ځینې خلک د مصروف ژوند او یا ځینو عادتونو له امله د ډېر لږ خوب کولو عادت لري، خو ایا په دې پوهیږی چې د یوې اونۍ لپاره دغه عادت خپلول انسان د زړه او فلج پر ناروغیو اخته کولی شي؟ د فنلینډ په هیلنسکي نومي پوهنتون کې تر سره شوې دې څیړنه کې ویل شوي، هغه خلک چې لږ خوب کوي، د هغوی په وینه کې د هغه مضر کلیسټرول اندازه زیاتیږي کوم چې د زړه او فلج د ناروغیو خطر زیاتولی شي. په څېړنه کې ثابته شوې چې لږ خوب کوونکو خلکو کې د بدن مختلفو برخو ته د کلیسټرول انتقالوونکی جینونو سیسټم غیر فعاله کیږي. له پایلو څخه څرګندیږي هغه خلک چې د شپې ۷ یا ۸ ساعته خوب نه کوي، په هغوی کې د وینې د شریانونو ناروغي لکه د زړه حمله، فلج او د زړه د نورو ناروغیو خطر زیاتیږي. یوه اندازه کلیسټرول په وینه کې پیدا کیږي کوم چې د بدن مختلفو حجراتو او برخو لپاره ډېر زیات اړین وي. د کلیسټرول یو ډول د انسان د روغتیا لپاره ډېر اړین او دویم ډول يې مضر دی.