په افغانستان کې د لوی بدلون تر راتګ وروسته، په لومړي ځل چين ته د دغه هيواد د جلغوزيو صادرات پيل شول. يوه ځانګړې الوتکه چې ۴۵ ټنه جلغوزي پکې بار وو، د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له کابل څخه د چين پر لور وخوځېده او د نړۍ پاملرنه یې راجلب کړه.
وي او اې (VOA) امريکا غږ راډيو پر خپلې ويبپاڼې د نومبر په لومړۍ نېټه خبر خپورکړ، چې چين له افغانستان سره مستقيمي هوايي سوداګريزې اړيکې بيا پيل کړې، تر څو د اقتصادي او بشري بحران د لېرې کولو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
د افغانستان د سرپرست حکومت مرستيال وياند بلال کريمي هيله ښودلې، چې افغانستان به له چين سره سوداګريزو چارو ته ادامه ورکړي او سوداګريزې اړيکې به ورسره لا ټينګې کړي. هغه زياته کړه، چې چين ته د جلغوزيو صادرات د کابل او بېجينګ ترمنځ د نژدې تماسونو او بحثونو پايله ده. د اټکل له مخې به په راتلونکو څو ورځو کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ په نورو برخو کې هم ښه پرمختګ وشي او د جلغوزيو له صادراتو څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پيل ښکاري.
د بريټانيا ټايمز ورځپاڼې ويلي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د چين لومړی مرستندويه ګام له جلغوزيو پيل شو.
جلغوزي د افغانستان عمده اقتصادي او زراعتي توکي ګڼل کيږي، چې د توليد کلنۍ اندازه يې شاوخوا ۲۳ زره ټنو ته رسيږي، خو روان کال په افغانستان کې د پيچلي وضعيت له امله د دغه هېواد د جلغوزيو پر صادراتو هم بد سيوری غوړولی دی. افغان خبري رسنيو ويلي، چې په افغانستان کې د جلغوزيو سږنۍ تولیدي اندازه د پخوا په پرتله ډېره لوړه ده او عمومي اندازه يې کابو ۱۷ زرو ټنو ته رسييږي. خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې هيواد د پيچلي امنيتي وضعيت له کبله د مالونو ليږد راليږد ستونزمن شوی او صادرات او واردات يې له خنډونو سره مخ شوي دي. د دغه پيچلي وضعیت له امله د دې هيواد جلغوزي هم نړيوال بازار ته نه شی داخلیدای او کاروبار يې له ډېرو ستونزو سره هم مخ شوی دی.
چين د افغانستان ښه ګاونډي دی او تل يې د ستونزو د لېرې کولو لپاره له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره مرسته کړې او کوي يې. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د اکتوبر په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره وکتل، او د دې کتنې په ترڅ کې امير خان متقي يوه بسته جلغوزي وانګ يي ته ډالۍ کړل.
تر يادې کتنې وروسته چين له دغه هېواد څخه د جلغوزيو د واردولو لپاره هڅې وکړې چې په پايله کې يې جلغوزي وړونکې الوتکه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه له کابل څخه شانګهای ته وخوځېده.
په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يوو د جلغوزيو تر ليږدولو وروسته، پر خپلې ټويټرپاڼې وليکل، که څه هم په افغانستان کې د مالونو نړيوال ليږد راليږد لاهم محدود دی، خو چين او افغانستان ډېرې ستونزې لېرې کړي او د جلغوزيو د ليږدولو بهیر يې پيل کړ. افغان بزګران چين ته جلغوزي ليږدوي او له ګټو يې برخمن دي.کوچني جلغوزي نه يوازې افغانانو ته نيکمرغه ژوند وربښي، بلکې چينايان هم ددغې خوندورې میوې مزه څکي. د افغانستان او چين ترمنځ د جلغوزيو هوايی دهليز د دواړو هېوادونو د دوستۍ مهم پل بلل کیږي.
جلغوزي د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ سمبول او د افغانستان د بيا رغونې لپاره له دې هېواد سره د چين لومړی مرستندويه اقدام ګڼل کيږي. مخکې د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي وويل، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو خلک عنعنوي دوستي لري. چين د افغانستان په کورنيو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي او په دې هېواد کې ځاني ګټې نه لټوي. چين به د افغان ملت اواز واوري او تر خپلې وسې پورې به د افغانستان د ثبات، بيارغونې او پرمختګ په برخو کې رغنده رول ولوبوي. په چين کې د توليداتو د صادراتو د نړيوال نندارتون په جوړېدو سره چين له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو ترڅنګ هيله لري، چې په لازياتو لارو چارو د اقتصادي بحران د لېرې کولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي او له افغانستان سره اړيکې لاټینګې کړي.