افغانان تل د آی ايس آی (ISI) له لاسوهنې سر ټکوي چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ښکاره لاس لري. پخوا د شوروي کې جي بي (KGB) په اړه هم ورته خبرې کېدې. له سي آی اې هم شکایت کېږي او افغانان ورباندې د افغانستان په چارو کې له لسیزو را پدېخوا د لاسوهنې له امله نيوکې کوي. په باندنیو استخباراتو کې د خپل هېواد د روان ناورین د پړې اچولو له لارې مو له باندنیو ادارو یوه لویه بلا جوړه کړې او تل مو داسې جوته کړې، چې ګوندې دوی نه ماتېدونکي، له هره اړخه پوره او منظمې ادارې دي او همدا لامل دی چې د افغانستان د وخت ادارې له دوی څخه د ځان ژغورنې وړتیا نه لري او دوی په استخباراتي لوبه کې پر افغانانو برلاسي دي.
په دې کې شک نشته چې د نړۍ بېلابېلې استخباراتي ادارې چې د افغانستان په چارو کې وخت ناوخت مداخلې کوي، د خپلو موخو په تکل کې په افغانستان کې بریالي پاتې شوي دي، خو دا ګڼل چې دا ادارې ډېرې پیاوړې دي او فوق العاده وړتیا لري، یوه ناسمه انګېرنه ده. د یادو ټولو ادارو ژوره څېړنه دا را برسېره کوي چې یادې استخباراتي ادارې دومره منظمې، په خپل کار پوره برلاسې او ډېرې پیاوړې نه دي. د ټولې نړۍ استخباراتي او سیاسي ادارې ستونزې لري او هغه استخباراتي کړۍ چې په افغانستان کې ښکېلې دي او یا هم پخوا یې په افغانستان کې کار کړی، له دې خبرې مستثنی نه دي. یادې ټولې ادارې خپلمنځي ناهمغږي، په چارو کې له یو بل سره سیالي (Turf war) او په خپلو کې د رقابت له کبله تل له ستونزو او کورنیو شخړو سره لاس او ګرېوان دي. همدا ادارې د یو بل د کار کولو طریقه نه خوښوي چې له کبله یې دغه اداري واحدونه له یو بل سره ګډ کار نه کوي.
په نړۍ کې داسې ډېرې بېلګې شته چې دغو ادارو په خپلو کې ستونزې درلودې چې له کبله یې د دوی چارې ټکنۍ شوې دي. د دغه ډول حالت ژوندۍ بېلګه د ریچارډ هالبروک په وخت کې د هېلري کلېنټن او هالبروک په خپلو کې د اړیکو ترینګلتیا ده. د دواړو امریکايي مشرانو خپلمنځي سیالي د دې لامل شوې، چې هالبروک او په ټوله کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلې چارې هغسې چې لازمې وې، سمبال نه کړی شوې. په دې اړه د ولي نصر په نوم د هالبروک د یو ایراني الاصله امریکايي سلاکار د مقالو ټولګه شته. په دغه ټولګه کې ولي نصر وايي چې هېلري به دوی کار ته نه پرېښودل.
همدا راز په هند کې د دغه هېواد استخباراتي ادارې ډېری وخت آن حاضرې نه وي چې په خپلو کې سره خبرې وکړي. د هندوستان انټیلیجنس بیورو (IB) او را (RAW) په خپلو کې سره وران وي. دا دواړه ادارې خپلمنځي ستونزې لري. د ادارو د ناهمغږۍ ترڅنګ، پخپله ادارې هم د وړتیاوو له مخې له ستونزو سره مخ وي. که د پاکستان نظامي استخباراتي ادارې ته کتنه وکړو، نو په څرګنده توګه پکې لیدل کېږي چې د دغه ادارې کارکوونکي په هغه کچه کاري وړتیا چې ورته ضرورت دی، نه لري. په دې اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال اسد درانی ډېرې کیسې لري. له دغه کیسو یوه یې دا هم ده چې کله یاد جنرال په آی اېس آی کې پر دنده ګمارل کېدو، نو دغه ادارې د جنرال په اړه پلټنه کوله. په دې موخه د استخباراتو یو کارکوونکی د جنرال دراني د خسر کور ته ځي. دا چې د جنرال د خسر کورنۍ په کور کې نشته، نو یاد استخباراتي شخص د څنګ د کور له ساتونکي د جنرال دراني د کورنۍ په اړه پوښتنه کوي، چې په ځواب کې ورته ویل کېږي چې دا کورنۍ ښه خلک دي. جنرال درانی وايي چې د همدې پلټنې په بدل کې هغه په استخباراتو کې پر دنده ګمارل کېږي.
له پورتني بحث وروسته پوښتنه را ولاړېږي چې ولې دغه باندنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې برلاسې دي؟ د افغانستان په استخباراتي جګړه کې د وروسته پاتې والي بنسټیز لامل دا دی چې دغه ادارې د دې پر ځای چې هېواد ته د پېښو باندنيو خطرونو پر ضد فعالیت وکړي، د تاریخ په اوږدو کې دا ادارې د خپلو خلکو په څارلو او ترورولو باندې بوخته پاتې شوې دي. همدا راز، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان استخباراتي ادارې تر ډېره بریده سیاسي پاتې شوې دي او د بېلابېلو ډلو- ټپلو چوپړ ورته له هېوادنۍ دندې لومړیتوب درلودلی دی. همدا لامل دی چې د افغانستان استخباراتي ادارې له خپلو سیالانو څخه دوه ګامه شاته روانې پاتې شوې دي.
بلخوا، ډېری وخت افغان حکومتونو د خپلو کورنیو ناکاميو د پټولو لپاره له باندنیو استخباراتو څخه د لاسپاکي په توګه کار اخیستی دی. په امنیتي چارو کې ناکامي، ناسمه حکومتولي او د سیاسي بې ثباتۍ لاملونو د لټولو پر ځای تل هڅه شوې چې باندني ملامت شي او په دې ډول ځان له مسوولیته خلاص کړي. دا چې په وار وار حکومتونه د باندنیو استخباراتي ادارو نوم اخلي، نو دا بیا د دې لامل کېږي چې یادې استخباراتي کړۍ د یوې سترې بلا او نه مهارېدونکي خطر په توګه را څرګند شي چې منفي اغېز یې بیا د هېواد په ادارو او ولس هم پرېوځي.
دا چې افغانستان له یوې استخباراتي جګړې سره مخ دی او ډېرې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې کار کوي، نو په لومړي سر کې باید حکومت او ولس د خپلو استخباراتي ادارو سرښندنې، زحمتونه او هلې ځلې وستایي، څو د دغو ادارو مورال لوړ شي. دا اوس سره له ټولو ستونزو د افغانستان استخباراتي ادارې په خورا مېړانه د سیمې او نړۍ له کابو ټولو استخباراتي شبکو سره مبارزه کوي. په دویم ګام کې د افغانستان حکومت باید له استخباراتي ادارو سره په ګډه کار وکړي، څو دغه ادارې له سمتي او سیاسي تړاوونو څخه پورته لید پیدا کړي او خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي، خو تر هغې هم د مخه حکومتونه باید د استخباراتي کړیو لاسوهنې د کور دننه له ستونزو څخه بېلې او خپلې کورنۍ ستونزې وبولي. په دغه کار سره به استخباراتي ادارې وکولای شي چې پر خپلو چارو باندې په مسلکي ډول تمرکز وکړي.