په نړۍ کې هیوادونه د خپلو سیاسي او ډيپلوماټیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره له بېلابېلو تګلارو کار اخلي. که رسمي ډيپلوماسي تر ډېره بریده په معلومه او ښکاره بڼه تر سره کیږي، د ډيپلوماسۍ ډیرې نورې طریقې دي چې هیوادونه یې پر مټ خپلې ډيپلوماټیکې موخې پالي. له دغه ډول ډيپلوماسۍ ماډلونو یو هم د پردې تر شا ډيپلوماسي ده. دا ډول ډيپلوماسي په پټه، له مطبوعاتي پوښښ څخه لرې او د ولس له سترګو پنا وي او یوازې د حکومت د لومړیو حلقو خلک پرې خبر وي. ډېری وخت دا ډول ډيپلوماسي د هیوادونو د شریکو ملګرو او خواخوږو په واسطه تر سره کیږي، کله کله هم سوداګر، اکاډمیک شخصیتونه او یا هم نامتو څیرې دا چاره مخ ته وړي. دا ډول ډيپلوماسي تر ډېره بریده په داسې حالاتو کې تر سره کیږي، چې د هیوادونو ترمنځ اړیکې شلېدلې وي او په دغه حالت د مخامخ خبرو امکان ډېر کم وي. دا ډول ډيپلوماسي داسې مهال هم تر سره کیږي چې هیوادونه د ډيپلوماټیکو ښکېلتیاوو پر بري باندې ډاډه نه وي او د ډيپلوماټیکو هلو ځلو د ناکامۍ په صورت کې د بېلابېلو اقشارو لخوا د پیغور او یا هم توند غبرګون له خطر سره مخ وي. د پردې تر شا ډيپلوماسي ډېری وخت د پیاوړو هیوادنو لخوا له خپلو هغو مخالفینو سره چې په ځواک او سیاسي اغیز کې کم خو مخالفت یې ژور وي، کاریږي.
په معاصره ډيپلوماسۍ کې د پردې تر شا ډيپلوماسۍ یا پټې ډيپلوماسۍ ځینې بیلګې شته، په داسې حال کې چې کیدای شي د دغه ډول ډيپلوماسۍ سلګونه داسې تمرینونه هم تر سره شوي وي، چې د مثبتو پایلو د نه ورکولو له کبله همداسې پټ پاتې شوي وي. د پټې ډيپلوماسۍ یا پردې تر شا ډيپلوماسۍ تر ټولو ستره او عصري بیلګه د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو د جوړولو په اړه تړون کې لیدل کیږي. د یاد تړون په اړه لومړي بحثونه د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري او د مسقط سلطان قابوس ترمنځ په ډېره چوپه چوپتیا پیل او مخ ته یوړل شول. د امریکا حکومت د سلطان قابوس په واسطه له ایرانیانو سره غیر مستقیم اړیکې ټینګې کړې، څو د تهران پر اراده، نیت او مذاکرې ته پر چمتووالي باندې پوه شي. همدا وو چې د سلطان قابوس په مرسته پیل شوې لومړنۍ اړیکې د دې لامل شوې، چې دغه مذاکرات رسمي بڼه خپله کړي او د (P5+1) هیوادونو ترمنځ تړون (JCOPA) باندې تمام شي.
د پردې ترشا ډيپلوماسۍ یوه بله معاصره بیلګه د پاکستان او هند حکومتونو ترمنځ هم شته. د ۲۰۱۷ ز کال په لومړیو میاشتو کې هندي سوداګر سجن جندال د پاکستان مري ښار کې د یاد هیواد د هغه مهال صدراعظم نوازشریف سره په پټه ولیدل. دا لیدنه هغه رنګ چې په پلان کې وه چې په پټه تر سره شي، پټه پاتې نه شوه او پاکستاني مطبوعاتو دغه غونډې ته پراخ پوښښ ورکړ او د نوازشریف د دغه ډول لیدنې په اړه یې خورا ډیر شکونه را پورته کړل. که څه هم صدراعظم نوازشریف او د هغه د کابینې غړو دغه لیدنه د دوو شخصي ملګرو ترمنځ دوستانه ناسته وبلله؛ خو د مطبوعاتي راپورونو له مخې دا ناسته د پاکستان نوازشریف او د هند صدر اعظم نریندرا مودي ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو بهیر و.
همدا راز د شمالي کوریا ولسمشر کم جونګ اون او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د تیر کال ناسته هم د پردې تر شا د ډيپلوماسۍ پایله وه. په یاده قضیه کې جنوبي کوریا د آسانچاري دنده مخ ته وړله او دې دواړو هیوادنو ترمنځ یې ریباري کوله. د جنوبي کوریا د هلو ځلو موخه دا وه چې د یاد هیواد ستراتیژیک ملګري امریکا او په سیمه کې ترې جلا شوې جغرافیې، چې اوس ورسره دښمني لري، اړیکې را سمي شي او له دې لارې د چین د مخې ډپ کولو لپاره یوه چاره وسنجول شوي. همدا راز، دغه بهیر چې لا هم روان دی، د دې لامل کیدی شي چې د دوه کوریا ګانو ترمنځ دښمني او تربګني پر ګډ سولهيیز ژوند کولو بدله کړي.
د تیرو اتلسو کلونو په اوږدو کې افغانستان هم د پردې تر شا د ډيپلوماسۍ چاره پر کار اچولې ده. په دې لړ کې تر ټولو فعاله ډيپلوماسي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاري دورې پر مهال له ایران سره په منظم ډول مخ ته وړل شوې ده. دا چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري هیواد امریکا له ایران سره ورانه وه، نو دغه هیواد تل هڅه کوله چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې ډیرې فعاله نه وي. خو دا چې ایران د افغانستان ګاونډی او په سیمه کې یو مخکښ لوبغاړی دی، ولسمشر حامد کرزي اړینه ګڼله چې ورسره اړیکې وپالي او په چارو کې د غیر رسمي ډيپلوماسۍ پر مټ همغږي ولري.
همدا راز پاکستان هم له افغان حکومت سره وخت ناوخت د پردې تر شا ډيپلوماسۍ هڅه کړې ده. خو دا هڅه ډېری وخت هغه مهال شوې ده، چې دې دواړو هیوادونو ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې ترینګلې وې. په دې لړ کې پاکستان تر ډېره بریده پښتانه قام پال سیاستوال افغان حکومت ته جرګه کړي، څو اړیکې بیرته ورغوي. د پاکستان د قام پاله سیاستوالو له لارې د اړیکو ټینګولو سیاست په تیرو دورو کې خورا بریالی ثابت شوی او افغانستان ډېری وخت له دغه ډول د پردې ترشا ډيپلوماسۍ پر مټ له پآکستان سره د خپلو اړیکو بیارغونه کړې ده.
په افغان سوله کې هم د پردې تر شا ډيپلوماسي او غیر مستقیمه اړیکه له پخوا څخه یو رواج پاتې شوی. په تیره لنډه موده کې اندونیزیا یو داسې هیواد و چې د پردې تر شا ډيپلوماسۍ پر مټ افغان سوله کې خپل رول ولوبوي. په دې لړ کې دغه هیواد له پاکستان سره د ۲۰۱۸ ز کال په اوږدو کې وخت ناوخت ډيپلوماټیکي لیدنې تر سره کړې، خپل هیواد کې یې ناستې برابرې کړې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ یې تګ راتګ کړې. همدا راز، ازبکستان په تیر یو کال کې یو بل هغه هیواد را څرګند شوی، چې په افغان سوله کې هلې ځلې کوي او غواړي پټ رول ولوبوي.
بل خوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم په پټه ډېرې اړیکې پالل شوې، چې د طالبانو په استازیتوب کابل کې اشخاصو د حکومت لهمشرتابه سره په پټه لیدنې کتنې کړې دي. د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د بهیر په بریالتوب کې هم د پردې تر شا ناستو، خبرو اترو او ډيپلوماسۍ خپل ځانګړی رول درلودلی دی. خو له بده مرغه دغه چاره بیا د طالبانو په اړه ډېره کامیابه نه ده ثابته شوې او پایلې یې ډېر وار منفي را وتلې دي.
د پردې تر شا ډيپلوماسي او هلې ځلې د ډيپلوماسۍ یوه منل شوې بڼه ده. د نړۍ په هره برخه کې دا ډول ډيپلوماسي د ډيپلوماټیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره کارول کېږي. د دې ډيپلوماسۍ تر ټولو مهمه برخه د هغو هیوادونو، ادارو او اشخاصو پیژندل دي، چې د ډيپلوماټیکو هلو ځلو په برخه کې مثبت رول لوبولی شي. د دغه ډول اړخونو پيژندل، د هغوی د اغیز د ټکو پیدا کول او بیا د هغو کارول د یو هیواد د ډيپلوماټیکې دستګاه فعالیت او پر سیاستونو باندې د حاکمیت نښه ده. همدا راز، د دغه ډيپلوماسۍ د بري انحصار تر ډېره بریده د هیوادونو د پردې تر شا ډيپلوماسۍ د مهرو په ښه ډول کارولو باندې وي.
افغانستان ډېره اړتیا لري چې په ځینو مواردو کې د پردې تر شا ډيپلوماسي وکاروي. له ایران سره په دې لړ کې د پردې تر شا ډيپلوماسي د افغان حکومت مجبوریت دی، ځکه چې مخامخ اړیکې د دې لامل کیدی شي چې د افغان حکومت ستراتیژیک ملګري امریکا د خپګان لامل وګرځي. بله خوا له پاکستاني سیاستوالو او ملکي حکومت سره د پردې تر شا ډيپلوماسۍ ته اړتیا ده، ځکه چې رسمي ډيپلوماسي د پاکستاني پوځ د مداخلې له کبله مطلوبه پایله نه شي درلودلی. که څه هم افغان حکومت په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي، خو په یاده برخه کې کومې ځانګړې ډيپلوماټیکي لاسته راوړنې نه لیدل کيږي. د دې لامل شاید دا هم وي چې په سیمه کې د افغان ډيپلوماسۍ مخالفین دومره پیاوړي دي، چې د هغوی په شتون کې د افغانستان د پردې تر شا ډيپلوماسي خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. خو په هر صورت، د افغانستان ډيپلوماټیکه دستګاه باید د پردې تر شا ډيپلوماسۍ په برخه کې فعاله واوسي، هر مهال د خپل مطلب اړوندو هیوادونو پورې تړلې مهرې وپیژني او د دغو مهرو د کارولو لپاره پلان او چمتووالی ولري.