ډېرو افغانانو په دې وروستيو ورځو کې په کابل کې لاريون ترسره کړ او په افغانستان کې د امريکا جنګي جنايتونه یې وغندل. دوی په بېلا بېلو شعارونو د امريکا او ناټو ځواکونو ټول هغه جنګي جنايتونه وغندل، چې په تېرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې ترسره کړي او له امريکا يې وغوښتل، چې افغان ملت ته د جګړې تاوان ورکړي. د دې ترڅنګ لاريون کوونکو پر نړيوالې محکمې هم غږ وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د جنګي جنايتونو پلټنه وکړي او د افغانانو دعوې ته دې رسيده ګي وکړي.
لاريون کوونکو ويل، چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان اشغال کړ، خو په تېرو شلو کلونو کې يې افغانستان ته سوله او پرمختګ نه، بلکې زيانونه ورسول او اوس یې بايد تاوان ورکړي.
د مالوماتو له مخې امريکې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دې شخړې له امله شاوخوا يوولس ميليونه وګړي کډوال شوي دي. څېړونکي وايي، چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له کبله هره ورځ شاوخوا دوه سوه پنځوسو تنو ته مرګژوبله اوښته او د افغانستان اقتصاد ته يې سخت زيانونه اړولي دي.
افغانستان له اوږدې مودې راهيسې په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کيږي او د نفوس نيمايي برخه يې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تېروي او یوه په درېيمه برخه نفوس یې کډول شوی دی. امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په وروستۍ شېبې کې هم افغان ملکي وګړو ته سخته مرګژوبله واړوله.
بي بي سي خبر ورکړی، چې د کابل په هوايي ډګر کې د تېر اګېست په ۲۶مه نېټه د شويو چاودنو له امله ډېرو ملکي وګړيو ته مرګژوبله واوښته او په مړو شويو کسانو کې زياتره يې د امريکايي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.
د دغو چاودنو له پېښېدو درې ورځې وروسته؛ امريکايي ځواکونو د کابل هوايي ډګر ته نږدې پر ملکي وګړو هوايي بمباري وکړه، چې له امله يې د پنځو بې ګناه ماشومانو په شمول لس تنه ملکيان ووژل شول.
د دې ترڅنګ پر خبري رسنيو د امريکايي ځواکونو له خوا د افغان بنديانو د ځورولو پېښې هم انعکاس کيږي. د امريکا د دفاع وزارت په ۲۰۱۶م کال کې دې ته اړ شو، چې د امريکايي سرتيرو له لوري د عراقي او افغان بنديانو د ځورولو په اړه څو سوه عکسونه خپاره کړي. د نړيوالې جنايي محکمې لویې څارنوالۍ په ۲۰۲۰م کال کې وويل، چې داسې شواهد ورته رسيدلي، چې له مخې يې نژدې سل افغان بنديان د پوښتنو او ګرويږنو پر مهال شکنجه شوي دي.
سربېره پردې د امريکا حکومت له يوې خوا د شعارونو په ورکولو غواړي، چې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي، خو له بلې خوا په ننګرهار کې د داعش ډلې له فرعي څانګې څخه پټ ملاتړ کوي او حتی هغوی ته وسلې ورکوي. په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر د ګوتو په شمېر و، خو دغه هيواد ته د امريکايي ځواکونو په تګ سره د ترهګرو شمېر له شلو ډلو هم پورته شو.
د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د منځني ختيځ د څيړنيز انسټيټيوټ پروفيسور جو وي لي وايي، چې امريکا په افغانستان کې لوی جنګي جنايتونه او د انسانانو ضد کړنې ترسره کړې دي. امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پيل کړه، خو دغه هېواد ته يې ستر ناورين ورساوه. د امريکا د جنګي جنايتونو له امله د افغانستان د حاکميت، امنيت او پرمختګ په شمول کليدي ګټې سختې ويجاړې شوي، هلته اوس بشري حقونه تضمين نه دي او د بې وزلو کسانو شمېر تر زياتې اندازې پورې ډېر شوی دی.
امريکا د افغانستان له اوسني وروسته پاتې حالت سره مستقيماً تړاو لري او په دې هېواد کې خپل جنګي جنايتونه نه شي پټولی. نړيواله ټولنه بايد د دوی د يادو جنايتونو پلټنه وکړي او نړيوالې جنايي محکمې ته دې اړونده دعوا وړاندې کړي، څو افغان ولس ته د جګړې تاوان ور کړي.
د امریکا ټولنيزپوه بيل فان اوو په يوې تبصرې کې ليکلي، چې په افغانستان کې د امريکا له خوا پیل شوې جګړه د دروغو پر بنسټ جنګي جنايت بلل کيږي. د امريکا حکومت، پوځ او خبري رسنۍ هم دغه جنګي جنايتونه ردوي او د دې جګړې پر حقيقت يې سترګې پټې کړې دي، خو نړيوال او افغانان پر حقيقت ښه پوهيږي او امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي.