استوایي ګیني د افریقا د لویې وچې په منځنۍ او لوېدیځه څنډه کې د ختیځو طول البلدونو د ۹ او ۱۱ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱ او ۲ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۰۷۸۸کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۲۶م لوی هېواد دی. شمال ته یې کامېرون، جنوب او ختیځ ته یې ګابون او لويدیځ ته یې د اتلانتیک سمندر پروت دی.
استوایي ګیني د استوا له کرښې سره د نږدېوالي او د اتلانتیک له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله استوايي هوا لري. د دغه هېواد پلازمېنه د مالابو ښار دی او د وګړو شمېر یې ۱۲ میلیونه تنه اټکل شوی دی. همدا راز د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متره مربع ساحه کې ۲۶ تنه ښودل شوی دی.
۵۰ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۵۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.
د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د څلورو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
باتا، سینتا، اسابیل، ایبیبیان، ایکانوبي، لوبا، انیاسوک او ایوانیانګ یې لوی او مشهور ښارونه دي.
۸۶ سلنه وګړي یې تور فانګ نژاده، ۷ سلنه یې بومي نژاده، ۴ سلنه یې نادوو نژاده او پاتې نور یې د بېلابېلو نژادونو څخه دي. همدا راز ۸۱ سلنه وګړي یې مسیحیان، ۱۰ سلنه مسلمانان او پاتې نور یې د سیمه ییزو دینونو پیروان دي. د دغه هېواد رسمي ژبه هسپانوي او لیکدود یې لاتیني دی.
د استوایي ګیني اساسي قانون د ۱۹۹۱کال د نومبر په ۱۷مه په ملي ټولپوښتنه کې تصویب شو. په دغه قانون کې د ۱۹۹۵ کال په جنورۍ او د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې بدلونونه راغلي دي.
د استوایي ګیني د اساسي قانون د نویو تعدیلاتو له مخې ولسمشر دخلکو په خوښه د ۷ کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولی شي. د دغه هېواد لومړی وزیر، د لومړي وزیر مرستیالان او د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د استوایي ګیني ولسي جرګه ۱۰۰ غړي لري چې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. همدا راز په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله دی او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د اسلام او د هسپانیا په مدني قانون او په خپلو قبیلوي عنعنوي روایاتو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی.
د ټولنیزې ولسواکۍ د ګډو اهدافو ګوند، د استوایي ګیني ولسواک ګوند، د استوایي ګیني د پرمختګ ګوند، د خلکو د عمل ګوند او د عوامو ټولنه د دغه هېواد لوی او مشهور ګوندونه دي.
استوایي ګیني د ۱۹۶۹ کال د اکټوبر په ۱۲مه له هسپانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه، نو له همدې امله هر کال د اکټوبر ۱۲مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۲۸ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
په دې وروستیو کلونو کې په استوایي ګیني کې د تېلو د سترو زېرمو پیدایښت او استخراج د دغه هېواد له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته وکړه.
ځنګلونه، کرنه او د کبانو سوداګري د استوایی ګیني د غیر خالص کورني تولید په جوړښت کې لویه ونډه لري. کرنه او د هغه فرعي څانګې لکه د څارویو روزل د کبانو نیول او ځنګلونه اوس هم د استوایي ګیني د اقتصاد بنسټیز سکټور بلل کېږي. څو کاله مخکې د دغه هېواد د رژیم پرله پسې بې رحمیو د کلیوالي اقتصاد د ودې ډېر بالقوه امکانات کم کړي وو، خو اوس دولت غواړي چې د پخوانیو تېروتنو د جبران لپاره د تېلو د صادراتو یوه برخه عواید د کرنې د سکټور د بیارغونې د پراختیا او ګټورتوب په برخه کې په کار واچوي.
استوایي ګیني غواړي چې د امریکا او نورو سترو هېوادونو پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونې ته وهڅوي. دغه هېواد د سرو زرو، جستو، الماسو او کولمبیت لویې زېرمې لري چې سروې، پروژه جوړونه، پروسس او صادرات یې پیاوړې ادارې، مسلکي چارواکو، وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتيا لري. له ۱۹۰۳ کال څخه را په دې خوا نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق استوايي ګیني ته د خپلو مرستو ځینې پروګرامونه د دغه هېواد په اداره کې د ستر فساد او ناوړه ادارې له امله وځنډول. د استوایي ګیني ډېره سوداګري د غټو دولتي مامورینو او یا د دوی د کورنیو او خپلوانو په واک کې ده او لا هم داسې چارواکي شته چې ملي عواید خپل شخصي عاید بولي.
د دغه هېواد د سړي سر کلني عاید اندازه ۱۱۴۵۷ ډالره اټکل شوې او کاري ځواک یې بیا تر دوو میلیونو تنو پورې رسېږي.
د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ، د کبانو او قهوې پروسس، ټوکران، ګوګړ او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې لویه ونډه لري.
د استوایي ګیني ۵ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۵ سلنه خاوره څړځایونو، ۴۵ سلنه ځنګلونو او ۴۵ سلنه غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۴ سلنه غیر خالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، وریجې، قهوه، خرما، ګني، جوار، تور مرچ، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د استوايي ګیني د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
تېل، سره زر، الماس، یورانیم او اوسپنه د دغه هېواد لوی کانونه بلل کېږي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۹ میلیارده ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د امریکا متحده ایالتونه، فرانسه، هسپانیا، جاپان، چین هالنډ او کاناډا د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي. دغه هېواد ۹ هوايي ډګرونه لري. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۴۰ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اي اېن دی. همدا راز د دغه هېواد یو لک وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په استوایي ګیني کې رسنۍ د دولت په کنټرول کې دي. دغه هېواد یو ټلوېزیون، یوه دولتي راډیو او یوه خصوصي راډیو لري. تر څنګ یې په دغه هېواد کې ۴ ورځپاڼې او ۳۰ اونیزې او مجلې شته.
استوایي ګیني د غیر خالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید له پلوه د مخ پر ودې او هوسا هېوادونو په ډله کې راځي.
د دغه هېواد ۹۵ سلنه خلک (نارینه او ښځې) دواړه په لیک او لوست پوهېږی او زده کړې له ۷ تر ۱۲ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري او وړیا دي.
په دیارلسمه پېړۍ کې د فانګ او اندوو قومي ډلې ځينې خلک په ریومني او پکیمه کې د ګابون پولو ته نږدې او د اوسنۍ استوایي ګیني په جنوبي سیمو کې استوګن وو.
افریقا ته د اروپایانو د تګ په هماغه لومړنیو کلونو کې اندوو له برېټانویانو، هسپانویانو او پرتګالیانو سره اړیکې ټینګې کړې او له دوی سره یې د مرېیانو په سوداګرۍ کې مرسته کوله.
د فرنانډوپو ټاپو د ۱۴۴۷ او ۱۴۶۷ کلونو تر منځ د لومړي ځل لپاره د فرنانډوپو په مشرۍ هغو پرتګلیانو ولید او وپېژانده چې هند ته د سمندري لارو د موندلو په هڅه کې وو. هغه وخت چې اندوو قومي ډلې له اروپایانو سره د مرستې لاس ورکړ، فانګ له پردیو یرغلګرو او د دوی له سوداګرو څخه مخ واړاوه او په پټه یې په مقاومت لاس پورې کړ، خو ورو ورو د پردیو د پوځي فشارونو له امله ځنګلونو ته په شا شول او خپلې کرنیزې ځمکې یې پرېښودې.
په ۱۵مه پېړۍ کې پرتګال د اوسنۍ استوایي ګیني ټوله خاوره ونیوه او د پرتګال پاچا ځان د پرتګال او ګیني واکمن وباله. واکمن د بیافرا سیمه په افریقا کې هسپانویانو ته پرېښوده او په عوض کې یې د برازیل په جنوبي برخو کې ډېرې ځمکې تر لاسه کړې. په ۱۷۷۸ کال کې یوې ډلې هسپانویانو د ارخلخوس په مشرۍ داسې هڅه پیل کړه چې د فرنانډوپو ټاپو ونیسي، خو د پرتګالیانو د مقاومت په پایله کې ارخلخوس ووژل شو او ملګري یې بېرته په شا لاړل.
په ۱۹۰۰ کال کې د پاریس تړون له پرېکړې سره سم هسپانیا د فرنانډوپو او ریوموني سیمې سره یو ځای د خپلې مستعمرې په توګه اعلان کړې.
د ۱۹ مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې هسپانیا په افریقا کې دوې غټې مستعمرې درلودې.
د ۲۰ مې پېړۍ په اوومه لسیزه کې چې په ټوله افریقا کې د خپلواکۍ غوښتنو احساساتو څپې وهلې او هره خوا سیاسي ډلې او وسله والې هلې ځلې پیاوړې کېدې؛ په هسپانوي ګیني کې هم نور د زغملو وړنه وه، څو سیاسي ډلکۍ جوړې شوې، ملي مشران پیدا شول او عامو خلکو د خپلواکۍ نارې وهلې. په ۱۹۶۷ کال کې د مادرید په ښار کې د هسپانیې د حکومت او د هسپانوي ګیني د ۴۴ استازو ترمنځ د دغه هېواد د بشپړې خپلواکۍ غونډه جوړه شوه. دا غونډې د ۱۹۶۸ کال د مارچ په ۱۸مه او د اپرېل په ۱۷مه بیا جوړې شوې او پرېکړه وشوه چې هسپانوي ګیني به د استوایي ګیني په نامه د اکټوبر په ۱۲مه خپلواکه کېږي. له خپلواکۍ سره جوخت فرانسېسکو ماسیاس نکلویما د استوایي ګیني د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو او دغه نوي هېواد د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ. تر دې وخت پورې هسپانیا ۱۹۰ کاله په استوایي ګیني واکمني کړې وه. سره له دې چې د تېلو پیداېښت، پروسس او صادرات د استوایي ګیني د دولتي عوایدو بودجې او صادراتي عوایدو ته ګټه رسولې، خو د عوایدو د غیر عادلانه وېش له امله لا تر اوسه هم بېوزلي او وزګارتیا د استوايي ګیني د خلکو سترې ستونزې بلل کېږي.
استوایي ګیني او افغانستان په خپلو کې هېڅ راز سیاسي اړیکې نه لري. له افغانستان څخه تر استوایي ګیني پورې د هوا له لارې فاصله ۶۹۴۱ کیلومترو ته رسيږي. همداراز د کابل او مالابو تر منځ د وخت توپیر هم درې نیم ساعته دی.