دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

څنګه د خپلو موخو څښتنان کېدای شی؟

ژباړه: امان الله حنیفي

جنوري 12, 2021
in ژوند
0 0

که غواړی چې هغه کس جوړ شی چې تاسې یې غواړی او هغه موخې چې تاسې یې څښتنان یاستی، په خپل ذهن کې ښې تصور کړی، لاندې کړنې تر سره کړئ:

۱ـ له ځان سره مو ژمنه وکړئ

ممکن یو کس هم پر تاسې باور ونه کړي او تاسې بریا ته ونه رسېږی، خو که پر ځان باور ونه لری، هېڅکله به بریالي نه شی. که پر ځان باور نه لری، بیا دا هم نه شی کولای چې په ارامۍ سره پر نورو شیانو باور وکړی او یا هېڅ دا انګېزه نه لری چې یو قدم پرمخ واخلی. خو هغه کسان چې د خپلو موخو مسوولیت مني او پر ځان باور لري، په ډېرې راحتۍ او ډاډ سره له ځان سره ژمنه کولای شي.

«حتی که پر تاسې یو کس هم باور ونه لري، بیا هم کولای شی بریا ته ورسېږی؛ خو که پر ځان باور ونه لری، هېڅکله به بریالي نه شی.»

د خپلو موخو څښتن اوسېدل په دې مانا چې پر ځان باور ولرئ او ټولې وېرې مو له زړه وباسئ. د «اکیلا او سیالي» فیلم ډېرې صحنې پر ځان او وړتیاوو باور لرلو ته اشاره کوي.

د دې فیلم کیسه د اکیلا په نوم د یوې نجلۍ پر ژوند راڅرخي، چې په لاس انجلیس کې ژوند کوي. هغه پر ډېرو ستونزو او مشکلاتو برلاسې کېږي او د دې لپاره هڅه کوي چې د هجي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. کله یې چې استاد ډاکټر لارابي له هغې وپوښتل: «ایا په ژوند کې کوم هدف لرې؟ کله چې لویه شې، څه غواړې؟ ډاکټره، وکیله او یا هم کمېډنه؟ اکیلا ځواب ورکړ: «نه پوهېږم، خو یوازې دومره پوهېږم چې په هجي کولو کې پیاوړې یم.»

استاد یې هغه ته یوه تابلو وښوده او وویل: «لاړه شه هلته او هغه مطلب چې پر هغه تابلو لیکل شوی، په لوړ اواز یې ولوله!»

اکیلا وویل: «زموږ لویه وېره له دې نه ده چې موږ نالایق او بې کفایته یاستو، بلکې وېره مو له دې ده چې موږ له اندازې زیات پياوړي یاستو. موږ له ځانه پوښتو، زه څوک یم چې پياوړی او بااستعداده و اوسم؟ په اصل کې دا پوښتنه داسې مطرح شوې ده چې دا ډول شی؟ موږ دې دنیا ته د دې لپاره رالېږل شوي یو، څو د خدای ج هغه وړتیا چې موږ ته یې راکړې ده، په مټ یې د دې دنیا هستۍ ته ښکلا ور وبښو. کله چې د خپلې دروني وړتیا څرګندولو ته چانس ورکړو، نورو ته هم دا فرصت ورکوو چې هغوی هم دا کار وکړي.»

لارابي پوښتي: «ایا همدا څه تاسې ته کومه مانا لري؟ دا یانې څه؟»

هغه بېرته ځواب ورکوي: «دا یانې موږ باید ونه وېرېږو.»

لارابي: «له څه وېره؟»

اکیلا: «وېره له …. .»

تاسې تر هغې چې پر خپل ځان باور ونه کړی، پر خپلو موخو باور نه شی کولای. په همدې اړه تاسې ته یو مطلب وایم: زه په زړه کې لویې لویې موخې لرم، ځکه فکر کوم چې ورته رسېدلی شم، نه په دې دلیل چې زه خلاق او نوښتګر یم. هر څوک دا وړتیا لري چې هرڅه خلق کړي او هرڅه ته په ارزښت قایل شي. زما وده او پرمختګ کول له ماشوموالي پيل شوي وو. مور، پلار او ښوونکي مې راسره مرسته کړې وه. له هغه وروسته مې هم ښوونکو، د ژوند ملګري او هم اولادونو راسره مرسته کړې ده. دې ټولو زما حوصله او وړتیاوې لوړې کړې دي.»

که غواړی چې بریالي اوسی، باید باوري اوسئ چې کوم کار به کوی. که غواړی چې خپلې موخې پر حقیقت بدلې کړی، باید له ځان سره ژمنه وکړئ.

۲ـ د دې پر ځای چې ژوند مو څنګه دی او هغسې چې دی هماسې یې ومنئ؛ پر ځای یې هغه رهبري کړئ

د انتخاب او ټاکنې وړتیا تر ټولو پیاوړې ځانګړنه ده چې یو څوک یې لري. له بده مرغه ډېری کسان پرته له څنګې او ولې ژوند هغسې چې دی، مني یې او هېڅکله نه شي کولای چې رهبري یې کړي. بالاخره هغه کسان خپله ځان ته پر یوه ستونزه بدلېږي او نه شي کولای چې پر هغو ستونزو برلاسي شي چې د دوی د پرمختګ مخه نیسي.

د یوې موخې د لرلو لپاره باید د خپل ژوند کنټرول په خپل لاس کې ولری او ژوند مو څنګه چې دی، هغسې یې ومنئ. الي ویسل د دویمې نړیوالې جګړي سرتېری لیکي: «کله چې مړ شې او له خپل خالق سره ملاقات وکړې، هلته له تا څوک نه پوښتي چې ولې دې د سرطان لپاره درمل کشف نه کړل، هلته له تا پوښتي چې ولې پر هغه کس چې توانايي او وړتیا یې مو درلوده، بدل نه شوې؟»

خپلو خدای راکړل شوو وړتیاوو ته رسېدنه یا له هغه ګټنه، په دې پورې تړلې چې د خپل ځان او ژوند مسوولیت مو خپله ومنئ، مانا دا چې د یو فعال رهبر نقش ولوبوئ.

څنګه کولای شی دا کار وکړی؟ ځان ته په هو ویلو، هیلې او موخو لرلو سره دا کار کولای شو. که له نه ویلو سره عادت یاستی، کېدای شي له ځینو ستونزو سره مخ شی. که همدا خبره ستاسې په اړه صدق کوي، لږ تر لږه ځان په هو ویلو هم عادت کړئ. دا له یاده مه باسئ چې تاسې خپله د خپل ځان لپاره یوه معجزه یاستی. مانا دا چې هرڅوک په هغه پورې د تړلو وړتیاوو، تجربو او مناسبو فرصتونو لرونکي دي، چې ممکن نور له هغه محروم وي. دا ستاسې مسوولیت دی چې پر هغه څه بدل شی، چې ستاسې په وجود کې د هغه وړتیا او توانايي شته. دا نه یوازې ستاسې په ګټه دي، بلکې د ټولو په ګټه دي.

۳ـ له خپل کار سره مو مینه وکړئ او هغه کار وکړئ چې مینه ورسره لری

ایرونیک برلین د امریکا له پیاوړو موسیقي پوهانو څخه دی، چې ډېرې سندرې او ترانې یې ویلې دي او لا اوس یې هم ترانې د نړۍ د ډېرو پلورل شوو ترانو په کتار کې راځي. له ساندیګو یونیون سره د مصاحبې پر مهال دان فردي له هغه پوښتي: «ایا داسې کومه پوښتنه شته چې تر اوسه له تا نه وي پوښتل شوې او ته غواړې چې هغه له تا وپوښتل شي؟»

برلین ځواب ورکړ: «هو، هغه پوښتنه چې تاسې د هغو بې شمېره سندرو په اړه چې ویلې مو دي او تاسې تر ډېره په همدې کار کې بریالي یاستی، څه فکر کوی؟ او زه ځواب ورکوم چې زه اوس هم داسې فکر کوم چې هغه هرڅه فوق العاده دي.»

بریالي انسانان هغوی دي، چې موخې لري او هغه تعقیبوي. هغوی له خپل کار سره مینه لري او هغه کار کوي چې مینه ورسره لري. هغوی پر دې برلاسي دي چې د خپلو غوښتنو او وړتیاوو رهبر و اوسي. ولې؟ ځکه استعداد، موخې او بالقوه وړتیاوې هر وخت یو پر بل پسې پر حرکت راځي. زه پر دې باوري یم چې خدای پاک هېڅوک داسې نه دي پيدا کړي چې له یوې برخې سره د مینه ولري او په بله برخه کې دې وړتیا ولري. هر وخت د وړتیا او مینې تر منځ مستقیمه رابطه شته.

د «له ژوند سره باید څه وکړم؟» کتاب لیکوال پو برونسون لیکي: «زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې تلپاتې بریا په کسب او کار کې هغه وخت پیلېږي، کله چې له ځانه دا پوښتنه وکړو چې له ژوند سره باید څه وکړو؟ هو، رښتیا چې همداسې ده. یو څوک یو فوق العاده صنعت ته په داخلېدو سره نه بریالی کېږي او نه هم د یو مشخص کار په ټاکلو سره بریا ته رسېدای شي؛ بلکې هغه وخت بریا ته رسېدای شي چې له ځانه وپوښتي، دی/دا په اصل کې څوک دی/ده او له دې وروسته د هغه کسب او کار په لټه کې شي، چې مینه ورسره لري.

ډېری بریالي کسان هغسې چې برونسون وايي، عمل کوي. کارلي فیورنیا وايي: «یا ښه په مینه یو کار وکړئ او یا هغه ښکل کړئ او ترې تېر شئ. د نورو د خوښ ساتلو لپاره کار مه کوئ، هغه کار وکړئ چې زړه او ذهن مو یې غواړي. داسې انتخاب وکړئ چې ټول وجود مو پر حرکت راولي». د نورو د موخو لاس ته راوړونکي مه اوسئ، ولې؟ ځکه کله چې موخو ته رسېدل غواړی، موخې مو هم تاسې ته رسېدل غواړي؛ نو پر دې اساس، د نورو د موخو پالل پر یو وحشتناک غوایه له بدلېدو پرته بل څه نه دي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In