د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ټاکنو د کمېسیون د اعلان له مخې نږدې دری میاشتې پاتې دي، د ټاکڼو کمېسیون وايي، ژمن دي چې دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او پرته له کوم ځنډه تر سره او پایلې به یې هم ژر اعلان کړي، خو پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او عام خلک اندېښنه لري، چې ګوندې په ولسمشریزو ټاکنو کې به هم د ولسي جرګې د ټاکنو تجربې تکرار شي.
ټاکنې یا انتخابات
ټاکنې د پرېکړې کونې یوه رسمي پروسه ده، چېرې چې خلک یا وګړي د حکومتي منصب د نيونې په موخه یو څوک ټاکي. ټاکنې خلکو ته په خپل حکومت کې د دې آزادي ورکوي، چې د خپلې خوښې کسان، چې دوی فکر کوي له نوموړو څخه د حکومت په کچه ښه استازيتوب کولی شي، وټاکي. ټاکنې همداشان خلکو ته د دې زمینه برابروي، چې وکړای شي د هغو ډول ډول قوانینو او پالیسیو په اړه چې د رايې ورکونې په پاڼه کې ځای پر ځای شوي دي، خپلې رایې ورکړي. دغه پروسه د هر هېواد د وګړو یوه برخلیک ټاکونکې پروسه ده. که څه هم په افغانستان کې لا ټاکنې ځوانې دي، خو بیا هم موږ په تېرو دوو لسیزو کې د دریو دورو ټاکنو شاهدان وو او اوس باید ډېر ښه وپوهېږو چې د ټاکنو ارزښت زموږ د برخلیک په ټاکلو کې څومره اړین او مهم دی. که خلک د ټاکنو له ارزښت نه په سمه توګه خبر شي، نو د خپل برخلیک په ټاکلو کې به له ډېر فکر او غور نه کار واخلي؛ ځکه هېڅوک هم نه غواړي چې راتلونکې يې خرابه شي.
خلک ولې بې باوره دي؟
ډېری افغانان د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو له لانجو او جنجالو وروسته چې بالاخره پکې په افغانستان کې د ملي یووالي په نوم ګډ حکومت رامنځ ته شو، د ټاکنو پروسې او بهیر ته د شک په نظر ګوري. دوی داسې انګېري چې ګوندې په افغانستان کې ټاکنې تر ډېره یوه نمایشي پروسه ده او په اصل کې سیاسي جوړجاړی مهم دی. د خلکو دغه باور ته هغه وخت لا ډېر زیان رسېږي، کله چې دوی د ولسي جرګې تېرې ټاکنې تجربه کوي، چې د ځینو ولایتو پایلې ان له څو میاشتو ځنډ وروسته له اعتراضونو او جنجالونو سره یو ځای اعلان شوې.
د ولسي جرګې دغو ټاکنو ولس تر پخوا څو چنده لا پر دغه ولسي او ډیموکراټیکه پروسه بې باوره او پر خپله رایه پښېمانه کړ. لومړۍ ستونزه د رايې اچونې پر ورځ د کمېسیون تخنیکي ستونزې وې چې ډېری کسانو ونه شوی کولی چې د تخنیکي ستونزو له امله خپله رایه وکاروي. همدارنګه ټاکل شوې وه چې د رايې اچونې بهیر به یوه ورځ دوام کوي، خو دویمې ورځې ته هم رایې اچونې دوام پیدا کړ.
تر هغې وروسته د پایلو د اعلان مسئله دومره وځنډېده چې ان ځینو خلکو او نوماندانو لاریونونه وکړل. همدارنګه د پایلو پر وخت نه اعلان د خلکو باور پر دغه بهیر نور هم زیانمن کړ او دا شک يې ورته پر یقین بدل کړ چې د ولس او خلکو رایه ارزښت نه لري، بلکې اصلي خبره سیاسي جوړجاړی دی.
همدارنګه د ټاکنو پر کمېسیون د فساد او بډو اخیستو تورونه هم ولګېدل او داسې ویل کېږي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې لکونه ډالر لاس په لاس شوي او دا شک هغه وخت پر رښتیا بدل شو چې حکومت د ټاکنو کمېسیون ډېری کارکوونکي له دندو لرې او ان ځینې يې څارنوالۍ ته معرفي کړل.
دا ټول هغه څه وو، چې د خلکو او ولس باور يې د ټاکنو پر بهیر زیانمن کړ او داسې انګېري چې په افغانستان کې ټاکنې هسې نمایشي بهیر دی او تر ډېره سیاسي جوړجاړی مهم دی، نو اړتیا نشته چې خلک دې د دومره پراخو امنیتي ګواښونو سره سره د رایې اچونې په پروسه کې ګډون وکړي.
پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او د دغه بهیر ځينې شنونکي هم وايي، چې پر ټاکنو د خلکو باور خورا راکم شوی او دا کم باور به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم زیانمنې کړي.
د ولس اراده که سیاسي جوړجاړی؟
یوه ډله شنونکي باور لري، چې د تېرو دورو ټاکنو ته په کتو د خلکو رایو ته ډېر کم ارزښت ورکړل شوی او تر ډېره د خلکو او ولس د ارادې ځای سیاسي مصلحت او یا هم پیسو نیولی دی. دوی وايي، په حکومت کې سهامي شرکت، د ولسي جرګې د پایلو په ځنډ اعلان او وخت ناوخته د ټاکنو د نېټو وروسته کول هغه څه دي، چې له مخې يې داسې معلومیږي چې په افغانستان کې د واک وېش تر ډېره پر سیاسي مصلحتونو او جوړجاړیو ولاړ دی، خو ځينې نور يې بیا باور لري چې د افغانستان سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ته په کتو، ځينې وخت د ټاکنو په پروسه کې ځنډ، خنډ او ځينې نورې تخنیکي ستونزې رامنځته کېږي، خو دا ستونزې او نیمګړتیاوې په ټوله کې دا مانا نه لري چې ګوندې حکومت او سیسټم د ولس ارادې ته په کمه ګوري او هغه تر پښو لاندې کوي. دوی دا هم وايي چې د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو ځنډېدل ممکن د پایلو په ښه او رڼه توګه د اعلان لپاره وي.
خو په ټوله کې نن سبا پر دغه پروسه د ولس باور بایللی ښکاري او داسې اندېښنه شته چې دغه بې باوري به د ټاکنو را روان بهیر ټکنی او له ستونزو سره مخ کړي. ځينې عام خلک او ان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځينې نوماندان وخت ناوخت دا اندېښنې هم شریکوي چې ګوندې موجوده حکومت د خپل ځان په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، خو حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړي او وايي چې د ټاکنو چارې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سمبالوي، نه حکومت.
د خلکو رول او مسوولیتونه
ویښ او ژوندي ملتونه تل خپل راتلونکی په خپله ټاکي. هغه ملتونه چې ویښ وي، د خپل حق پوښتنه په خپله کوي او نه پرېږدي چې سیاسیون او یا کوم بل څوک يې پر راتلونکي لوبې وکړي. ټاکنې د حکومتي منصب لپاره د خلکو د پرېکړې کولو قانوني او ډیموکراټیک حق دی. ولس مسوولیت لري چې په دغه پروسه کې په خپل ګډون سره هغه خلک واک ته ورسوي چې دوی فکر کوي، نوموړي د دوی د خوښې او ارادې ښه تمثیل کولی شي.
حکومتونه خلک جوړوي او همدا خلک مسوولیت لري، چې له حکومتي چارو نه څارنه وکړي او که د دوی د ارادې او خوښې تمثیل پکې نه کېږي، د مدني اعتراضونو له لارې يې ورته پام راوګرځوي.
د ټاکنو په بهیر کې هم د ولس رول او ونډه یوازې تر رایې اچونې پورې محدوده نه ده، بلکې دا د ولس حق دی چې له دغې پروسې نه څارنه وکړي او که ستونزه ویني، باید غږ پورته کړي. همدارنګه ولس باید متوجه اوسي چې تر رایې اچونې وروسته يې څوک پر رایو او اراده نامشروع معامله ونه کړي او که داسې احساس کوي، باید چوپ پاتې نه شي او خپل غږ اوچت کړي. له بده مرغه به ووایم چې زموږ ولس هم خپل رسالت او مسوولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی، سمه ده چې په سختو امنیتي شرایطو کې د ټاکنو په پروسه کې برخه اخلي، خو بیا يې نه نظارت کوي او نه د خپلې رایې او ارادې پوښتنه، نو کله چې ولسونه د خپلو خوړل شویو حقونو پر وړاندې چوپ پاتې شي، هغوی به له همداسې پایلو سره مخ کېږي.
تللی باور بیا څنګه راتلی شي؟
اوس د ټاکنو کمېسیون ته څه پکار دي چې د خلکو زیانمن شوی باور پر دغه پروسه باندې پیدا شي؟
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ټاکنو کمېسیون باید په خپلو پرېکړو او خپلو چارو کې له جدیت څخه کار واخلي، ولس ته باید وښيي چې دا کمېسیون رښتیا هم یو خپلواک کمېسیون دی او کولی شي چې خپلواکې پرېکړې وکړي. همدارنګه د زورواکو پر وړاندې هم جدي واوسي، پرې نه ږدي چې د دوی په چارو کې زورور کسان لاسوهنه وکړي، ان حکومت ته باید دا زمینه برابره نه کړي چې د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.
همدارنګه باید له خپلو کړو پرېکړو څخه په کلکه دفاع وکړي او عملي يې کړي او تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې په دغه کمېسیون کې د بډو اخیستو او فساد مخنیوی وکړي. فساد دی چې دغو ټولو بې باوریو ته لاره هواروي. په تېرو پارلماني ټاکنو کې یوه لویه ستونزه د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د ظرفیتونو ټیټوالی و، دوی د بایومټریک له الې کار اخیسته، خو خپلو کارکوونکو ته يې سمه روزنه نه وه ورکړې، نو دا ځل باید تر ټولو لومړی د خپلو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو ته کار وکړي چې د ټاکنو پر ورځ يې چارې له خنډ سره مخ نه شي.
د دې ترڅنګ باید پر اعلان کړې نېټه ټاکنې وکړي او پایلې يې ډېر ژر له خلکو سره شریکې کړي. دا چې شاخوا دری میاشتې ټاکنو ته پاتې دي، دوی باید د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ او پلي کړي. خلکو ته د رسنیو او نورو تبلیغاتي لارو د ټاکنو د ارزښت په اړه معلومات ورکړي. د ټاکنو په ورځ باید د حکومت په مرسته ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره کړي، چې په دغه پروسه کې برخه واخلي؛ ځکه د ټاکڼو یو اصل عمومي والی دی.
د حکومت مسوولیت
حکومت تر ټولو لومړی باید خلکو ته د سراسري ټاکنو زمینه برابره کړي، داسې ټاکنې چې د افغانستان د ګوټ ګوټ اوسېدونکي پکې برخه واخلي، لکه مخکې مو چې وویل، د ټاکنو یو اصل ټولیزتوب دی، نو حکومت مسوولیت لري چې دا زمینه خلکو ته برابره کړي.
د دې ترڅنګ حکومت باید خپل بې پرېوالی وساتي او داسې زمینه برابره نه کړي چې ولس پرې د مداخلې کولو له امله شکمن شي. همدرانګه حکومت مسوولیت لري چې د ټاکنو له کمېسیون سره په هغو برخو کې پوره پوره مرسته وکړي چې په حکومت پورې اړه لري.
د رسنیو ونډه او رول
رسنۍ د ټاکنو د پروسې په څارنه کې مهم رول لوبوي. د ټاکنو د پروګرامونو او کمپاینونو تر پوښښ لاندې راوستلو سره، رسنۍ د دې ډاډ ورکوي، چې خلک د هغه څه په اړه چې روان دي، خبر کړي. د رسنیو له لوري د ټاکنو په سمه توګه تر پوښښ لاندې راوستل کولی شي چې د ټاکنو، نوماندانو، او د ټاکنو د اړونده مسئلو په اړه د خلکو په مالوماتو کې زیاتوالی راولي.
د رسنیو په مرسته د ټاکنو تر پوښښ لاندې راوستل او د نوماندانو د کاري چوکاټ او د ټاکنو په اړه يي څېړنې، رايي ورکوونکو ته د هر نوماند په اړه د اړینو مالوماتو د تر لاسه کولو زمینه برابروي، څو هغوی وکړای شي چې د رايې ورکونې په ورځ د خپلې خوښې د نوماند په اړه په پوره پوهاوي سره رايې ورکړي. پر دې سربېره، دغه کار رايې ورکوونکو ته په رایې ورکونه کې د ګډون په موخه د رايې ورکونې ورځ، ساعت او د رايې ورکونې د مرکزونو په اړه کره مالومات هم ورکوي.
رسنۍ تر بل هر څه د ټاکنو د بهیر په څارلو کې ډېره زیاته او ستره ونډه پر غاړه لري. همدا رسنۍ دي چې خلک د ټاکنو د روانې پروسې له پړاو پړاو څخه خبروي او د ننګونو او بریاوو په اړه ورته کره معلومات ورکوي. د نوملیکنې له بهیر نه نیولې ان د رایې اچونې تر ورځې پورې رسنۍ ملي او ژورنالیستیک رسالت لري چې باید ولس ته رښتیني، کره او بې لوري معلومات ورکړي. که رسنۍ نه وي او یا هم خپل مسوولیت په سمه توګه سرته ونه رسوي، نو ولس به څنګه پوه شي چې څوک د دوی د رايې اصلي حقدار دی.
همدارنګه څنګه به پوه شي چې کوم نوماند په واقعي ډول د دغه هېواد او خلکو خادم او مشر کېدای شي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خو لسګونه تنه ځانونه نوموي چې د ډېرو لاسونه يې د دغه ملت په وینو سره دي، خو همدا رسنۍ کولی شي چې خلکو ته د دغو جنایتکارانو اصلي څېرې وښيي او د هغوی پر مخ اچول شوي نقابونه لرې کړي. همدا رسنۍ دي چې د خپلو بېلابېلو خپرونو پر مټ د نوماندانو د پوهې، د هغوی د شخصي ژوند او سیاسي ریښې په اړه معلومات ورکوي او بالاخره ولس او وګړي قضاوت کوي، چې څوک او یا کوم کاندید يې د باور وړ دی.