یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د افغان جګړې په تړاو امریکايي غوغا، لاملونه او پایلې یې

دسمبر 11, 2019
in دریځ
0 0

د افغان جګړې په تړاو په امریکا کې نظر ورځ تر بلې منفي کېږي. امریکايي رسنۍ نږدې هره ورځ په افغانستان کې د امریکا د ماتې، زیاتو لګښتونو، مرګ ژوبلې او بې پایلې جګړې په اړه مطالب خپروي. تازه واشنګټن پوسټ افشا کړې چې سپینې ماڼۍ بیا بیا امریکايي ولس ته د افغان جګړې په تړاو ناسم معلومات ورکړي. په دې اړه دوه زره پاڼې اسناد هم د واشنګټن پوسټ لاس ته ورغلي چې امریکايي چارواکي یې لا زیات د افغانستان په تړاو تر فشار لاندې راوستلي دي. امریکايي رسنۍ بیا بیا دا وايي چې امریکا په افغانستان کې تر یو ټریلیون ډالر لګولي، ۲۳۰۰ سرتیري یې وژل شوي، لسګونه زره ټپیان دي او ځینې یې پر رواني ناروغیو اخته دي، خو د دې هر څه په بدل کې په افغانستان کې حالت نه یوازې د ښه کېدو لور ته نه ځي، بلکې طالبان پیاوړي شوي، لا زیاته ځمکه یې لاندې کړې ده، د امریکا په ملاتړ چلېدونکی حکومت کمزوری شوی، فساد زیات شوی، بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او هېڅ داسې څه نشته چې امریکا یې نړۍ او امریکايي ولس ته د یوې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړي.

اوس له دغه حالت سره څه بدلېږي؟

په امریکا کې د افغان جګړې او په افغانستان کې د امریکا پر ښکېلتیا  مطبوعاتي غوغا او وروستی فشار له دوو اړخونو ښکاري. لومړی دا چې امریکایي ولس ته د افغان جګړې په تړاو ډېر څه روښانه شوي. دوی اوس پوهېږي چې هلته هر څه ناسم روان دي، امریکايي ځواکونه خلک وژني او جنایتونه کوي. امریکا د فساد او ناقانونۍ ملاتړ کوي. د دوی له حضور سره په افغانستان کې نشه يي توکي، ترهګري او جګړې زیاتې شوې او امریکا هم په دې هېواد کې له خنډونو سره مخ ده. له همدې امله باید په افغانستان کې نظامي حضور او دغه ډول ښکېلتیا ختمه کړي. امریکايي ولس د همدې لپاره فشار راوړي، مطبوعاتي غوغا جوړه ده او دوی خپل حکومت اړ باسي چې بدلون راولي. دویم دا چې امریکايي تصمیم نیوونکې او اصلي کړۍ غواړي په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي او د همدې لپاره دوی مطبوعاتي فشار او غوغا ته اړتیا لري. د دې لپاره چې دوی بدلون راولي، نو ځکه اړتیا لري چې دا هر څه د امریکايي ولس د غوښتنې پر اساس وښيي.

په هر حال، څه چې معلومېږي، هغه دا دي چې امریکا په افغانستان کې خپله تګلاره بدلوي. له طالبانو سره د جوړجاړي، د خپلو ځواکونو د ایستلو او یا هم کمولو او نورو بدلونونو له لارې غواړي په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي. دا چې دا بدلون به څه ډول وي او امریکا به خپلې ګټې څنګه خوندي کوي، دا جلا بحث دی، خو اوس پکار ده چې افغانان د دې تګلارې له بدلون سره یو داسې بدلون ته لاره هواره کړي، چې دلته جګړه ختمه شي او سوله راشي. د دې لپاره لومړنی کار دا دی چې نور باید له افغانونو سره دښمني، کرکه او جګړه چې په هر نوم وي، ختمه شي. هغوی چې له امریکا سره په دوستۍ کې له خپلو خلکو سره په دښمنۍ کې وو، دا حالت باید نور ختم کړي او هغوی چې له امریکا او نورو سره نوي لینونه او اړیکې جوړوي، باید د خپل ورور د وهلو لپاره یې ونه کاروي. همدا وخت دی چې موږ ترې ګټه واخلو او افغانستان ته دایمي سوله را وګرځوو.

Share25Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In