راځئ چې د نوي کال پیل او د اختر ورځو ته د رسېدو لپاره یوځای یو څو میاشتې پخوانیو وختونو ته لاړ شو؛ هغه ورځې چې موږ پکې د راتلونکي په اړه خوښ وو او هیله لرو چې د ځان او ژوند لپاره بېلابېلې موخې وټاکو. هغه موخې چې په یادو وختونو کې مو د ځان لپاره ټاکلې، له هغه ورځو سره پرتله کړئ، چې غواړی وروسته یې تر سره کړی. څومره خپلو دغو موخو ته ژمن پاتې کېږئ؟ ایا د خپلو موخو لپاره مو تر اوسه څه کړي؟ د یاد مودې په تېرېدو سره مو هغو موخو ته چې د ځان لپاره مو ټاکلې او پر کاغذ مو لیکلې، کله مو ورته کتلي؟ د دغو پوښتنو ځوابونه په لاندې لیکنه کې لوستلی شئ.
په دې لیکنه کې موږ په ژوند کې مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د علمي او عملي لارښوونو په اړه خبرې کړې، چې دا به له تاسو سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
۱- د موخو ترلاسه کولو لپاره څه شی اړین دي؟
که په هغه پلان یا غوره شوې لاره عمل ونه کړو، چې موږ د نورو لارو په پرتله د خپلې موخې تر لاسه کولو لپاره ښه بللې ده، هېڅ ګټه به مو نه وي کړې. ډېری وختونه موږ په ژوند کې د خپل ځان لپاره لوړې موخې ټاکو، خو ځینې وختونه بیا پر هغه پلان عمل نه کوو چې هغه ته د رسېدو لپاره مو جوړ کړی دی. ستونزه دا نه ده چې تاسو د خپلو موخو ترلاسه کولو وړتیا نه لری، ستونزه دا ده چې ستاسو موخه ان له اوله تر لاسه کېدونکې نه وه.
ډېری وختونه په کال کې یو ځل د ځان لپاره موخې ټاکو، یانې د نوي کال په لومړیو ورځو کې، خو د دغو موخو لپاره بیا هڅې نه کوو او بیا بیا یې له ځان سره نه تکراروو. که د لویو موخو په ټاکلو کې پاتې راځو او ځان نشو ورته رسولی، ښه ده چې همدا لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو؛ ځکه کوچنۍ موخې په لنډ وخت کې ترلاسه کېدای شي.
باوري یم چې اوس به پوهېدلي وی چې د موخو په ترلاسه کولو کې اصلي ستونزه عملي اقدام نه کول دي. د دې لپاره چې هغه څه ترلاسه کړو چې په ذهن کې یې لرو، اړینه ده چې کوچنۍ موخې وټاکو څو یې په لنډ وخت کې ترلاسه کړو.
۲- د کوچنیو موخو ټاکل
په ژوند کې د موخې ترلاسه کولو لپاره بله سپارښتنه لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، دا ده چې لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو، څو یې په تر لاسه کولو کې ستونزه ونه لرو او په لنډ وخت کې په اسانۍ سره ځان ورته ورسوو. د کوچنۍ موخې ټاکلو یوه ښېګڼه دا ده چې د لویې موخې ټاکلو او ورته د رسېدو لپاره موږ ته لاره پرانیزي، خو پوښتنه دا ده چې ولې موږ لویې موخې په کوچنیو هغو وېشو؟ لامل یې له هغه څه سره تړاو لري چې موږ یې په ذهن کې لرو، کله چې له لویې موخې سره مخ شو، کله چې د ځان لپاره لویه موخه وټاکو، په غیر مستقیم ډول داسې احساسوو چې باید لوی خاښونه یې مات کړو. په حقیقت کې د لویې موخې ترلاسه کول، زموږ په ذهنونو کې ناشوني ښکاري، له همدې امله هڅه کوو چې ټول هغه خنډونه لرې کړو، چې په مخ کې مو پراته دي.
له بلې خوا که لویې موخې په کوچنیو هغو ووېشو او په حقیقت کې د دغو کوچنیو موخو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو او سر له نن څخه یې پیل کړو، ذهنیت مو بدلېږي او هېڅ شی راته ناشوني نه ښکاري. په یاد ولرئ، که د خپلې موخې ښکاره انځور په خپل ذهن کې رسم نه شو کړای، هېڅکله به ځان ورته ونه شو رسولی. د لویې موخې درلودل، په یوه تیاره خونه کې د قدم وهلو په څېر دي. کله چې تیارې خونې ته داخلېږو، هېڅ شی نه موندل کېږي، خو کله چې کوچنۍ موخه په ذهن کې ولرو، داسې دي لکه د څراغ لټول چې په روښانه کولو سره يې کولی شو په کوټه یا خونه کې هرڅه ووینو.
لویې موخې هماغه دي چې تاسو د کال په لومړیو ورځو کې ټاکلې، لکه په یوه کال کې د ۵۰ کتابونو لوستل او یا هم د دوو لکو افغانیو سپما کول. په کوچنیو موخو باندې د لویو موخو بدلول چې په کم وخت کې ځان ورته رسولی شو او لویې موخې چې ورته د رسېدو لپاره مو یو کال وخت ټاکلی، لومړی باید په کوچنیو میاشتنیو هغو ووېشو او وروسته یې همداسې په اونیزو او ورځنیو هغو ووېشو. د موخې تر لاسه کولو دغه کړنلاره د وخت د کړنلارې په نوم یادولی شو.
په یاد ساتئ چې د موخې ټاکلو دغه کړنلاره یوازې په موخه او مالي پروګرامونو پورې اړه نه لري. د ژوند ټول اړخونه لکه روغتیا، سپورت، معنوي او روحي حالت، فردي هڅې، زده کړې، ټولنیزې اړیکې او نور موارد پکې شامل دي.
۳- په اوس کې د موخو ټاکل
ګرې کلر او جي پاپاسان په خپلو کتابونو »دا یو څه» کې په اوس وخت کې موخې ټاکلو ته ښکلی تعریف کړی دی. دوی موخه ټاکل له روسۍ نانځکې سره تشبیه کړې. دا نانځکې لومړی کوچنۍ او بیا لويې جوړیږي. په اوسمهال کې د موخو لپاره د پلان جوړول د راتلونکي لپاره موخې ټاکي، دا کړنلاره هغه څه درته په ګوته کوي چې غواړی په همدې وخت کې یې تر سره کړئ. دا څه کولی شو چې له روسۍ نانځکې سره تشبیه کړو، اوسمهال چې کومه موخه په ذهن کې لری، د راتلونکې اونۍ په موخه کې ځان ته خپل ځای نیسي.