یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

له بې وزلۍ څخه د وتلو لار

لیکنه: زرینه ؛ د چین نړیویالې راډیو خبریاله

سپتمبر 21, 2020
in لیکنې
0 0

دا د انسان طبيعي خاصيت دی چې بې وزلي نه خوښوي، خو پوښتنه دا ده چې له دې بلا څخه څنګه ځان وژغورل شي؟

د دې پوښتنې لپاره مختلفو پوهانو طرحې وړاندې کړې او خپل ځوابونه بيان کړي چې هره طرحه په خپل ځای د قدر وړ ده؛ خو کېدای شي دغه طرحې يوازې د اقتصادپوهانو لپاره د درک وړ وي، نو ځکه لازمه ګڼم چې خلکو ته بايد له بې وزلۍ څخه د خلاصون په پار ساده بېلګې وړاندې شي، څو دوی په اسانۍ سره وکولای شي چې له دې بېلګو څخه د بې وزلۍ په برخه کې د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټه واخلي. په همدې هيله مې د “شاجو“ په نوم د چين د يوه کلي يادونه کړې، چې خلک يې تر شل کاله په کم وخت کې له بې وزلۍ څخه وتلي. دا چې دې کليوالو د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره څه کړي؟ په دې ليکنه کې يې لوستلای شئ.

شاجو سیمه

“شا جو” يو چيني نوم دی چې ځانګړې مانا نه لري، د چين په تقريباً مرکزي سيمه، هونان  ولايت کې موقعيت لري، تر شاوخوا لس کاله مخکې پورې يې خلک ډېر بې وزله وو، شل کاله مخکې يې هېڅ پوخ سړک نه درلود، خو اوس له بې وزلۍ څخه وتلي او په دې برخه کې يې د چين د نمونه کلي لقب ګټلی.

له بې وزلۍ څخه د ياد کلي د وتلو راز زراعت او سياحت ته په پاملرنه  کې دی. اقتصادپوهان په دې اند دي چې زراعت او سياحت د يوه هېواد او يا يوې سيمې د اقتصاد د ملا تېر جوړوي. هر هېواد او هره سيمه که غواړي چې اقتصاد يې قوي شي، نو بايد زراعت او سياحت ته پاملرنه وکړي.

د چين په تاريخي کيسيو کې راغلي چې د “شاجو“ سيمې خلک شاوخوا سل کاله وړاندې دومره بې وزله وو، چې آن د خوب لپاره يې بړستنې هم نه درلودې. وايي، يوه ورځ درې عسکر چېرته په سفر روان وو او په ياده سيمه کې يې شپه شوې وه او دا چې په هغه وخت کې هوټلونه نه وو، نو مسافرو به د خلکو په کورونو کې شپه تېروله. په دې کيسه کې راغلي، يادو عسکرو چې په کوم کور کې شپه تېره کړه، د کوربه اقتصادي وضعيت دومره خراب و چې د مېلمنو لپاره يې بړستن هم نه درلوده، نو يادو عسکرو خپله سفري بستره په منځ پرې کړه او نيمايي يې کوربه ته ورکړه.

 د نيمايي بړستنې کيسه اوس په چين کې ډېره مشهوره ده. دومره مشهوره ده چې د چين دولت رييس له بې وزلۍ څخه د وتلو په برخه کې د ياد کلي د نمونې لقب يادونې پر مهال هم د نيمايي بړستنې تاريخي افسانې يادونه کړې.

تاسو پوهېږئ چې چين ډېره لويه جغرافيه او شاوخوا ۱۴۰۰ميليارده نفوس لري، نو په دومره لوی هېواد کې چې يو وړوکی کلی د نمونې لقب تر لاسه کوي، دا د دې ښودنه کوي چې کليوالو يې سخت زحمت ايستلی او بالاخره خپل هدف ته رسېدلي.

اوس د ياد کلي خلکو په خپله سيمه کې ښکلي پارکونه، شنې سيمې او تاريخي ځايونه جوړ کړي چې د ليدو لپاره يې هر کال ډېر خلک ورځي او له دې امله يې استوګن ډېر عايد تر لاسه کوي.

په زراعت برخه کې اوس ډېر مشهور کيوي، ژېړ ادرک، سپين چای او نور محصولات لري چې هر يو د دوی په اقتصاد کې مهم رول لري.

د معلوماتو له مخې، اوس په ياد کلي کې د کيوي شاوخوا ۱۶۰هکټاره باغونه زرغون دي. د يادونې وړ ده چې د چين دولت په خپل هېواد کې د بې وزلۍ د بشپړ ختمولو لپاره سږ کال یو ټاکلی هدف لري او وړاندوينه يې کړې چې د ياد کال تر پايه به خپل دغه هدف ته ځان ورسوي؛ خو دا چې په دې برخه کې به بريالی شي او که نه؟ هماغه وخت به معلومه شي.

Share20Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In