د یوې ستونزې سختوالی او پېچلتیا د هغې ستونزې پر لویوالي پورې اړه نه لري، بلکې په هغه وزن پورې اړه لري چې موږ او تاسو یې د خبرو له لارې دې ستونزې ته ورکوو. زه اکثره وخت خپلې حللارې هغه وخت پیدا کوم چې خپلې ستونزې تر ټولو ساده او اسانه په نظر کې ونیسم. په اصل کې لومړی له ځانه پوښتم چې: «زما له نظره د حللارې د پیل او پای ټکی کوم دی؟ د خپلو سترګو پر وړاندې ستونزې ته نظر اچوم او د حللارو پر لټولو ټینګار کوم. خو ځان د یادې ستونزې تر اغېزو لاندې نه راولم. پوهېږم چې که هره ستونزه تر ټولو ساده په پام کې ونیسو، د درک او پوهېدو وړ ګرځي او هره د پوهېدو وړ ستونزه او موضوع کولای شو په اسانۍ سره حل کړو.»
ډېری کسان دومره په یوه ستونزه کې را ګیر کېږي چې دا یې له یاده وځي چې ګواکې دغه ستونزه د یوه لوی سفر برخه ده. موږ ټول د ازمایښت او تېروتنې له اصطلاح سره اشنا یو، خو لا هم د یوې موضوع د کره کتنې لپاره له پوره صبر او استقامته برخمن نه یو.
ران کلېن له نوموړو ساده تګلارو په ګټې اخیستنې وکولای شول چې داسې اختراعګانې وکړي چې زموږ ډېرو د ژوند د بدلون او ساده والي لامل شوې.
کله یې چې ترې وپوښتل چې څه ډول د اعتباري برېښنایي کارتونو د رامنځ ته کولو فکر ور سره پیدا شو، هغه ځواب ورکړ چې هغه مهال د پلورنځیو او رستورانتونو پېرودونکي د نغدو پیسو، ورځنیو حسابونو، راکړې ورکړې او پېر او پلور په برخه کې له لویو سرخوږیو سره مخ و او دا چې د هرڅه لپاره یې باید نغدې پیسې له ځان سره لېږدولې وای، پلورونکي د پورونو له لویو لېستونو تر پوزې راغلي وو. هماغه وو چې فکر مې وکړ اړینه ده چې داسې ساده او اسانه حللاره رامنځ ته شي چې خلک په اسانۍ سره وکولای شي خپلې ورځنۍ چارې له ځنډ او خنډ پرته پر مخ بوځي.
په لومړیو کې به خلکو ته پلن پلاستیکي کارتونه ورکول کېدل چې اعداد پرې په لویه بڼه حک شوي وو. کله به چې یو پېرودونکي څه شی اخیستل، پلورونکو باید په لاسي بڼه د ټولو پېرودونکو لېست چک کړی وای چې مطمین شي د هغه نوم د اخطاریې او یا پوروړو په لېست کې نشته. دغه تګلاره تر ډېره وخته نیوونکي وه او په ځانګړې توګه د رخصتیو په ورځو کې یې خلک د وخت له کموالي سره مخ کول.
ران فکر وکړ چې کولای شي دغه ستونزه له یوې ساده تګلارې په ګټه اخیستو حل کړي. هغه د کار د اسانتیا لپاره فکر وکړ چې پلاستیکي کارتونه باید برېښنایي کړي. هغه لومړی په کارتونو باندې کوډ لرونکي سوري را منځ ته کړل چې د کارت د حساب شمېرې ښودونکي وو. وروسته یې بله غوره نظریه ذهن ته راغله. هغه په کارتونو باندې د معلوماتو د ضبط په خاطر زېړه مقناطیسي اوسپنه وکاروله چې دغه کار تر هغه وخت پورې بې ساري و. نوموړی دې پایلې ته رسېدلی و چې که چېرې دغه زېړه اوسپنیزه مقناطیسي برخه په کارت ونښلوي او د کارت اړوند شمېره په همدې برېښنایي زېړې اوسپنې ضبط کړي، کولای شي کارت په یوه شمېره لوستونکي ماشین کې دننه کړو چې د کارت اړوند شمېره د ماشین حافظې ته ولېږدول شي. د ران دغې نظریې نتیجه ورکړه، نوموړی هغه شرکت ته ورغی چې پلاستیکي اعتباري کارتونه یې تولیدول. له هغوی یې وپوښتل چې غواړی په کارتونو مو یوه مقناطیسي- برېښنایي اوسپنه ولګوی؟ هغوی وویل: که چېرې کوم څوک دا کار وکړي، ښه راغلاست ورته وایو. هماغه وو چې د لومړي ځل لپاره د پېرودونکو لپاره ځیرک اعتباري کارتونه اختراع شول.
ران په مرکه کې پر خپله څوکۍ تکیه کړې وه او په پوره ویاړ سره یې وویل: «پوهېږی چې د تګلارو د پیدا کولو راز په څه کې دی؟ یوازې دا چې د هغوی په لټه کې و اوسو.» د هغه ستراتيژي څه وه؟
نوموړی وايي: «ما هڅه کوله چې هره ورځ نوي څه زده کړم، د خپل ژوند او چاپېریال په نسبت حساس و اوسم او خلکو ته ارزښت ورکړم. یو ځل بیا وایم، هر چېرته چې ستونزه موجوده وي، حللاره او تګلاره هم شته او دا هغه څه دي چې زه یې تل په لټه کې یم. زه د تل لپاره د پیل ټکی (پرابلم یا مسئله) څېړم او ارزوم یې او وروسته د پای ټکي (د ستونزې یا مسئلې د حللارې) په لور ورځم. دا هماغه د کار اساسي موخه ده او له دې ور هاخوا نور هر څه بې ارزښته دي.»
ران له خپل لاسي بکسه یو دایرة المعارف (هغه اثر چې د علومو مختلفې څانګې پکې څېړل شوې وي) را وویست، هغه یې په خپل لاس کې پورته ونیو او ویې ویل: «وګورئ، کوم کار چې ما وکړ هغه دا و، هغه مخونه چې د «سختۍ» نوم پکې راغلی و، څیرې مې کړل او لرې مې واچول او هغه مخونه چې د «ستونزې» نوم پکې راغلی و، له ځان سره مې وساتل.
په یاد ولرئ، هر چېرته چې ستونزه موجوده وي، حللاره هم شته. د تګلارې او حللارې موندلو کیلي دا ده چې هېڅکله شا ته مه ګورئ او د تېر په اړه فکر مه کوئ، بلکې د تل لپاره مخ پر وړاندې لاړ شئ، دا چې نه پوهېږی چې څومره بریا ته نږدې شوي یاست، کېدای شي څو متره وړاندې هغه شتمني او خزانه ومومئ چې په لټه کې یې یاست.» دغه حقیقت زموږ ډېرو په اړه صدق کوي.
رښتینې لاسته راوړنه د استقامت او هیلو په لور له ګام اخیستلو سرچینه اخلي. هر کله چې د بریا په لور روان یاست، هرو مرو به بریالي کېږی. همدومره کافي ده چې یوازې د پرمختګ په اړه فکر وکړئ او مطمین اوسئ چې د لارې په اوږدو کې مو د بې ارزښته موضوعاتو له امله لاس او پښې ونه تړل شي.
فکر وکړئ چې له کابله د هرات په لور روان یاست. پوهېږی چې د پیل ټکی کوم دی او د موخې په اړه هم پوره معلومات لری. په ګاډي کې سپرېږی او حرکت کوی. تر هغه چې د پیل او مقصد ټکي ستاسو په ذهن کې وي، هر هغه خنډ چې د لارې په اوږدو کې ور سره مخ کېږی، کېدای شي ګڼه ګوڼه وي، کېدای شي د موټر ټایر مو پنچر شي او یا بل هر څه چې وي، ستاسو لپاره بې ارزښته دي. ځکه چې په هر حالت کې تاسو خپل حرکت ته دوام ورکوی او د خپلې موخې پر لور روان یاست. که چېرې پر هغو ستونزو سربېره چې ور سره مخ کېږی، پر هغې لاستې راوړنې ټینګار وکړئ چې په پای کې مو په برخه کېږي او خپل پرمختګ ته دوام ورکړی، له سختیو پرته به خپلې موخې ته ورسېږی.
ران په داسې حال کې چې په څوکۍ کې ناست و، په غرور سره يې وویل: «نور خلک هم په خپلو هیلو او خوبونو کې شریک کړئ، د خپلو نظریاتو، پوښتنو او موخو له شریکولو مه وېرېږئ. لکه څنګه چې د لارې په اوږدو کې مو ګاډی خرابېږي او له یو مستري سره اړیکه ټینګوی، لکه څنګه چې یوه پته درنه ورکېږي او له یو چا غواړی چې لارښوونه درته وکړي، همدارنګه د ژوند د سفر په اوږدو کې هم داسې کسان شته چې د مرستې لپاره تیار دي. ټول بریالي انسانان په دې پوهېږي چې په یوازې ځان نه شي بریالي کېدای او د بریا لپاره یوې ډلې ته اړتیا لري. تاسو د هغه کس په توګه چې خپلې موخې لری، د یوې ډلې مشري پر غاړه واخلئ.»
رښتیني مشران په خپل ژوند او کسب و کار کې یوه ګډه ځانګړتیا لري: د هر ډول اور تر لمبو لاندې بیا هم ارام او صبر لرونکي دي.
د یوه رهبر او مشر دنده دا ده چې کله شرایط د تمې خلاف سختېږي، پیاوړی او ثابت پاتې شي. د یو مشر او رهبر کړنې د تل لپاره د خپل رعیت تر څارنې لاندې وي، داسې چې کله ستونزې رامنځ ته کېږي او د نورو د وېرې لامل کېږي، مشر او رهبر د وېرېدو او له هر څه نه د لاس په سر کېدو لپاره وخت نه لري. په ګواښونکو شرایطو کې زموږ ټولو تمه له مشر او رهبره ده چې لارښوونه راته وکړي. تاسو باید د یو مشر په توګه پیاوړي او د اتکا وړ اوسئ، ځکه چې اړتیا ده چې ستاسو پیروان په دې پوه شي چې کولای شي پر تاسو باور وکړي. نو پر دې اساس، له ارامتیا او ثابت قدمۍ سره یو ځای د ځواک او پیاوړتیا درلودل، له ستونزو او خنډونو سره د مخ کېدو پر مهال د یو مشر او رهبر ځانګړتیا ده.