پر وړاندې په مناسبه کچه نه وه رامنځته شوې. دوی اوس غواړي چې د دې ټيټ عاید لرونکي هېواد پر اقتصادي منابعو خپل کنترول توجیه کړي. په همدې موخه د پاکستان د ښوونځیو په درسي کتابونو کې هند د ابدي دښمن او د هېواد بقا ته د ایډیالوژیکي تهدید نوم لیکل شوی دی. څو چې دا ذهنیت بدل نه شي، اسلام اباد به هېڅکله هم د هند پر وړاندې د پاکستان د وړوکي حیثیت او ناتوانۍ د جبران لپاره د وسلوالو او ترهګرو په لاس د هند پر ضد له مشکلاتو جوړولو څخه لاس وانه خلي.
لکه د نورو ګاونډیانو په څېر، د هند او پاکستان ترمنځ شته لانجې حل ته ضرورت لري، خو د حللارې په پروسه کې د پاکستان ایډیالوژیک میلان او د لانجې د دوام لپاره د مسلطې ادارې پر اړتیا باید سترګې پټې نه شي. تاریخ ثابته کړې چې پاکستان تل هغه وخت د سولې د خبرو غوښتنه کړې، کله چې په ناورین کې را ایسار شوی دی. پاکستان له هند سره تل د ناتوانۍ، له خپل دریځه د پر شا کېدو او هم د خپلو شرطونو د منلو پر وخت د سولې خبرو کولو هڅه کوي. فیلډ مارشال ایوب خان او د هغه وخت د هند لومړی وزیر لال بهادر شاستري د دوو اړخيزو اړیکو د رغولو او عادي کولو ژمنه وکړه، خو په پنځو کلونو کې دننه دواړه هېوادونه د بنګله دېش پر سر په جګړه کې سره ښکېل شول، چې په پایله کې پاکستان خپله نیمایي خاوره او اکثریت نفوس له لاسه ورکړ. ختیځ پاکستان د بنګله دېش پر نوم خپلواک هېواد باندې بدل شو او په لوېديځ پاکستان کې ملکي حکومت رامنځته شو.
په ډاکه کې د پاکستان د اردو د سترې چاوڼۍ له تسلیمېدو څو میاشتې وروسته، د هند لومړۍ وزیرې اندرا ګاندهي او پاکستاني ولسمشر ذوالفقار علي بوټو د «شیملې تړون» لاسلیک کړ. په یاد تړون کې دواړو خواوو یو د بل ملي یووالي، ځمکني تمامیت، سیاسي خپلواکۍ او مساوي حاکمیت ته پر درناوي تاکید وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یو بل د سیاسي خپلواکۍ او ځمکني تمامیت پر ضد د تهدید او قوت له استعماله به ډډه کوي. تر ټولو مهمه دا چې دواړو خواوو تاکید وکړ، چې د یو بل پر ضد به د منفي پروپاګند مخنیوی کوي او د دوستانه اړیکو د جوړولو لپاره به دواړه خواوې معلومات سره شریکوي. که د منفي پروپاګنډ د مخنیوي پر ژمنه عمل شوی وای، نو په میلیونونو پاکستاني ځوانانو به هند ته منفي فکر نه درلود او نه به یې هم ځانونه په خپله خوښه «غزوه-هند» ته وقف کړي وای. غزوه هند مفکوره د هغې جګړې وړاندوینه ده، چې له قیامته وړاندې به د مسلمانانو او غیر مسلمانانو ترمنځ تر سره کېږي.
هند هم اوس غواړي چې پاکستان ته درس ورکړي. د ټلوېزیوني بحثونو کوربانه د اټومي وسلو لرونکي ګاونډي د له منځه وړلو خبرې کوي، خو دا بدلون هم دا لنډه موده کې رامنځته شوی دی. د پاکستان له خوا د جهادیانو تر استعمال وړاندې، زیاتره هندیان د پاکستان پر وړاندې بې تفاوته وو، د ۱۹۸۰ ز کلونو وړاندې د هند رسنیز بحثونه د پاکستان جهادي کاروبار له پیل راهیسې بیخي د پرتلنې وړ نه دي.
لکه د تاشکند د اعلامیې په څېر، پاکستاني اړخ د شیملې تړون له لاسلیکېدو وروسته، د دې پر ضد منفي پروپاګنډ پیل کړ. جنرال ضیاالحق چې له ۱۹۷۷ ز کال څخه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې واکمن و او یوشمیر نامتو پاکستاني ډيپلوماټانو د شیملې تړون ناعادلانه او په جګړه کې پر ماتې خوړلي ملت تحمیل شوی بللو؛ د یاد تړون پر اساس پاکستان ۹۰۰۰۰ پوځیان چې له تسلیمېدو وروسته اسیران شوي وو، ترلاسه کړل او همدا راز له خپل ابدي دښمن سره د بیا ښکر په ښکر کېدلو چانس هم ورته برابر شو. د دواړو هېوادونو اړیکې د ۱۹۸۰ ز کال په پيل کې د خالصتان د بیلتون غوښتونکو سیکهانو بغاوت د رامنځته کېدو او په ۱۹۸۹ ز کال کې په کشمیر کې د بغاوتونو له راپیدا کېدو وروسته سره یو ځل بیا خرابې شوې.
د ۱۹۹۸ ز کال له اټومي ازمېښتونو وروسته، پاکستان ته په “بس” کې د هند لومړی وزیر اټل بهاري واجپای له سفر سره سم، د اړیکو د رغېدلو لپاره هیلې راوغوړېدې، خو د “کارګل جګړې” دا هڅه هم ناکامه کړه. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې له ترهګریز برید سره پای ته رسېدل او له برید وروسته د بېرته پیل کېدو غوښتنې دود تر اوسه پورې دوام لري. داسې ښکاري چې مودي اوس پاکستان مجبوروي، چې له دې تکراري دود څخه لاسه واخلي او د هند پر وړاندې په رویه کې بدلون راولي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجه پر کومه نه حل کېدونکې موضوع نه ده ولاړه او نه هم د پاکستان د سیاسي او نظامي مشرانو ترمنځ د کړنو په بېلابېلو طریقه کارونو کې دی، بلکې تر څو پورې چې پاکستاني نظامیان هند ته د “ابدي دښمن” په سترګه ګوري او د دوو قومونو نظریې د پروپاګنډ په مرسته پاکستاني اتباع په ایډیالوژیک لېونتوب کې ساتلو ته ادامه ورکوي، تر هغې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې د پخوا په څېر بې ګټې وي.