یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ارګ لا هم د سولې په لاره کې خنډ جوړوي؟

دسمبر 29, 2019
in دریځ
0 0

د طالبانو او امریکا تر منځ ډېر ژر د سولې هوکړې د لاسلیک احتمال شته. وال سټریټ ژورنال رپوټ ورکړی چې د ملا هیبت الله په مشرۍ د طالبانو رهبرۍ شورا د یوې اونۍ اوربند تایید کړی او ډېر ژر به عملي شي. د سولې تر هوکړې وړاندې د امریکا له خوا پر طالبانو د لس ورځني اوربند شرط اېښودل شوی و. که څه هم طالبانو د دې شرط د منلو یا نه منلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو له قطره د طالبانو یو پلاوی کوټې ته تللی و او هتله یې له طالب مشرانو سره په دې تړاو مشورې کولې.

اټکل دی چې په جنورۍ کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او په دې سره به د سولې د خبرو په برخه کې مهم پرمختګ وشي. له دې پرمختګ سره سره یوه اساسي ستونزه لا هم پر ځای ده، چې هغه د بین الافغاني خبرو لانجه ده. طالبان لا هم له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او حکومت هم غواړي هر څه د دوی په مالکیت او مشرۍ وي. طالبانو په خپل دریځ کې یو بدلون راوستلی او منلې یې ده چې له داسې افغان پلاوي سره به خبرې کوي چې حکومت یې هم برخه وي. په دې پلاوي کې به د بېلابېلو سیاسي ډلو او قشرونو استازي وي. داسې ښکاري چې امریکا د طالبانو دا نرمښت منلی او هڅه کوي چې حکومت یې هم منلو ته تیار کړي. خلیلزاد د خپل ماموریت له پیل سره سم او بیا له هغه وروسته بیا بیا له افغان حکومت څخه غوښتي چې یو ټولمنلی پلاوی وټاکي چې پکې پر حکومتي استازو سربېره، د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ښځو او نورو برخو استازي هم وي. حکومت بیا بیا ژمنه کړې چې دا پلاوی به ټاکي، خو تر اوسه پورې یې نه دی ټاکلی. که څه هم د سولې لپاره د سولې پر عالي شورا سربېره د سولې وزارت، نورې شوراګانې او پلاوي هم جوړ شول، خو اصلي غوښتنه لا هم نه ده عملي شوې چې هغه د یو ټولمنلي افغان پلاوي ټاکل دي، چې د ولس په استازیتوب به له طالبانو سره خبرې کوي.

اوس تازه ارګ ویلي چې دوی به پلاوی هغه وخت اعلان کړي چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لاسلیک شي. له بده مرغه دا ډېر ناسم دریځ دی چې د خنډ جوړولو بوی ترې راځي. رښتیا دا دي چې حکومت تر اوسه پورې پلاوی نه دی ټاکلی. د سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او ارګ تر منځ د پلاوي پر سر اختلاف دی. ارګ غواړي هر څه په خپل کنټرول کې ولري او آن د سیاسي ګوندونو استازي هم پخپله خوښه وټاکي، خو سیاستوال بیا غواړي د ارګ واک او ځواک محدود کړي. له همدې امله ستونزه ده او دا ستونزه تر اوسه هم نه ده حل شوې.

ارګ ته پکار ده چې له سولې سره دومره سوړ چلند ونه کړي. د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته د هیئت ټاکل، په واقعیت کې له سولې سره نه علاقه ښيي. حکومت ته پکار ده چې همدا اوس د پلاوي ټاکلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي، له سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او نورو برخو سره مشورې وکړې او ژر له خپله اړخه پلاوی وټاکي. له دې پرته به د امریکا او طالبانو تر منځ سوله وشي، خو د افغانانو تر منځ به جګړه دوام کوي. که خدای مه کړه داسې وشي، نو د دې هر څه مسوول به د ارګ اوسني واکمنان وي چې غواړي هر څه د خپل واک او ځواک د دوام قرباني کړي.

Share67Tweet15Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In