د چیني ژبې د یو شعر مفهوم دی، وایي: ((زموږ شینجیانګ یو ښایسته ځای دی، د اسماني غره په جنوبي او شمالي غاړو کې يې منظرې ډېرې په زړه پورې دي…)).
د چین د شینجيانګ د اویغور کورواکه سیمه د افغانستان له شمال- ختیځ بدخشان ولایت سره ګډه پوله لري او د مختلفو ملیتونو څه د پاسه ۲۵ ميلیونه وګړي پکې ژوند کوي. د دې سيمې په اورومچي ښار کې نړیوال لوی بازار، د کناس ښکلی او ارام جهیل، د تورپان ښایسته کاسه، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ډېر د لیدو وړ ځایونه دي. د چین د کمونېست ګوند د ۱۸مې دورې مرکزي کمیټې په تېره بیا د شینجیانګ له دویمې مرکزي کاري ناستې راهیسې د بېلابېلو ملیتونو خلک ښې لاسته راوړنې لري، چارې یې خوندي او د نيکمرغۍ احساس لري. په ټوله کې شینجیانګ خوځنده ځواک لري او هلته ډېرې په زړه پورې کیسې اورېدل کیږي.
د سان چانګ څاوز په نوي کلي کې د مالدارۍ بدلونونه
د شینجيانګ جیموسار ولسوالۍ د بي تینګ علاقه دارۍ سان چانګ څاوز کلی د قزاق مالدارانو نوی استوګنځای دی، چې د دې ولسوالۍ له دریو غرنيو سیمو څخه د مالدارانو لس ګونه کورنۍ ورته راغلې دي. مامورخان کلان هم یو له دوی څخه دی او هغه سیلانیانو ته د دغه ځای کیسه وکړه او ويې ویل، پنځه- شپږ کاله مخکې دغه ځای یوه لویه دښته وه او یوازې وحشي بوټي به پکې ولاړ وو، هغه او نورو مالدارنو به د پخوانیو نسلونو په شان دلته مالداري کوله او ژوند به یې په بېوزلۍ کې تېرېده. په ۲۰۱۴ کال کې د ده کورنۍ د بېوزله کورنيو په لېست کې شامله شوه او ځايي حکومت دوی ته ۴ غواګانې او ۱۷ وزې ورکړې، څو دوی له بېوزلۍ څخه ووځي. هغه د محلي حکومت په مرسته د مالدارۍ او تخنيک روزنيزو چارو په کورسونو کې ګډون وکړ او هلته يې د یوه څاڅکي اوبو د لګولو مهارت هم زده کړ. هغه د تېرو شپږو کلونو په بهیر کې زده کړي تخنيکونه وکارول او اوس یې غواګانې او وزې زیاتې شوې دي، نوموړی اوس ۱۵ غواګانې او ۱۱۰ وزې او پسونه لري او د کال کابو ۶ زره امريکايي ډالره عايدات ترې لري.
شپیته کلن سپين ږیری اغا خان د خپل کور شاوخوا چاپیریال څخه ډېر راضي دی. ځايي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې هلته ډېرې پانګونې کړې او د اوبو، برېښنا او سړک په ګډون ډېر بنسټیز تاسیسات يې بشپړ کړي دي. د سړکونو پر دواړو غاړو ونې ولاړې دي او د وحشي بوټو دښته اوس په عصري کلي بدله شوې ده. اغاخان د نورو کلیوالو په شان یو نوی کور هم تر لاسه کړی، چې مساحت یې ۱۲۰ متره مربع دی او ۱۲زره امريکايي ډالره لګښت پرې شوی دی. خو هغه یوازې ۳ زره ډالره لګښت پر غاړه اخیستی او نور لګښت ځايي حکومت ورکړی دی. د ده په نوي کور کې ټلوېزیون او یخچال هم شته او کور ته نږدې بڼ يې د ميوو ونې لري او پټي یې ښه سابه کوي او چرګې او چرګان هم ساتي. نوموړی له خپل ژوند ډېر راضي دی، څه ته اندېښنه نه لري او خوشحال ژوند کوي.
د مامورخان او اغاخان له کیسو څخه د شینجیانګ د خلکو خوشالي څرګندېږي. په تېرو ۵ کلونو کې د شینجیانګ د خلکو د هر کس پر سر عایدات ۱،۵ برابره زیات شوي او هلته څه د پاسه لسو ميلیونو وګړو نوي کورونه تر لاسه کړي دي. شینجیانګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوب تر لاسه کړی دی. په ۲۰۱۴ کال کې په شینجیانګ کې د ثبت شویو بېوزلو کسانو شمېر درې ميلیونه او ۸۹ زره تنه ښودل شوی و، خو تر ۲۰۱۹ کال پورې د دې سیمې دوه ميلیونه ۹ لکه ۲۳ زره او دوه سوه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. د دې ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې د بېوزلو کسانو لپاره د کور لرلو او د خوراکي توکو، جامو، بنسټیزې ښوونې او روزنې او درملنې اسانتياوې هم برابرې شوې دي او اوس ټول ارام ژوند کوي.
په شین یوان ولسوالۍ کې د ملي يووالي کوڅه
د شین یوان ولسوالۍ کان سو علاقه داري د اورومچي ښار جنوب- لویديځ ته په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده او په دغه علاقه دارۍ کې د ملي يووالي په نوم یوه کوڅه شته، چې په کې د هان، اویغور، قزاقي او هوی ملیتونو ۹ کورنۍ ژوند کوي.
د هان قوم اتیا کلنه سپین سرې جانګ ګوي ینګ کونډه ده او زوی او لور یې په بل ځای کې ژوند کوي. په دې وروستیو کلونو کې میرمن جانګ ګوي ینګ چې ډېر عمر لري، لږ څه ناروغه شوې وه او د هغې ګاونډي اویغوري ځوان کورمن ورسره ډېره مرسته وکړه. يوه شپه د مېرمن جانګ د کور د اوبو نل خراب شوی و او هر ځای ته ترې اوبه بهېدلې وې، کله چې کورمن خبر شو، نو ډېر ژر یې ځان ور ورساوه او د اوبو نل یې ورته جوړ کړ. کله چې واوره وریږي، نو کورمن یې له بامونو واوره توږي او لارې ورته پاکوي. جانګ ګوي ینګ وايي، چې زه او د کورمن کورنۍ نږدې نيمه پېړۍ کیږي، چې ګاونډیان یوو، موږ یو له بل سره مرسته کوو، موږ د یوې کورنۍ په څېر یو او کورمن زما د زوی په شان دی.
د قزاق قوم سپین ږیری تورسنبي علي یوازې ژوند کوي. د هغه ملا درد کوي چې له امله یې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی، د ده ګاونډی اویغوري ځوان عمر کله کله د هغه کور ته ورځي او مینځي یې، جامې ور بدلوي، نوکان ور پرې کوي او په بڼ کې یو ځای قدم ورسره وهي. هغه ۱۵ کاله کیږي چې د نوموړي خدمت کوي. عمر وايي چې د دوی کورنۍ له ډېر وخت راهیسې ښې اړيکې لري، اوس کاکا سپین ږیری شوی، نو موږ باید تر وسې پورې ورسره مرسته وکړو او مونږ ټول عمر ښه ګاونډیان او خپلوان پاتې شوي یو.
د هوی قوم ماهای لان او د اویغور قوم ایمانام ښې ګاونډیانې او ملګرې دي. د ما های لان په مرسته ایمانام د سابو روزنه زده کړه، چې اوس نه یوازې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي؛ بلکې لږ څه اضافي عایدات هم تر لاسه کوي. دوی وایي چې موږ د خويندو په شان یو او ژوره دوستي لرو.
د دې علاقه دارۍ د ملي يووالي کوڅه د شینجیانګ د مختلفو قومونو د یووالي یوه نمونه ده. د شینجیانګ د څه پاسه یو ميلیون او شپږ لکه کیلومتره مربع مساحت کې د چین د ۵۶ قومونو وګړي ژوند کوي، چې پکې د اویغوري، هان، قزاقي او هوي قومونه ډېره برخه نیسي. افغانان هم ښايي د دغو قومونو له نومونو سره اشنا وي، د بېلګې په ډول، تاجک، ازبک، قزاق او داسې نور قومونه… له دغو مختلفو قومونو څخه چیني ملت جوړ شوی، چې په همغږۍ او يووالي ګډ ژوند کوي. دوی د شینجیانګ ارامتیا او امنیت په ګډه ساتي او د شینجیانګ د دایمي ثبات او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره خپل ستر خدمتونه کوي.
د اورومچي ښکلې شپنۍ منظرې
په اورومچي کې د ماښام تروږمۍ په خورېدو سره ښکلې منظرې تر سترګو کیږي، د دغه ښار اوسیدونکی لیو های چیانګ کله کله شي دا چیاو نومي لوی پل ته چکر وهي او هلته د رنګارنګ څراغونو ننداره کوي او له ښکليو منظرو خوند اخلي. هغه کله کله له کورنۍ سره یو ځای د دغه ښار د نړیوال لوی بازار واټ ته هم ځي او هلته خوندور خوراکونه خوري، نڅاوې ګوري او سيل کوي. دلته د اورومچي ښار عنعنوي او عصري او نړیواله بڼه احساسیږي. لیو های چیانګ پوهیږي چې دغه ارامتیا او سوکالي په اسانه نه دي تر لاسه شوي. په اورومچي ښار کې د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۵مه د زورزیاتي او ترهګرۍ پیښه وشوه، چې له امله یې ۲ سوه تنه ووژل شول او ۱۷۰۰ نور ټپيان شول. دغه پېښه د اورومچي ښار د نړیوال لوی بازار په شاوخوا کې شوې وه، چې له امله یې ياده سيمه ډېره زيانمنه شوې وه. د ۲۰۱۴ کال د مې په ۲۲مه بريدګرو دوه موټرونه یاد پل ته نږدې په یو سهارني بازار کې پر خلکو ور وخيژول او وروسته یې چاودنې وکړې، چې له امله یې ۳۹ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپيان شول. د دې پېښې له امله خلکو ته وېره پيدا شوه او ياد بازار هم سوړ پاتې شوی و.
د بېلابېلو قومونو خلک له ترهګرۍ څخه کرکه کوي، نو حکومت له قوانینو سره سم په ټینګې ارادې او جدي تدبیرونو د ترهګرۍ، بېلتون غوښتونکو او تُندلارو ((درې ناوړه قواوې)) پر وړاندې مبارزه وکړه او د ټولنې ثبات او امنیت يې وساته. درې کاله کيږي چې په شینجیانګ کې هیڅ ترهګریزه پېښه نه ده شوې او خلک یې په امنيت او ارامۍ کې ژوند کوي، په بازارونو کې ازادانه چکر وهي او له خپلو ماشومانو سره په پارکونو کې لوبې کوي. دوکانداران د شپې تر ناوخت کاروبار کوي او هيڅ وېره نه لري.
په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱۳ ميلیونو کورنيو او بهرنیو سیلانیانو له شینجیانګ څخه لیدنه وکړه، چې دغه رقم د وړم کال په پرتله ۴۲ سلنه زیات و او شینجیانګ څه د پاسه ۵۵ ميلیارده ډالره عایدات ترې تر لاسه کړي دي.
چین د مختلفو قومونو ګډ کور دی، قومي او مذهبي تګلارې لري، ټول قومونه او مذهبونه د هيواد په هر ځای کې یو شان حقونه لري. د چین حکومت د چیني ملت د ګډې ټولنې پر رویې، په چین کې د مذهبونو پر سالمېدو، د بېلابېلو ملیتونو پر یووالي او د مذهبونو پر سالم پرمختګ ټینګار کوي، چې د هېواد د مختلفو قومونو د خلکو لخوا يې هرکلی شوی او پلویان لري. شینجیانګ د مختلفو قومونو او بېلابېلو عقیدو لرونکو خلکو ګډ کور دی، خو له یوې مودې راهیسې ځينې کسان د ملیت او مذهب په نوم بېلتون غوښتنه، تُندلاري او ترهګري کوي او د شینجیانګ ارامتیا او امنیت ته يې زیانونه رسولي دي.
د شینجیانګ له دویمې مرکزي کاري ناستې راهیسې او د اړوندو خواوو د ګډو کوششونو په رڼا کې دغه سيمه ارامه شوې، د خلکو ژوند خوندي شوی، د بېلابېلو قومونو لپاره د چیني ملت د ګډې ټولنې رویه د زړه له کومې د احساساتو ګډ ټکی ګرځېدلی، د ملي یووالي احساسات نور هم نږدې او ژور شوي، په مذهبي ساحه کې همغږي او ثبات نور هم ټینګ شوی او د شینجیانګ د دایمي امنیت او پرله پسې پرمختګ لپاره ټینګ اساس کېښودل شوی دی.
افغانستان له شینجیانګ سره د غرونو له لارې وصل شوی او د ګډ برخلیک ټولنه لري، نو ارام او ښه شینجیانګ د افغانستان په ګټه هم دی. د افغانستان د حکومت چارواکي، ګوندي غړي، خبریالان، محصلین او کارګران او نور افغان دوستان شینجیانګ ته تللي او هلته يې له ډېرو سیمو ليدنې کړې دي. د دې تر څنګ، شاوخوا ۲۰۰ افغان ماشومان چې د زړه سوري په مورزادي ناروغۍ اخته وو، په اورومچي کې یې درملنه وشوه او روغتيا يې تر لاسه کړه. دغه ماشومان وايي چې په شینجیانګ کې له تود هرکلي او ښکلې مسکا سره مخ شوي او هلته یې خواږه خټکي خوړلي دي. شینجیانګ اوس د دوی لپاره دویم ټاټوبی او ښه ګاونډی دی.
رییس شي جین پینګ د شینجیانګ په سږنۍ درېیمه مرکزي کاري ناسته کې په تېرو ۵ کلونو کې د شینجیانګ لاسته راوړنې لنډیز کړې، په نوې موده کې یې د شینجیانګ د کارونو لپاره هر اړخیز ترتیبات وړاندې کړل او پر دې یې ټینګار وکړ چې په نوې موده کې باید د شینجیانګ د ادارې په اړه د ګوند پر عمومي پلان پرله پسې ټینګار وشي او د چین ځانګړتیا لرونکی سوسیالیستي شینجیانګ بايد داسې اباد شي، چې متحد، همغږی، سمسور، شتمن، متمدن او پرمختللی وي او ښه ایکولوژیکي چاپېريال ولري او خلک یې زیارکښ او چارې یې خوندي وي. دا به د شینجیانګ د دایمي پرمختګ او پرله پسې ارامتیا او د خلکو د لا ښه او نیکمرغه ژوند لپاره ټینګ ضمانت برابر کړي. په راتلونکي کې به همداسې ډیرې په زړه پورې کېسې وي او حتماً به افغانانو ته هم لا زیاته نیکمرغي ورسوي.