يوه لارۍ چې پکې د ايلي يو ميليون وچه ډوډۍ بار وه، څو ورځې مخکې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې له غورګوس بندر څخه د روسيې په لور وخوځېده. دا لومړی ځل دی، چې شينجيانګ اروپايي بازار ته وچه ډوډۍ صادروي. د وچې ډوډۍ سوداګر وايي، چې روسي مشتريانو هغه ته د زياتې وچې ډوډۍ د اخيستلو سپارښتنه کړې ده.
نوی بازار نوي فرصتونه رامنځته کوي
د شينجيانګ ايلي ناحيې پدې وروستيو دوو کلونو کې منځنۍ اسيا ته ډېره وچه ډوډۍ صادره کړې او دا د يو کمربند او يوې لارې د ګړندي پرمختګ ښکارندويي کوي.
د چين حکومت په ۲۰۱۵م کال کې شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې د مرکزي برخې په توګه وټاکه، اوس دغه سيمه د یو کمربند او یوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او ترانسپورټ مهم دهليز ګرځېدلی او د لويديځ پر لور يې د چين د ورخلاصون لپاره هم مهم رول لوبولی دی.
” يو کمربند او يوه لار “ په نړۍ کې د ګډو همکاريو پلاټ فورم بلل کيږي او د شينجيانګ په ګډون د چين بېلابېلو سيمو ته يې، بلکې ډېرو هېوادونو او سیمو ته يې هم د پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي.
چين تراوسه له څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تړونونه لاسليک کړي او اړوندو پروژو يې په دغو هېوادونو کې خلکو ته کابو ۳۰۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د يو کمربند او يوې لارې موخه د ګډې ودې موندل دي
که څه هم پدې وروستيو کلونو کې کرونا وبا نړيواله اقتصادي وده له ډېرو ننګونو سره مخ کړې، خو د يوه کمربند او يوې لارې د لاسته راوړنو مخه يې نه ده نيولې. د بېلګې په توګه د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه ۴۵ټنه افغان جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې جوړ شوی، چين ته صادر شول.
په همدې چوکاټ کې د چين او اروپا په ګډې همکارۍ د هنګري او سربيا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د روان کال په مارچ کې پرانيستل شوه او د چين او لاوس ترمنځ د اورګاډي پټلۍ هم جوړه شوې او په راتلونکي ډسمبر کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. برسيره پردې، د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين او اروپا ترمنځ هغو باروړونکو اورګاډيو چې د یوه کمربند او يوې لارې طرحې له مخې جوړ شوي، تر ۲۰۲۰م کال پورې ډېر ځلې تګ راتګ کړی او ډېر تجارتي مالونه يې ليږدولي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر نورو وړاندې يې د يوه کمربند او يوې لارې له طرحې څخه ملاتړ کړی او له چین سره يې اړوند يادښت هم لاسليک کړی دی.
افغانستان هم له يوه کمربند او يوې لارې څخه ځينې ګټې اخيستې دي. پدې وروستيو کلونو کې تر ۳۰۰۰ ټنو زیات افغان جلغوزي چې ارزښت يې له ۳۴ ميليونو ډالرو څخه زیات ښودل شوی، د هوايي دهليز له لارې چین ته صادر شوي او د زعفرانو او غاليو په ګډون د افغانستان نورو محصولاتو هم چين ته د صادرېدو لاره موندلې ده.
په چيني ژبه کې يوه اصطلاح ده، چې وايي، له يو لاس څخه ټک نه خېژي . د يوه کمربند او يوې لارې ګټې د بېلابېلو هېوادونو او بېلابېلو خواوو د ګډو هڅو له لارې ترسره کيږي، هيله ده چې بېلابېل هېوادونه او بېلابېلې خواوې په ګډې همکارۍ يو کمربند او یوه لار په ښه توګه اباده کړي او زياتې ګډې ګټې ترې پورته کړي.