پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د افغانستان او ایران د سرحدي سیالیو مخینه

لیکنه: داوود جنبش/ بي بي سي پښتو

جون 18, 2019
in لیکنې
0 0

څه باندې یوه پېړۍ وړاندې، پر ګډه پوله د افغانستان او ایران د پوځي ټکر بېړني خبر له لندنه ترپېټرزبورګه، له قاهرې تر انقرې او له کلکتې تر مدینې د سیاستوالو او څارونکو غوږونه څَک کړي وو.

دغه مهال ایران د روس او برېټانیا ترمنځ د دوه اړخیز تړون له مخې د هغوی د نفوذ په سیمو وېشل شوی و. شمال یې د روسانو او جنوب یې د انګرېزانو تر عملي کنټرول لاندې و. دغه راز عثماني ترکیې یې هم ځینو سیمو ته لاسونه غځولي وو.

د ایران خپل کورني حالات د مشروطه غورځنګ په ټوکېدو څپ څپانده شوي او په هره سیمه کې یې یوه واکمن او یوه ټولواک د مشرۍ دعوه درلوده.

افغانستان؛ که څه هم کورواک و او د ایران خلاف یې په خاوره کې بهرني پوځیان نه درلودل، خو په بهرنۍ تګلاره کې یې د انګرېز بې اجازې یو ګام هم نه شوای پورته کولی.

په داسې یوه سیاسي او جغرافيایي چاپېریال کې د افغانستان او ایران د پوځي مخامختیا خبر ډېرو ته وېښوونکی و. په دغو خبرونو کې ظاهراً افغانستان تېری کوونکی ښودل شوی او تور لګېدلی چې د ایران د کمزورتیا په کارولو غواړي په سیستان کې پرمختګ وکړي.

داسې کوم رسمي سند چې وښیي افغانستان دې د انګرېز یا روس له خوا د دغه «تېري» په اړه سپیناوي ته اړشوی وي، نشته؛ خو په کابل کې د خپرېدونکې سراج الاخبار ورځپاڼې له غبرګونه دا اټکل کېدلی شي، چې دغسې یو فشار هرومرو پر کابل راغلی دی. ورځپاڼې د لومړي کال په ۱۸مه ګڼه (د ۱۹۱۲ جون) کې د سرحدي شخړې په اړه په لومړی ځل ولیکل: «د ورځپاڼو په ډېرو مخونو کې د سیستان له لوري د ایران د لوړ دولت پر مځکه د افغانستان د خدای پېرزو کړي لوړ دولت د پوځیانو د برید خبرونه راغلي او خپاره شوي چې ټولو یې له رښتیني حاله په بې خبرۍ کې خبرې هسې اوږدې کړې دي».

مانا دا چې افغانستان تېری نه دی کړی، نو اصلي خبره څه وه؟ د سراج الاخبار په همدغه ګڼه کې وړاندې لولو: «…عجیبه لا دا ده چې د افغانستان پر خاوره دایران د بې واکمنه خپلسرو وسله والو ډلو پر تېري هېچا هم خبره ونه کړه او د تېري پړه یې د افغانستان پر دفاعي حالت واچوله. په داسې حال کې چې که د انصاف او رښتیاوو په سترگو وکتل شي، جوتېږي چې د افغانستان لوړ خدای پېرزو کړي دولت په دې تړاو څومره صبر او زغم کارولی دی».

خو دا بحثونه همدلته نه بشپړېږي. ظاهراً د لندن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې دا کړکېچ د چارلس ډاروین د «بقا مجادلې» له قانون سره سم بولي، چې افغانستان یې پر خپل پرځېدلي ګاونډي ایران یرغل ته هڅولی دی.

د «بقا مجادلې» اصطلاح د سراج الاخبار د مدیر محمود طرزي پام ور اړوي او د خپلې ۲۱مې ګڼې سرمقاله د همدغه قانون روښانولو او سپړلو ته ځانګړې کوي او لیکي: «سبحان الله! د حیات د محاربې دا اخ و ډب، یعنې د ژوندانه لپاره جنگېدل بشریت ته لکه یو لوی غم چې وي! نه یوازې بشریت؛ چې ټول طبیعي عالم د ژوندانه لپاره په دې مبارزه کې په قتل او قتال اخته او جنگېدلو او نښتلو ته چمتو وینو!

ځمکني داړونکي ژوي، هوایي څېروونکي مارغان، سمندري خوړونکي نهنگان؛ له هوسیو او کوترو او کبانو سره له پلرونو ورپاتې څه میراثي تربگني او څه سیالي او څه ناسازي لري او د ځمکې پر میراث یا بل څه یې ترمنځ کومه دعوه ټوکېدلې، چې د پیدایښت له پیله تر دا اوسه یو بل څېري، داړي او خوري؟

نه نه! . . . نه یې ترمنځ کینه شته او نه دعوه! بلکې دا (د ژوندانه لپاره یوه شخړه) ده او بس».

تر سرمقالې وروسته، طرزي بېرته د سیستان پرسر د افغانستان او ایران اخ و ډب ته ستنېږي. د سیمې په تاریخ کې په پلټنې پسې لیکي، چې په اصل کې ټول سیستان د افغانستان برخه و، بیا لاس په لاس شوی او په پای کې په ختیځو او لوېدیځو برخو وېشل شوی، چې لومړۍ هغه یې چې لویه ده، د افغانستان او دویمه یې چې کوچنۍ ده، د ایران په خاوره کې راغلې ده.

په افغاني سیستان کې د فراه او نیمروز ولایتونه راځي. په دغه سیمه کې د کابل ضد وروستیو وسله والو خوځښتونو او په پارولو یې د ایران تورنېدو یو ځل بیا د دغو دوو هېوادونو د اړیکو تاریخ ته پام ور واړاوه.

دغه اړیکې د نورو ګاونډیو په پرتله، د ۱۹۱۲ ز کال له اخ و ‌ډب او ځینو نورو جلا پېښو سره سره، تر ډېره سوله ییزې پاتې شوې. ایران په شپږو ګاونډیو کې لومړنی او یوازینی هېواد دی، چې له افغانستان سره یې د اوبو د وېش رسمي تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون له مخې تهران ژمن شوی چې د هلمند په اوبو کې د حق په بدل کې، افغانستان ته د چابهار له لارې سمندر ته د وتلو لار ورکړي او له هغه ځایه د افغانستان تر سیستانه د اورګاډي پټلۍ وغځوي؛ هغه کار چې د افغانستان کورنیو شخړو یې د پلي کېدو مخه ونیوله.

البته د «لوی ایران» پلویان هم کم نه دي چې افغانستان «خپله خوږه جلا شوې برخه» بولي. ځینو ته همدا تړاو په افغانستان کې د لاسوهنو پلمه اېسېدلې، یا لږ تر لږه پر دغه بنسټ د لاسوهنې تورونه پورې شوي دي. بله موضوع د اوبنیو زېرمو د وېش او سرحدي نښو ده. د ایران مورخانو او چارواکو بیابیا ادعا کړې، چې سیستان ټول د ایران برخه وه او د انګرېز منځګړي پلاوي یې په خیانت یوه برخه د شلمې پېړۍ په پیل کې افغانستان ته ورکړه. په دغه سیمه کې له طالب وسله والو سره د تهران د لوجستیکي او پوځي مرستو وروستي تورونه چې تهران او طالبانو دواړو رد کړي، د زېرمو او ځمکو پر سر همدغو دعوو او سیالیو ته ورګرځي.

د ۱۹۱۲ ز کال شخړه څنګه وټوکېده؟

لوېدیځو او ځینو اسلامي ورځپاڼو فراه ولایت ته څېرمه د اخ و ډب پړه هغه مهال د افغانستان پر پرمختیا غوښتونکې تګلارې اچولې وه. ان د هند ځینو ایران پلوو ورځپاڼو هم دغسې نظر درلود. په دغو ورځپاڼو کې یوه حبل المتین وه، چې په فارسي ژبه په کلکته کې خپرېده.

دغه ورځپاڼه د خپل شلم کال په نهمه ګڼه کې، پر کابل او تهران دواړو غږ کوي چې د اسلامي نړۍ لپاره پر دې حساس مهال له خپلمنځي شخړو لاس واخلي. د حبل المتین اشاره په بالکان او ليبیا کې د عثماني تُرکیې پر مستعمرو د یونان، بلغاریا او اېټالیا بریدونو (۱۹۱۱- ۱۹۱۲) او د روس او انګرېز له خوا د نفوذ پر سیمو د ایران وېشلو (۱۹۰۷) ته وه. ورځپاڼه لیکي: «روښانه ده چې که عثماني تُرکیه تر پښو لاندې شوه، ایران تر پښو لاندې شوی دی او که ایران تر پښو لاندې شي او ایران پاتې نه شي، افغانستان هم بېخي پاتېدلی نه شي، که په سیاسي اصولو وي او که د اسلام د نوغي د ساتلو په نامه د ایران او افغانستان چارواکو ته بویه، چې پرې نه ږدي سرحدي شخړې پېښې شي او د سرحدي چارواکو بې ځایه هیلې خبره داسې ځای ته ورسوي، چې دواړو لورو ته زیان واوړي».

حبل المتین لیکي، مهمه نه ده چې څوک پړ دی او څوک وړ، جګړه دواړو لورو ته زیان اړوي او ځکه درول غواړي.

سراج الاخبار هم له کابله دغه غږ ته غبرګون ښیي او د حالاتو د لا روښانولو لپاره خپل دوه خبریالان یو په هرات او بل په چخانسور یا اوسني نیمرزو کې ګوماري چې سیمې ته ورشي او د خپلو سترګو لیدلی حال د خپرېدو لپاره ور واستوي.

دواړه رپوټونه په زړه پورې او د حساسو تاریخي شواهدو درلودونکي دي، چې دلته راوړل کېږي.

د چخانسور د خبریال رپوټ

(سردار خداداد خان سیستانی) چې د ایراني سیستان په مخورو مشرانو کې راځي، د جمادي الاول میاشتې په لومړۍ نېټه له خپلو گڼو وگړو سره پر پوله راوښتی او د افغانستان په خاوره کې یې پر (وکدیله) کلي چې په (فتح کلا) کې پروت دی، یرغل ور وړی او د افغانستان د لوړ دولت له اتباعو څخه یې د سلو کورونو مالونه تالا او لوټ کړي دي او پر دې یې هم بسنه نه ده کړې او د وگړو عزت او ناموس ته یې هم لاس غځولی او د(محمد خان) په نامه د کلي د یوه مخور کس مېرمن او لوڼې یې تښتولې دي.

دا موضوع په یوه اونۍ کې د عاجل ډاک له لارې د چخانسور د حاکم او سرحد وال جناب حاجي شېردل خان او د دغه ځای د پوځي عسکرو د برگېډ جناب غلام احمد خان له خوا وړاندې او ورسره جوخت د هغو ځانگړو زده کړو له مخې چې کړې یې دي، د منظمو لښکرو درې پوځي بلوکه او یو توپ هغې سیمې ته چې (دشت خوابگاه) نومېږي، واستول شول.

دغو عسکرو ایراني سیستاني لنډغر وټکول او غوږونه یې ورتاو کړل او دوی یې له خپلو مورچلو چې په بې نښو او د دواړو لورو ترمنځ په لانجمنه سیمه کې یې جوړې کړې وې او د لاسوهنې په بڼه پکې ناست وو، لرې او پورته کړل او دغه راز بلوک مشر لوړپرتمی شېرمحمد خان له عبدالصمد خان سره د سیستان حاکم ښاغلي جناب حشمت الملک ته واستول شول او له دغه حاکم نه له سردار خداداد خان نه د اښتنو پوښتنو او د محمد نومي له مېرمنې او لوڼو سره یو ځای د افغاني وگړو د ټولو لوټ شویو مالونو ستنول وغوښتل شول.

په چخانسور کې افغان خبریال خپل رپوټ په دې ګواښنې بشپړ کړی، چې په سیمه کې افغان ولس پارېدلی او د ایراني سردار په دغه کړنه خورا ناخوښه دی. د چخانسور د خبریال نوم یاد شوی نه دی، خو د هرات خبریال د خپل رپوټ په پای کې د نامه لومړني توري «م. ص» ښیي.

په هرات کې د سراج الاخبار د ځانګړي خبریال موندنې

د سراج الاخبار دا خبریال خپل رپوټ د ایران پر حالاتو له یوې لنډې تبصرې پیلوي، چې څنګه پکې مشروطیت او د بهرنیو هېوادونو لاسوهنو او پوځي شتوالي نظم او اداره له منځه وړې او په کړاوونو یې اخته کړی دی. وروسته لیکي: «د ایران سرحدي وگړو د خپل متبوع دولت د زور او نظم له نشتوالي گټه پورته کړه. څه موده د مخه د ایران بلوڅ پوونده وو د (قلعه کاها) او (اناردرې) له لوري د څړځایونو لپاره د افغانستان د لوړ دولت پر خاوره تېری وکړ او دغه راز تر دې لږ وړاندې د ایران د (قاینونو) ځینو وگړو پر برزخ (صفري) سیمه تېری کړی. د افغانستان د خاورې پولې ته څېرمه یې له هېڅ شرعي او نظامي حق پرته، د ځینو ځمکو آبادول او کرل پیل کړي چې دا کارونه له یوې مخې د ملگرتابه او گاونډیتوب له حقونو سرغړونه بلل کېده او تر اوسه کله هم داسې یو څه نه وو پېښ شوي.

طبیعي ده چې د افغانستان د لوړ دولت سرحدي ځواکونو د دغو پرديو یرغلگرو مخه ټینګه ونیوله او ویې شړل، نو پر دې بنسټ د دواړو لوړو دولتونو ترمنځ سیاسي لیکونه پیل شوي چې موږ یې هغه نور لیکونه چې د خراسان او سیستان د بهرنیو چارو د مسوول ښاغلي جناب حاجي (نبیل الملک) له خوا په مشهد کې د افغانستان د خدای پېرزو کړي دولت د وکیل التجار جناب عبدالله خان په لاس لوړې همایوني درشلې ته وړاندې شوي، او هغه ځواب او لارښوونې چې له لوړې سلطنتي پلازمېنې نه د هرات ښاغلي نایب الحکومه ته رسېدلي، تر دې مهاله لا تر لاسه کړي نه دي چې که وروسته په لاس راغلل در وابه یې ستوم؛ خو د ځینو نورو رسمي پاڼو له څېړنې، چې د نایب الحکومه گۍ او مرکز او وکیل التجار ترمنځ تللي او راغلي دي، کره شوې چې تېری په اصل کې د ایران له خوا شوی؛ نه دافغانستان له خوا .

دا کره خبر هم تاسې ته درلېږم چې یوه عذرپاڼه د ښاغلي حشمت الملک او د ایراني لښکرو د مشر له خوا ښاغلي نایب الحکومه صاحب ته رارسېدلې، چې د سردار خداداد خان له خوا یې پر شوې خطا بښنه غوښتې او د فساد پړه یې د دغه سردار پر کشر ورور او تربرونو اچولې او د هغوی د غوږونو د تاوولو او د پړوني د ناغې په ډول یې له یوه اوښ سره د محمد خان نومي د مېرمنې او لوڼو د بېرته سپارلو لیکلی خبر ورکړی دی.

د دغو دوو رپوټونو تر خپرولو وروسته، محمود طرزي د دغه اوږده مطلب په پای کې د تبصرې په ډول کاږي: «دا دی پر پېښپاڼو د تا ویلو ماویلو رښتینی حال چې د اسلامي نړۍ د یووالي پلویانو ته یې اوږدې اندېښنې او اټکلونه وراچولي دي. سیاسي حقوق پوهان به راسره ومني چې په دې مسئله کې زموږ سپېڅلي متبوع دولت د گاونډیتوب په برخه کې هوښیاري او درنښت او له ایراني دولت سره پر داسې یوه نازک مهال د شخړې د نه پارېدو لپاره خورا صبر او زغم کړی دی او که نه نو د خداداد خان حق ناپېژاندي او سپین سترگي کارونه چې د مالونو په وړلو او پر عزت او ناموس یې د تېري په برخه کې خپله پوره لنډه غري او شوکماري ښودلې، داسې څه نه دي چې افغانستان یې وزغملی شي.

Share12Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In