پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

باډي لنګوېچ

ژباړه: امان الله «حنیفي»

جولای 2, 2019
in لیکنې
0 0

حتماً به د اړیکو په ساتلو کې د باډي لنګوېچ یا لاسونو او سترګو په واسطه د خبرو کولو له ارزښت سره اشنا یاستی. موږ په همدې مقاله کې تاسې ته د باډي لنګوېچ په ارزښت او په اړیکه ساتلو کې د هغه پر رول خبرې کوو. که غواړی پر دې هرڅه پوه شی، دا مقاله تر پایه ولولئ. کله چې له نورو سره خبرې کوی، دا وخت ستاسې ذهن پرته له دې چې تاسې دې دغه حرکتونه په خپل کنټرول کې راولی، ستاسې د بدن ځینې غړي چې عمده یې لاسونه او سترګې دي، ستاسې د افکارو او خبرو د لېږد لپاره پر حرکت راځي؛ ځکه خو باډي لنګوېچ مخاطب ته د هغه څه په لېږد کې چې تاسې یې په خبرو کې نه وايی، مرسته کوي. د باډي لنګوېچ پر ځای استعمال، د هرې اړیکې د محکم ساتلو او خپلې اصلي موخې ته د رسېدو تر ټولو ښه لار ده. موږ دلته د ځینو هغو مهمو حرکتونو یادونه کوو، چې له خبرو کولو پرته، له موږ سره  د پيغام په رسولو کې مرسته کوي:

۱ـ د ځمکې پر لور د لاسونو خلاص نیول

په باډي لنګوېچ کې دغه ډول حرکت پر ځان د اعتماد او باور لرلو څرګندونه کوي او داسې ښيي چې تاسې څه وايی، پر هغه پوره پوهېږی. خو ممکن ځینې وخت ستاسې د سخت دریځۍ او انعطاف ناپذیرۍ ښکارندويي هم وکړي. د ځمکې پر لور د لاسونو خلاص نیول، داسې چې د ګوتو ترمنځ مو فاصله او ګوتې مو شخې وي، خپله د تسلط، مبارزې او قدرت لرلو ښکارندويي کوي. کله چې له تاسې سره څوک په خبرو کې داسې حرکات کوي، مانا یې دا ده چې نوموړی/نوموړې یوه زره هم له خپل دريځ څخه نه په شا کېږي او تاسې باید د هغه دریځ ومنئ.

۲– شا ته د لاسونو تړل

د لاسونو دا ډول حرکت معمولاً پر ځان د باور لرلو نښه ده. ځکه د دغه حرکت پر مهال بدن مخ لوري ته یو څه مایل او د بدن ځینې نور غړي هم پر حرکت او ټکان راځي. لکه دا وخت سر یو ځل ځوړند او بیا د غرور په ډول بېرته پورته غورځول کېږي، اوږد قدم اخیستل کېږي او معمولاً د دغه حرکت پر مهال سړی موسک وي. دا حرکت ډېری په نرانو کې لیدل کېږي او ښه ده چې د دغه حرکت پر مهال مو د سترګو په واسطه خپل معلوم هدف یا لوري ته اشاره وکړی. که مو کله ونه شوای کړای چې د لاسونو په واسطه پر ځان د باور لرلو ښکارندويي وکړی، ښه ده چې د دغه حرکت په واسطه دا څه روښانه کړی. ځینې کسان بیا د خواشینۍ او اندېښنې پر مهال هم دا حرکت کوي، ځکه دوی ځان یو ډول ملامت احساسوي او د ملامتیا ښودلو لپاره لاسونه تر شا تړي.

۳– کلک موټی نیول

د موټي کلک او ټینګ نیول معمولاً پر خپله اراده د قوي پاتې کېدو ښکارندويي کوي. د بېلګې په ډول، تاسې خپل ځان داسې تصور کړئ چې د فوټبال لوبه کوی، کله چې لوبغالي ته دښکته کېدو پر مهال دا حرکت وکړی، دا ستاسې د ټینګ عزم او د خپلې موخې لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ته ستاسې پر چمتووالي دلالت کوي.

۴– پر زړه لاس نیول

دا حرکت معمولاً داسې ښيي، چې نور بیا د نوموړي/نوموړې نظر او خبر ومنی او پر هغه/هغې باور وکړی. په دې حرکت سره معمولاً ادا کار شخص غواړي چې نورو ته ځان یو ډول صمیم وښيي، خو دا اصلاً د صمیمیت نښه نه ده.  دا حرکت یوازې دا مانا ورکوي چې نور کسان د هغه پر خبره پرته له دې چې هغه دروغ وايي که رښتیا، باور وکړي. دا حرکت مانا دا چې هرڅه وایم، له زړه یې وایم، چل او دوکه نه کوم.

۵– د تورې د وار کولو په څېر د لاس پورته کول

دا حرکت معمولاً د تاکید او تحکم مانا ورکوي. کله چې یو څوک په همداسې انداز خبرې کوي، مانا دا چې کلکه پرېکړه یې کړې او هېڅکله به خپله پرېکړه بدله نه کړي. همدارنګه دغه حرکت ډېر وخت د یوې بېلګې یا لارې د ښودلو لپاره هم پکارېږي. د بېلګې په ډول، یو چا ته د سزا ورکولو لپاره، هغه ته حد اورولو پر مهال دا حرکت اجرا کېږي. که له دغه ډول حرکت سره عادت یاستی، هېڅکله یې د تهاجم راوړلو په موخه مه کاروئ.

۶– یو پر بل د دواړو لاسونو د ګوتو نیول

د دغه حرکت پر مهال، ادا کار کس د دواړو لاسونو ګوتې داسې یو پر بل ږدي، چې د منارې شکل پرې جوړ کړي. دا حرکت پر نفس د باور او پوره اطمینان ښکارندويي کوي. دا حرکت معمولاً د لوبغاړو له خوا هغه وخت ترسره کېږي، چې خپل سیال ته یې د ماتې ورکولو لار موندلې وي. خو پام مو وي چې له زیات استعمال څخه یې ځانونه وساتئ؛ ځکه ډېر وخت پر مقابل لوري د خپل تسلط جاري ساتلو مانا ورکوي.

۷– پر تشو لاس نیول

ځینې وخت په تېروتنې سره له دغه حرکت څخه د مینې نه لرلو مانا اخیستل کېږي؛ خو اصل مانا یې دا ده چې نوموړی کس همدا اوس د کار سرته رسولو ته اماده دی. معمولاً دغه حرکت د ډېر کارکوونکو، ورزشکارانو او فعالو کسانو له خوا ترسره کېږي. کېدای شي ځینې وخت پر مقابل لوري د برترۍ او تحکم لپاره هم ترسره شي. د بېلګې په ډول، ډېر نظامي او قانوني خلک پر وضعیت د کنټرول لرلو پر مهال دا حرکت کوي.

۸– په جیبونو کې لاس اچول

دا حرکت معمولاً پر ځان د باور نه لرلو، وېرې او بې علاقمندۍ په وخت کې ترسره کېږي. کله چې یو چا لاسونه په جیبونو کې اچولي وي، لومړی یې باید تاسې توجه خپل لوري ته را جلب کړئ. حتی که څوک دا هڅه کوي چې خپل رښتیني افکار پټ کړي، همدا په جیبونو کې یې لاسونه اچول درته وايي چې نوموړی/نوموړې څه پټوي او نه غواړي چې تاسې ته یې ووايي. که په باډي لنګوېچ کې لږ څه مهار کس یاستی، د ځینو خاصو حرکاتو په ترسره کولو سره کولای شی له هغه کس څخه پټه خبره هم راوباسی.

۹– د اندازې ښودلو په موخه د ګوتې اشاره

دغه حرکت د یو ډېر خاص مورد د ښودلو لپاره پکارېږي. کله چې تاسې د یوې موضوع پر یو خاص اړخ خبرې کوی، د دغه حرکت  په کولو سره کولای شی مقابل لوري ته د هغه ارزښت روښانه کړی.

۱۰– یو خاص کس ته اشاره کول

د دغه حرکت تر ټولو ښه وخت هغه دی چې  د ترسره کولو پر مهال مو لاس نیم خلاص وي. خو پام مو وي چې دغه په نیم خلاص لاس سره اشاره کله کله د تهاجم مانا هم ورکوي. تاسې کولای شی د دغه حرکت د ترسره کولو په وخت، مقابل لوري ته داسې وښيی چې په اړونده موضوع کې تاسې هم ورسره شریک یاستی. دغه حرکت کولای شي هغه وخت د مقابل کس توجه ستاسې خوا ته راجلب کړي، کله چې هغه په فزیکي ډول له تاسې او په ذهني لحاظ بیا بل چېرته مصروف وي.

۱۱– یو یا دواړو لورو ته دلاسونو خلاصول

دغه حرکت معمولاً د یو اړخ د راجوړېدو او له هغه د اطمینان په خاطر ترسره کېږي. کله چې تاسې خپل دواړه لاسونه دواړو لورو ته خلاصوی، دا وخت تاسې له الفاظو او خبرو سره جوخت د لاسونو یوه ترکیبي ژبه رامنځ ته کوی. دواړو لورو ته د لاسونو خلاصول، د دوو پاشلو او خورو ورو ډلو د یو ځای کېدو مانا ورکوي. حتی د دغه دواړو یا څلو ډلو د یو ځای کېدو پر مهال کولای شی دواړه لاسونه بیخي سره کلک او یو موټی هم کړی.

۱۲– د بازوګانو خلاصول

کولای شی له دغه حرکت څخه هغه وخت استفاده وکړی، کله چې یوې ډلې یا یوه کس ته خبرې کوی. تاسې باید له هغه سره د خبرو پر مهال خپل بازوګان خلاص کړئ او داسې وښيئ چې تاسې هغه په غېږ کې نیسی. په دې سره کولای شی مقابل لوري ته دا روښانه کړی چې غواړی له هغوی سره یو ځای شی. کله چې تاسې د یو چا خوا کې ولاړ وی، کولای شی له دغه حرکت څخه استفاده وکړی او هغه ته داسې وښيئ چې تاسې ورته تر ټولو نږدې کس یاستی. دغه حرکت که پر ځای ترسره شي، د مینې ښودلو تر ټولو پیاوړی حرکت دی.

د باډي لنګوېچ د استعمال پر مهال که تاسې خپل حرکات په کنټرول ولری، کولای شی خپل پيغام مقابل لوري ته په ښه ډول ورسوی. دا حرکات د خبرو کولو په نسبت اغېزناک او د مقابل لوري د راخپلولو تر ټولو ښه وسیله ده.

Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In