جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د امریکا – ایران تر ممکنه جګړې لاندې افغان سوله!

لیکنه: جمیل وقار

جون 24, 2019
in لیکنې
0 0

د امریکا او ایران اړیکې له هغه وروسته تر ټولو ترینګلي مرحلې ته ننوتې، چې ایراني ځواکونو هورمز تنګي ته څېرمه د امریکا یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره او په دې سره یې د جګړې د چمتووالي اعلان هم وکړ. دې دواړو هېوادونو اړیکې له هغه راهیسې چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی، ورځ تر بلې مخ په ځوړ روانې دي، تر دې چې د امریکايي الوتکې له نسکورېدو څو ساعته وروسته ولسمشر ټرمپ پر ایران د برید حکم صادر، خو ډېر ژر د یو لړ ملحوظاتو له امله ترې په شا شو. په دې لیکنه کې د امریکا او ایران د اړیکو په شالید، د جګړې په ممکنه پېښېدو او پر افغانستان د دې جګړې پر اغېزو غږېږو.

د ایران او امریکا د اړیکو شالید

ایران او امریکا په تېر کې ستراتیژیک ملګري پاتې شوي، د شلمې پېړۍ تر اتمې لسیزې پورې دا هېواد په سیمه کې د امریکا تر ټولو نږدې او همکار هېواد و، تر دې چې په ۱۹۵۰ ز کال کې د متحده ایالتونو په مرسته رضاشاه پهلوي د یورانیمو د غني کولو پروګرام پیل او امریکا یې په تجهیزاتي او تخنیکي برخو کې همکاري کوله. په ۱۹۷۹ ز کال کې د امام خمیني په مشرۍ، ایرانیانو د شاه په ضد اسلامي انقلاب وکړ او په پایله کې شاه له واک څخه لرې او مصر ته وتښتېد. د وخت امریکايي ولسمشر جیمي کارتر په ۱۹۸۰ ز کال کې له ایران سره ټولې ډيپلوماټیکي اړیکې پرې او سفارت یې بند کړو. دری کاله وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې او امریکا په ایران تور ولګاوه، چې په ناقانونه ډول یورانیم غني کوي او په دې لړ کې یې پر دغه هېواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. په ۲۰۰۰ ز کال کې امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو او یورانیمو له غني کولو څخه د نظارت لپاره دغه هېواد ته یو هئیت ولېږو او د هیئت د ارزونو له مخې، ایران د ناقانونه او مشکوکو فعالیتونو په تر سره کولو تورن شو.

په ۲۰۱۰ ز کال کې ایران په بې ساري ډول د یورانیمو د غني کولو پروسه پراخه او پورته کړه او امریکا یې هم په ځواب کې پر دغه هېواد درانه تحریمات وضع کړل. په ۲۰۱۳ ز کال کې امریکا، چین، برېټانیا، روسیې، فرانسې او جرمني د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي په موخه، له دغه هېواد سره موقتي تړون او په ۲۰۱۵ ز کال کې په ټولو مواردو موافقې ته ورسېدل او په وروستي تړون یې هم هوکړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ چې کله واک په لاس کې واخیست، شاوخوا یو کال وروسته یې د ۲۰۱۷ ز کال په جولای کې له ایران سره د اوباما د ادارې تړون لغوه او پر دغه هېواد یې نوي بندیزیونه وضع کړل. د یوه کال په اوږد کې یې د ایران د تیلو صادرات نیمايي ته را ټيټ کړل او په تازه اعلان شویو بندیزونو کې یې ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د صاداراتو یاده لړۍ صفر ته را ټيټه کړي. په دې منځ کې د ایران د سپاه پاسداران په ګډون، پر ډېرو بنسټونو بندیزیونه لګولي او په وروستیو ورځو کې په نظامي لحاظ هم دا هېواد له څلورو اړخونو محاصره شوی او خبره تر دې ځایه رسېدلې، چې امریکا پر ایران د برید په اړه په کور دننه او بهر مشورې پیل کړې دي.

پر ایران ممکنه برید

امریکا داسې مرحلې ته رسېدلې، چې د بې پيلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه باید غبرګون وښيي. ولسمشر ټرمپ په هورمز تنګي کې د امریکايي الوتکې د نسکورېدو له پېښې څو ساعته وروسته پر ایران د برید حکم وکړ، خو په کور دننه د یو لړ فشارونو او د ممکنه برید د ناوړه پایلو له امله بیرته په شا شو.

ظاهراً د امریکا او ایران روابط هغې مرحلې ته په ننوتو دي، چې په نن او سبا کې به دې دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښلي، خو مسئله تر دې کچې ساده او اسانه نه ده. که دې دواړو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواک پرتله شي، طبیعي خبره ده چې امریکا په کراتو ځواکمنه او غښتلې ده، خو یو لړ نور نړیوال او سیمه ییز مجبوریتونه دي، چې د امریکا پښې او لاسونه یې ور تړلي او د دې ملاحظاتو له امله نه شي کولای غوڅه پرېکړه وکړي.

په کور دننه امریکا کې د جګړې په اړه عامه ذهنیت خراب دی، د تېرو کلونو خلاف یې پخواني متحدین یا له لاسه ورکړي او یا حداقل د ایران په اړه خپل دریځ لري، چې مجبوراً امریکا یې باید نظر او خبرې ته غوږ ونیسي.

په ورته مهال سیمه کې امریکا په منځني ختیځ او افغانستان کې عملاً په وسله واله جګړه کې ښکېله ده، دا جګړې هغه مهال پیل شوې وې، چې نه په چین او نه په روسیه کې اوسنی ځواک موجود و او نه امریکا په اقتصادي او سیاسي لحاظ په اوسنۍ بڼه مجبوره وه، خو اوس چې امریکا د ایران په اړه ورته غبرګون ښيي، دا به سیمه ییزو او نړیوالو سترو لوبغاړو ته په سخته د منلو وړ وي.

په ټوله کې دې دواړو هېوادونو ظاهري ترینګلې اړیکې د دې مانا نه لري، چې امریکا له ایران سره جګړې ته ننوزي، بلکې تر ډېره پورې خپله امریکا په دې لټه کې ده، چې له جګړې پرته خپلې موخې تر لاسه او پر ایران کافي فشارونه وارد کړي.

د امریکا – ایران جګړه او پر افغان مسایلو یې اغېزې

ایران د افغانستان ګاونډی او په ډېرو مسایلو کې دخیل هېواد دی او امریکا د یوه ستراتیژيک ملګري هېواد په توګه د افغانستان په چارو کې له تېرو څو لسیزو راهیسې فعال رول لري. دواړه هېوادونه د افغانستان په چارو کې په مثبت او منفي بڼو له کلونو راهیسې فعال رول لوبوي او ترمنځ یې منفي تعلقات د افغانستان پر چارو هم منفي تاثیرات درلودلی شي.

اوسمهال چې افغانستان نه د خپلواکې تصمیم نیونې امکانات او صلاحیت لري او نه هغسې شرایطو ته زمینه برابره ده، چې د دې دواړو هېوادونو له کشمکش څخه ځان خوندي کړي، طبیعي خبره ده چې تر ډېره پورې به یې پر دغه هېواد اغېز هم منفي وي. د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې، که امریکا په داسې مهال په ایران برید وکړي، د قدرت هغه توازن چې له کلونو راهیسې یې چین او روسیه په لټه کې دي، له منځه ځي او یاد هېوادونه به له هغو مسایلو او توافقاتو هم په شا شي، چې د افغانستان په شمول یې د یو لړ نورو مسایلو په سر له امریکا سره نسبي توافق کړی دی.

د دې ترڅنګ، که امریکا په نړیواله کچه په یوه بله جګړه کې ښکېله شي، د ۲۰۰۳ ز کال په څېر چې د عراق په چارو کې ښکېل شوه، یو ځل بیا به د افغانستان مسایلو ته شا او تر ډېره پورې به خپل تمرکز پر ایران ور ټول کړي.

Share9Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نړيوال بانک: د امريکا او ايران دوامداره شخړه ښايي د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ۱.۳ سلنې ته ټيټ کړي

جولای 23, 2026

امريکا: پر ايران مو د نوي پړاو بريدونه پيل کړل

جولای 23, 2026

سعودي عربستان له امريکا سره د اټومي انرژۍ همکاريز تړون لاسليک کړ

جولای 23, 2026

وانګ يي د امريکا له خارجه وزير انټونیو روبیو سره ولیدل

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In