له هغه وروسته چې د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل چې ټاکنو کمېسیون ته په اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې اجازه ورکړي، ځینې کسان فکر کوي چې ټاکنیزه لانجه حل شوې او ژر به وروستۍ پایلې اعلان شي. ځینې کسان د یوې پټې معاملې خبره هم کوي، چې پر اساس یې د عبدلله عبدالله دریځ بدل شوی ګڼي.
خو ایا رښتیا ټاکنیزه لانجه حل شوې؟ پایلې به ژر اعلان شي؟ او افغانستان به ژر منتخب ولسمشر ولري؟
د څو دلایلو پر اساس ویلی شو چې ټاکیزه لانجه نه ده حل شوې، بلکې دوام کوي:
لومړی: ډاکټر عبدالله عبدالله نه دي ویلي چې په اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې اجازه ورکوي او بیا به د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې پایلې مني. نوموړي او پلویانو یې ټینګار کړی چې که د ټاکنو کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې بېلې نه کړي، نو دوی به پایلې نه مني. د عبدالله د پلویانو په خبره، د اشرف غني په ګټه کارول شوې دری سوه زره رایې باید باطلې شي. دا رایې له وخته مخکې او له وخته وروسته کارول شوې او یا هم هغه رایې دي چې بایومټریک وسیلې او یا د وسیلو میموري کارټونه یې ورک شوي دي. په دې کې ځینې نورې رایې هم راځي، چې د قانون او طرزالعملونو پر اساس ستونزې لري. اوس که کمېسیون پایلې اعلان هم کړي او د دغو رایو مسئله حل نه شي، نو ټاکنیزه لانجه حل نه ده او همداسې به ستونزې، مزاحمتونه او لاریونونه دوام کوي.
دویم: اټکل دی چې عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړل شوی چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي، نو ځکه یې اجازه ورکړه چې په اوو ولایتونو کې رایې بیاوشمېرل شي. که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، ستونزه نوره هم لویېږي، ځکه دویم پړاو به راتلونکی کال کېږي چې هغو ته بیا د لګښت او امنیت برابرول ستونزمن کار دی. تر دې ستونزمن هم چې دا ځل خو شاوخوا یو نیم میلیون خلک را ووتل، بل ځل به د دومره کسانو را ایستل هم ستونزمن وي.
درېیم: که له ډاکټر عبدلله سره د واک د شریکولو معامله هم شوې وي، بیا هم ستونزه نه ده حل، ځکه چې په ۲۰۱۴ ز کال کې هم له عبدالله سره واک شریک شو او د ملي یووالي حکومت جوړ شو، خو لانجه یې د حکومت تر پایه پورې روانه وه او آن اوس هم نه ده حل شوې.
پر همدغو دلایلو ټاکنیزه لانجه حل شوې نه ده، ښایي بله برخه یې پیل شوې وي او یا هم لا زیاته پېچلې شوې وي. دا تمه سمه نه ده چې موږ به په راتلونکو ورځو کې منتخب ولسمشر ولرو. لومړی خو به د پایلو اعلان نور هم وځنډېږي او که اعلان هم شي، نه به منل کېږي، بیا به په شکایتونو کمېسیون کې ستونزې وي او د وروستیو پایلو اعلان به ډېر نور هم وځنډېږي. واقعیت دا دی چې اصلي خبره لا هم د امریکا له سفارت سره ده او دا چاره په قطر کې د خبرو له څرنګوالي سره تړلې ده. په قطر کې بدلونونو د ټاکنو پر برخلیک اغېز لاره او له دې وروسته به هم ژور اغېز ولري.