د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان که په ټاکنیزه پروسه کې یو بدلون او پرمختګ ګڼل کېږي، خو ډېری خلک پوښتنه کوي چې دا چاره به د سولې پر روانې پروسې څه اغېز وکړي؟ په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون یو لامل هم دا و چې خلکو د ټاکنو په پرتله سوله مهمه ګڼله، نو ځکه اوس دا ورته مهمه ده چې دا چاره د سولې پر پروسه منفي اغېز ونه کړي.
له شک پرته چې ټاکنې، د ټاکنو څرنګوالی، د پایلو ځنډ او بیا د لومړنیو پایلو اعلان مخامخ د سولې له روانې پروسې سره تړلي دي. ډېری خلکو تمه لرله چې لومړی باید سوله او بیا ټاکنې وشي، خو ولسمشر غني هڅه کوله چې لومړی ټاکنې وشي او بیا نوموړی د یوه منتخب ولسمشر له دریځه د سولې خبرو ته ننوځي. د ولسمشر غني غوښتنه عملي شوه او لامل یې هم دا و چې امریکا پر طالبانو فشار راوړ چې که یې غوښتې نه مني، نو په افغانستان کې ټاکنې کېږي او پنځه کاله بیا د سولې چانس نشه. د دې تر څنګ، د ټاکنو پر مهال د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې کوم مهم پرمختګ نه و شوی. کله چې ټاکنې وشوې، بیا د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې مهم پرمختګ وشو، له دې امله چې د ټاکنو د پایلو اعلان له طالبانو سره پر روانو خبرو منفي اغېز کولی شوی، نو ځکه د پایلو اعلان وځنډېد. اوس چې د طالبانو او امریکا تر منځ ډېر څه وروستي شوي او یوازې د اوربند په چاره کې طالبان پر خپل دریځ ټینګار کوي، نو امریکا غواړي یو ځل بیا پر دوی فشار راوړي. له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، څو طالبانو ته وښيي چې که زموږ غوښتنه نه منی، نو د ټاکنو پایلې معلومېږي او افغانستان به پنځه کاله بیا منتخب ولسمشر ولري چې له طالبانو سره د سولې چانس ورسره کمېږي. اوس طالبانو ته یوه لاره همداسې پرانیستې هم پرېښودل شوې ده. هغه دا ده چې د شکایتونو کمېسیون د کار تر پای ته رسولو پورې د امریکا غوښتنې ومني. طالبانو ته داسې ښودل کېږي چې که دوی دا غوښتنې نه مني، نو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یو منتخب ولسمشر ټاکل یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړې ته اړتیا لري. که طالبان دا غوښتنې مني، نو بیا به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه ولسمشر غني له ګټونکي دریځ څخه را غورځوي، ټاکنې به دویم پړاو ته ځي او دویم پړاو به هم نه کېږي. بیا به په افغانستان کې د سولې او نوي جوړجاړي پر اساس یو حکومت جوړېږي، چې ورسره به د ټاکنو پروسه او پایلې یې یو مخ لغوه کېږي.
پر همدې اساس په افغانستان کې ټاکنیز بدلونونه، لانجې، پرمختګونه او خنډونه ټول په قطر کې د سولې له خبرو سره تړلي دي. دلته ټاکنیز پرمختګونه پر طالبانو د فشار لپاره کارول کېږي او هلته بیا د خبرو پایلې او پرمختګ دلته د ټاکنو پر برخلیک او پایلو مخامخ اغېز کوي.