ژباړه: جواد تیموري
د ۲۰۱۷ ز کال د نومبر میاشت ده، شپني دوربینونه د هلمند ناارامه ولایت په څو کلیو کې د هیرویینو د جوړولو مرکزونه راښیي، ناڅاپه د دوربین ښیښې مخې ته څو توغندي ښکاري چې په دغو مرکزونو لګېږي.
په دغو بریدونو کې چې تقریباً ټول یې په یوه وخت تر سره کېږي، نهه ودانۍ په نښه کېږي. دا د امریکایي B-52 او F-22 ډوله لویو جنګي الوتکو بمونه وو، چې د هیرویینو د تولید په دغو مرکزونو وتوغول شول. دغه بریدونه د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې د «اوسپنيز توپان» تر نوم لاندې د طالبانو په تر ټولو لویې عایداتي سرچینې(تریاکو» تر سره شول. د ځينو څېړنو له مخې، وسله وال طالبان هر کال له دې لارې ۲۰۰ میلیونه ډالره تر لاسه کوي، چې په دغو پیسو بیا خپلې لیکې پیاوړې کوي او جنګي ماشین یې پرې چلوي.
خو د هغو نویو څېړنو له مخې چې د لندن د سیاسي او اقتصادي علومو د یوې څانګې یا (اېل اېس ای) له خوا تر سره شوې، دا په ډاګه کوي چې د اوسپنیز توپان په نوم د پیل شویو عملیاتو واقعیت بل ډول دی. د تر لاسه شوو کره استخباراتي معلوماتو له مخې، دغو عملیاتو پر طالبانو او د نشه یي توکو پر قاچاق کوونکو شبکو هېڅ اغېزه نه درلوده. نو پوښتنه دا ده چې امریکایانو بیا څه شی خپله موخه ګرځولي وو؟! دا هغه پوښتنه ده چې ډاکټر ډيویډ منسفیلډ یې د دغه فېلم له کتلو وروسته له خپل ځانه کوي.
هغه وایي: «په رښتیا هم چې دا ډېره جالبه وه، زه په برېټانیا کې ناست وم او دغه بریدونه مې له نږدې پنځه نیم زره کیلومتره لرې واټنه کتل، که څه هم د توغندیو دقت سم و، خو زه یوازې په دې فکر کې وم، چې په دغو بریدونو کې به څه شی په نښه شوي وي؟»
ډاکتر منسفیلډ هغه څوک دی چې له دوو لسیزو زیاته موده کېږي، چې په افغانستان کې د تریاکو تجارت څاري. هغه وایي چې د هیرویینو تولید یو ډول نښې له ځانه سره لري چې هغه نښې په دې ویډیو کې نه لیدل کېږي.
له څو میاشتنیو څېړنیزو کارونو وروسته، هغه هم داسې چې څېړونکي یې تر ډېره له ورځنیو نظامي زده کړو سره بلدتیا درلوده، اصلي موضوع ته متوجه شول. سره له دې چې امریکایي ځواکونو د دغو عملیاتو په تر سره کولو لوړ لګښتونه وکړل، خو ډاکتر منسفیلډ او ډله یې اوسمهال پر دې ډاډه ده چې د امریکا هوایي ځواکونو پرمختللو الوتکو یوازې څو خټین کورونه په نښه کړل.
د هیرویینو د جوړولو د صنعت غوړېدل
د افغانستان پر جګړې چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه هم ورته وایي، د تاریاکو اغېزه ډېره احساسېږي. له دې لارې نه یوازې دا چې وسله وال طالبان خپلې مالي سرچینې تامینوي، بلکې د نورو ترهګرو ډلو لپاره هم غوره عایداتي سرچینه ده. ترڅنګ یې په افغاني ټولنه کې د پراخ فساد منبع هم ده.
لیکوال وايي، په ۲۰۱۶ ز کال کې افغانستان ته له سفر وروسته په دغه هېواد کې د کوکنارو د کښت له اصلي واقعیت سره ښه اشنا شوم. په دغه سفر کې زه یوې داسې سیمې ته ولاړم، چې د حکومت تر کنټرول لاندې پکې په پرېمانه پیمانه تاریاک کرل شوي وو، بزګرانو یې د هېڅ ډول ډار او وېرې احساس نه کاوه، په داسې حال کې چې دغه سیمه د مزارشریف له هوایي ډګر څخه یوازې نیم ساعت وړاندې پرته وه.
بزګر چې څنګ ته یې یو ځوان ولاړ او کلاشینکوف ورسره و، په ډېر ډاډ سره راته وویل: «له هغه مه وېرېږه، هغه محلي پولیس دی».
په داسې حال کې چې د افغانستان د قوانینو له مخې، د هیرویینو جرم ځینې وختونه کېدای شي، په اعدام تمام شي، خو دغه محلي پولیس په ډېرې اسانۍ سره د بي بي سي خبریال ته لاره وکړه چې دغه کښت ته ولاړ شي.
بې ساری تولید
په ۲۰۱۷ ز کال کې نو نور داسې نښې نشته چې له نشه یي توکو سره د ائتلافي ځواکونو د ناکامې مبارزې لپاره دلیل شي.
د اوسپنیزو عملیاتو له پیل څلور ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې سازمان اعلان کړی و، چې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې د کوکنارو په کښت کې ۱۲۰ زره هکټاره زیاتوالی راغلی دی. کله چې امریکایي او برېټانوي ځواکونو په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان برید وکړ، هغه مهال د دغه هېواد په ۷۴ زره هکټاره ځمکه کې تریاک کرل شوي وو، په داسې حال کې چې اوسمهال دغه کچه ۳۲۸ زره هکټاره ته رسېدلې چې ۴۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
یوازې د تریاکو په کښت کې زیاتوالی نه دی راغلی، بلکې تر دې وړاندې به د دغه بوټي شیره راټولېدله او بیا د تصفیې په موخه نورو هېوادونه په قاچاقي ډول لېږل کېده، خو اوسمهال د څېړنو له مخې، له نیمایي زیات تاریاک همدلته په هيرویینو او مورفینو بدلیږي، چې دغه کار نه یوازې په قاچاق کې اسانتیا راوستې، بلکې د قاچاقبرو او تروریستي ډلو په ګټه کې یې د پام وړ زیاتوالی هم راوستلی دی. د ځینو راپورونو له مخې، یوازې تروریستي ډلې د دغه بوټي له کروندګرو څخه ۲۰ سلنه باج اخلي.
پر امریکا یې اغېزې
په افغانستان کې د نشه یي توکو دغه بې ساري زیاتوالي نه یوازې دا چې پر دغه هېواد ناوړه اغېزه کړې، بلکې ترڅنګ یې پر اروپا او امریکا هم بدې اغېزې کړې دي. سپینې ماڼۍ په ۲۰۱۷ ز کال کې له همدې کبله په ځینو ایالتونو کې اضطراري حالت هم اعلان کړ. په امریکا کې همدا اوس له دوو میلیونو زیات خلک پر نشه یي توکو روږدي او له دې کبله د مړینې کچه د موټرونو د ټکرونو او له نورو وسله والو نښتو څخه زیاته ده.
د ځینو نړیوالو سازمانونو په حواله، د نړۍ ۹۰ سلنه هیرویین له هغو تریاکو څخه تر لاسه کېږي، چې په افغانستان کې کرل کېږي. دغه راز د اروپا په ۹۵ سلنه او د امریکا په ۹۰ سلنه بازارونو کې د افغانستان هیرویین پلورل کېږي، خو د نشه یي توکو پر وړاندې د امریکا د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان یوازې یو سلنه هیرویین په امریکا کې پلورل کېږي او پاتې نور ټول هیرویین په مکزیک او د جنوبي امریکا په نورو هېوادونو کې تولیدیږي.
خو په دې وروستیو کې یاد وزارت ویلي، چې که له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو په دغه هېواد کې به د نشه یي توکو بیې په کم ساري توګه راولوېږي.
نظامي اقدام
د اوسپنیز توپان عملیاتو ډېر ساده منطق درلود. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د هغه وخت قوماندان جنرال جان نېکولسن پر نشه يي توکو تر برید یوه ورځ مخکې خبریالانو ته وویل: «موږ دا ځل هغه سیمې خپله موخه ګرځوو، چې طالبانو ته تر بل هرڅه مهمې دي، یعنې دوی ته مالي سرچینې دي».
امریکایي پوځي چارواکي په دې اند وو، چې که د نشه یي توکو کارخونې چې د طالبانو نږدې ۶۰ سلنه مالي سرچینې جوړوي، په نښه کړو او له منځه یې یوسو، نو په دې سره به دغه ډله کمزورې شي. دوی غوښتل چې هغه کار وکړي، کوم یې چې په سوریه او عراق کې د داعش د له منځه وړلو لپاره کړی و. دوی په دغو هېوادونو کې د داعش په مالي سرچینو چې له نفتو څخه په لاس راتلې، بریدونه وکړل او له منځه یې یوړل، چې دغه څه د یادې ډلې ملا ماته کړه، خو په افغانستان کې بیا دغه تجربه ناکامه شوه، ځکه د نشه يي توکو پر مرکزونو له بریدونو وروسته هم امریکا خپلې موخې تر لاسه نه کړای شوای.
ډاکتر منسفیلډ وایي، کله مې چې په هلمند کې د نشه یي توکو پر مرکزونو د بریدونو ویډیو ولیده، نو ما ولیدل چې هلته هېڅ داسې نښې نه وې موجودې چې دا ترې ثابته شي، چې ګواکې دغه دې د هیرویینو مرکزونه و اوسي.
اسماني څارونکی
ډاکتر منسفیلډ پوهېدو چې د ده ادعاوې به د پوره او کره شواهدو له وړاندې کولو پرته ونه منل شي، نو له همدې کبله یې له السیس سره اړیکه ونیوله، السیس هغه برېټانوي شرکت دی چې له جغرافیوي تحلیلونو په ګټې اخیستنې تاسو ته وایي چې په لرې پرتو سیمو کې څه تېرېږي.
دغه شرکت په لومړي سر کې هغه سیمې پیدا کړې چې امریکایي ځواکونو بمبارد کړې وې او وروسته یې بیا د سپوږمکۍ لوی ارشیف ته مراجعه وکړه، چې دا پکې ومومي چې له برید وروسته په یاده سیمې کې څه تېر شوي وو. که څه هم دغه دومره ساده کار نه و، خو بیا هم پر دې وتوانېدل چې ۳۱ ودانۍ وپېژني.
خو د السیس او منسفیلډ له څېړنو وروسته دا په ډاګه شوه، چې په هغه سیمه کې یوازې په یوه کور کې هیرویین تولیدېدل او د څنګ په کور کې یې تولید شوي هیرویین په بوشکو کې ساتل کېدل چې نږدې ۲۰۰ بوشکې به وې.
سیمې ته تګ
اوس نو ډاکتر منسفیلډ چې د بریدونو ځایونه ورته مالوم وو، تصمیم ونیو چې خپلې څېړنې نورې هم پراخې کړي، نو په افغانستان کې یې له څېړونکو ډلو وغوښتل چې د یادې سیمې له اوسېدونکو سره له نږدې خبرې وکړي. د سیمې له خلکو سره تر مرکو وروسته دا په ډاګه شوه، چې د امریکایي ځواکونو معلومات تر یوې کچې سم وو، خو هغه فابریکې چې په نښه شوې وې، ډېرې پخوانۍ وې او د برید پر مهال ترې ګټه نه اخیستل کېده.
د مرکه کوونکو په وینا، د دغو فابریکو او مرکزونو کار دایمي نه و او له نږدې شپږو میاشتو راپدېخوا پکې څه نه تولیدېدل او له بل پلوه، د فابریکې له منځه وړل هم دومره لوی کار نه و، ځکه چې کېدی شوی یوازې په یو څو ورځو کې بېرته فعاله شي.
په دغو بېکاره فابریکو کې نه هیرویین تولیدېدل، نه پکې کېمیاوي توکي او نه هم پکې وسلې ساتل کېدې، نو له همدې کبله پر دغو مرکزونو بریدونه تقریباً بې ګټې وو. د منسفیلډ او د هغه څېړنیز ټیم په خبره، د دغو فابریکو ارزښت یوازې لس زره ډالره کېده.
هغه پوښتنه کوي: «د خټینو کورونو بمبارول به د هغو قاچاقبرو په پیسو څه اغېز وکړي، چې له دې لارې په میلیونونو ډالره ترلاسه کوي. زه فکر کوم چې په افغانستان کې مېشت قوماندانان به په واشنګټن کې د لوړپوړو چارواکو تر فشار لاندې وي، ځکه دوی پر دې ښه پوهېدل چې دغه کار یې اغېزمن نه دی».
په رهبري کې بدلونونه
د دغو عملیاتو ستراتېژیک ارزښت یوازې د ډاکتر منسفیلډ لپاره د پوښتنې وړ و. له دغو عملیاتو څو میاشتې وروسته د امریکا د هوایي ځواکونو قوماندان هېډر ویلسن چې د دغو بریدونو په لګښتونو اندېښمن و، په ۲۰۱۸ ز کال کې اعلان وکړ چې نور نو باید د نشه یي توکو پر مرکزونو د بریدونو لپاره باید F-22 او B-52 ډوله لویې الوتکې ونه کارول شي، ځکه چې د دغو الوتکو قیمت ۱۴۴ میلیون ډالره او د پرواز لګښت یې په یوه ساعت کې ۳۵ زره ډالره و.
بالاخره د ۲۰۱۸ ز کال په سپټمبر کې د نېکولسن دنده پای ته ورسېده او پر ځای یې جنرال اسټين مېلر د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو، چې په دې سره د اوسپنیزو عملیاتو لړۍ هم پای ته ورسېده.
د نوي قوماندان په راتلو سره، د نشه يي توکو د مرکزونو پر ځای په مستقیمه توګه پر طالبانو هوایي بریدونه زیات شول، څو له یوې خوا دوی ته دا وښیي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او له بل لوري پر دوی پوره فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
نو له همدې کبله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه قوماندان له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: «په داسې حال کې موږ په مستقیمه توګه طالبان په نښه کولای شو، نو اړتیا څه ده چې د هیرویینو پر مرکزونو بریدونه وکړ؟!»
اوسپنیز توپان د نشه یي توکو پر تولید څه اغېز درلود؟
ډېر لږ. کله چې د نشه يي توکو د مرکزونو پر وړاندې یاد عملیات پای ته ورسېدل، د امریکا د پوځ راپورونو په ډاګه کړه چې لا هم نشه یي توکي په هماغه لوړه کچه کرل کېږي او تولیدیږي.
د ملګرو ملتونو څېړنو هم وموندله چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د تاریاکو کښت په لوړه کچه و او په ۲۶۳ زره هکټاره ځمکه تریاک کرل شوي وو، چې د تېر(۲۰۱۷ ز کال) په پرتله پکې ۲۰ سلنه کموالی راغلی. خو دغه کموالی هم د نظامي عملیاتو له کبله نه و. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د تاریاکو د کښت دغه کموالی په افغانستان کې د وچکالۍ او د قیمتونو د کموالي له کبله و.