ښاغلی رئيس او درنو همکارانو!
پنځه اويا کاله دمخه نړيوالو د فاشيزم پرضد تر سختو جګړو وروسته بريا وموندله چې دا د عدالت او نړيوالو لپاره يو ستر برياليتوب دی.
د تېرې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې تر دوو لويو جګړو وروسته د م م سازمان جوړ شو چې تر اوسه پنځه اويا کالونه تېر شوي او د نړيوالې سولې او پرمختګ نوې پاڼه اړول شوې ده.
د م م د جوړېدو له پنځه اويا کلونو راهيسې بشري ټولنې چټک پرمختګونه موندلي. موږ د علمي تکنالوژۍ ډېر پرمختګ ليدلی او صنعتي انقلاب مو تجربه کړی دی او اوس علمي تکنالوژي او صنايع د لاپراخ او لاژور پرمختګ په حال کې دي، په نړۍ کې د توليدي چارو توان ډېر زيات پياوړی شوی، د ستونزو د لرې کولو او د نړۍ د لا آبادۍ لپاره د انسانانو توان هم ډېر لوړ شوی.
په تېرو ۷۵ کلونو کې نړيوالو حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي. ډېرو پرمختيايي هېوادونو استقلال او خپلواکي اخيستې، د نړۍ له يو ميليارډ ډېر خلک له بې وزلۍ څخه وتلي او د ميليونونو خلکو ژوند عصري شوی، چې په دې توګه نړيوالې سولې او پرمختګ زيات ځواک موندلی او د نړۍ جوړښت ډېر بدل شوی دی.
په تېرو ۷۵ کلونو کې څو اړخيزم په چټکۍ سره پراخ شوی دی. د نړيوالو مسئلو په زياتېدو سره نړيوالې ننګونې هم ورځ تر بلې زياتې شوې او د حل لپاره يې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ ډيالوګ او همکارۍ ته اړتيا ده. بېلابېلې خواوې د نړيوالو مسئلو د حل په اړه سلامشوره کوي او نړيواله ټولنه موافقې ته رسېدلې چې ستونزې دې په ګډې همکارۍ حل شي.
په هره تياره پسې رڼا وي، ملګري ملتونه هم د ډېرو مکررو ستونزو او ننګونو څخه په راوتلو سره لا ځواکمن شوي.
د نړۍ د کابو اووه ميليارډ انسانانو د نيکمرغه او سوکاله ژوند برابرولو هيلې پوره کولو لپاره هڅې کوي او د م م منشور لا هم د نړيوالې سولې او پرمختګ په تضمينولو کې مهم رول لوبوي.
ښاغلی رئيس!
اوس مهال نړۍ په يو بې ساري بدلېدونکي حالت کې ده. کرونا وبا د ټولې نړۍ لپاره يوه سخته ازموينه ده. انسانان د پيوستون نوې زمانې ته داخل شوي او د بېلا بېلو هېوادونو ګټې او برخليک يو له بل سره تړاو لري. له نړيوالو ګواښونو او ننګونو سره مقابله د بېلا بېلو هېوادونو قوي تدبيرونو ته اړتيا لري. د نوي حالت او ننګونې پر وړاندې مونږ بايد فکر وکړو چې نړۍ څه ډول م م ته اړتيا لري او م م دې له کرونا وبا وروسته څه ډول رول ولوبوي؟ زه پدې اړه څو ماده ييز وړانديز لرم.
لومړی: م م بايد تل د عدالت تر څنګ ولاړ وي.
هېوادونه د حقوقو له پلوه سره مساوي او برابر دي، لوی او وړوکی يو پر بر برتري او لوړاوی نه لري او بايد متقابل درناوي اصل مراعات کړي.
هېڅ هېواد پر نړيوالو چارو د حاکميت، د نورو د برخليک ټاکلو او انکشافي غوره والي د انحصار او پر ټولې نړۍ د تسلط حق نه لري. يواړخيزم به خامخا ناکام شي. موږ دې پر ګډې سلامشورې، ابادۍ او شراکت ټينګار وکړو. بېلا بېل هېوادونه دې عامه امنيت په ګډه وساتي، د نړۍ پرمختيايي لاسته راوړنې دې يو له بل سره شريکې کړي او د نړۍ د برخليک لپاره دې په ګډه پرېکړه وکړي. په م م کې د پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او د وينا حق دې پياوړی شي، څو ټول هېوادونه په برابره او متوازنه توګه په ملګرو ملتونو کې ځانونه شريک وګڼي.
دوهم: د نظم قوانين بايد پلی شي.
د م م منشور د نړيوالو اړيکو د تنظيمولو او د نړيوال نظم ساتلو بنسټ دی. نو موږ بايد له دې منشور څخه کلکه ساتنه وکړو.
د مختلفو هېوادونو ترمنځ اړيکې او ګټې دې د اړوندو نظامونو او قواعدو له مخې تنظيم شي، د لوی موټي لرونکو هېوادونو لخوا يې بايد پرېکړه و نه شي.
لوی هېوادونه دې د نړيوالو قوانينو په مراعات او ساتلو کې ښه نمونه وګرځي، خپلې کړې ژمنې دې پوره کړي، هېڅوک بايد ځانګړی امتياز ونه لري، دوه ګوني معيارونه دې نه ساتي، نړيوال قوانين دې ناسم تعبير نه کړي، د قانون په پلمه دې د نورو هېوادونو حقه حقونو ته زيانونه نه رسوي او نړيواله سوله او ثبات دې نه ويجاړوي.
درېيم: ګډې همکارۍ دې وهڅول شي. د نړيوالو همکاريو هڅول د م م د جوړېدو اصلي موخه ده او د م م د منشور تمرکز هم دی. د سړې جګړې فکر، ايډيالوژيک مسايل او سيالي نه يوازې د هېواد داخلي ستونزې نه شي حل کولی، بلکې د انساني ټولنې پروړاندې ګډې ننګونې هم نه شي ليرې کولی. موږ بايد د شخړو، ګواښ او مبارزې پر ځای خبرې اترې، سلامشورې او ګډې ګټې انتخاب کړو، د هېواد ګټې بايد د نورو هېوادونو له ګډو ګټو سره شريکې وګڼو، د بېلا بېلو لوريو ګډې ګټې دې پراخې کړو او د همغږې او همکارې نړيوالې ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړو.
څلورم: د څواړخيزم د عملي کېدو لپاره دې رښتيني ګامونه پورته شي. څواړخيزم بايد تش نوم نه وي، بلکې عملي دې شي او د عملي کېدو په بهير کې دې مثبتې اغېزې ولري. م م دې د ستونزو پر حلولو تمرکز وکړي، د حل پايلې ته يې دې پاملرنه وکړي او پر دې اساس دې نړيوال امنيت، پرمختګ او بشري حقوق وهڅوي. په تېره بيا بايد د ۲۰۳۰ کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا د پلې کولو له فرصت څخه ګټه پورته کړي، د عامه روغتيا پر وړاندې ننګونې لرې کولو ته دې لومړيتوب ورکړي او د انسانانو د ژوند او پرمختګ حقونو ساتلو ته دې لازياته پاملرنه وکړي.
چين لومړی هېواد دی چې د م م منشور يې لاسليک کړ، چين د م م بنسټ ايښودونکی غړی او د امنيت شورا په دايمي غړو کې يوازينی پرمختللی هېواد دی. چين به تل د څو اړخيزم عمل کوونکی وي، په فعاله توګه به د نړيوالې حکومتدارۍ د سيستم په اصلاح او جوړونه کې برخه واخلي، په ټينګه به د م م نړيوال سيستم او د نړيوال قانون پر اساس نړيوال نظم وساتي او په نړيوالو چارو کې به د م م له کليدي رول څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
ښاغلی رئيس!
نړۍ اوس نوی تاريخي پړاو پيل کړی. راځئ چې څو اړخيزم ته ژمن پاتې شوو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړو، څو د م م تر مشرۍ لاندې لاموټی شو او لازيات برياليتوب ترلاسه کړو.
مننه.