د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې دوی په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې شپږ زره شکایتونه ثبت کړي دي. دولت ساز ټیم هم وايي چې تر زرو زیات شکایتونه یې ثبت کړي دي. دوو نورو ټیکټونو هم د پنځو سوو او زرو شکایتونو د ثبولو خبره کړې ده. په دې ډول په دوو ورځو کې تر اتو زرو شکایتونه ثبت شوي چې ښايي په درېیمه ورځ یې دا شمېره تر دې هم لوړه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دغو شکایتونو د څېړنې لپاره ۳۹ ورځې وخت لري. دوی به په همدې موده کې دا شکایتونه څېړي او پرېکړې به کوي او بیا به وروستۍ پایلې اعلانیږي. په څو دلایلو دا سخت او لانجمن کار دی:
شکایتونه خورا زیات دي؛ د دغو ټولو شکایتونو مطالعه، بیا یې په اړه د اسنادو او شواهدو څېړل او ارزول، بیا ولایتونو ته تګ او هلته د اسنادو او شواهدو پر اساس د ځینو محلونو او مرکزونو، بیا کتنه، شمېرنه او په اړه یې پرېکړه سخت کار دی. دا چاره هم وخت اخلي او هم په ځینو مواردو کې د وروستۍ پرېکړې کول ستونزمنوي. له دې ښکاري چې ښایي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم د ټاکنو کمېسیون په شان خپل کار پر وخت ونه شي کړلی او د وروستیو پایلو اعلان وځنډېږي. اصلي ستونزه د ټاکنو کمېسیون له کار څخه را پیدا شوه. لومړی دوی سمې او پاکې ټاکنې ونه کړې. د ټاکنو کمېسیون زرګونه دایمي او لنډمهالي کارکوونکي په درغلیو کې ښکېل وو او آن د کمېسیون کمېشنرانو د ارګ له خوښې سره سمې کړنې کولې. له بله اړخه دوی په لومړنیو پایلو ډېر وخت ضایع کړ، خو بیا یې هم سمې پایلې اعلان نه کړې. که دوی خپل کار په سمه بڼه کړی وای، د ټاکنو قانون او طرزالعملونه یې نه وی نقض کړي، نو دومره شکایتونه نه کېدل. له بده مرغه دوی د کمزورۍ، سیاسي اړیکو او نورو مسایلو له امله سم کار ونه کړ او شکایتونو کمېسیون ته یې سخت او لانجمن کار پرېښود.
د شکایتونو کمېسیون له یوه اړخه د وخت له کمښت سره مخ دی او له بله اړخه شکایتونه خورا زیات دي، نو ځکه ښايي دا چاره د دوی د کار پر کیفیت اغېز ولري او ستونزې پکې پیدا کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته پکار ده چې سر له اوسه په خورا دقت سره کار وکړي. دوی باید ټول شکایتونه و ارزوي، هېڅ ځای باید ستونزه پرې نه ږدي. دوی باید د قوانینو او طرزالعملونو پر اساس پرېکړې وکړي. دوی باید خپل هر ګام له ټاکنیزو ټیمونو سره په همغږۍ واخلي. هر څه یې باید خلکو او ټاکنیزو ټیمونو ته څرګند وي. د خپلې هرې پرېکړې لپاره باید قانوني دلایل ولري. د ټولو شکایتونو له ارزولو وروسته باید د ټاکنو د پایو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړې. دوی باید تر هېڅ سیاسي فشار لاندې را نه شي. پر دوی باید نه دې کاندیدانو سیوری وي او نه هم د سفارتونو او بهرنیو هېوادونو. پکار ده چې کار یې واضح، روڼ او له قانون سره سم وي، څو ټاکنیزه لانجه په ښه ډول حل شي.