له څه مودې راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو هڅې، لکه د شاه توت پروژه چې هند یې د ۲۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل په سیمه کې د ۱۴۶ میلیونه مکعب متره اوبو د ذخیره کولو په موخه د پلي کولو نیت لري، د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د هند د لاسوهنې د یوې بېلګې په توګه عامه اذهانو ته ور وپېژني. د پاکستاني رسنیو دغه په اصطلاح اندېښنې په یوشمېر معتبرو نړیوالو رسنیو کې هم انعکاس مومي او په افغانستان کې یې هم د جنجالي خبرونو تږي ژورنالېستان او رسنۍ په غبرګولو کې ناغېړي نه کوي.
پاکستان هڅه کوي چې خپل ولسونه له دې وډار کړي چې په افغانستان کې د کابل د سیند پر حوزه د بندونو جوړول به د کرښې هاخوا سیمې اغېزمنې کړي او له دې لارې د افغانستان په جګړه کې خپلې لاسوهنې توجیه کوي.
په افغانستان کې هم د ټلوېزیوني بحثونو کارپوهان چې د عیني واقعیتونو پر ځای پر عندي خیالونو ډېره تکیه کوي، کله نا کله پر پاکستان د اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د اوبو مسئلې ته ګوته نیسي.
د افغانستان اوبه د یوې سترې ملي شتمنۍ په حیث د هېواد د اقتصادي راتلونکې په اړه یو محوري بحث دی، خو دا موضوع یوه ساده شعاري خبره نه؛ بلکې خورا پېچلي تخنیکي ابعاد لري چې ژور فکر غواړي.
په دې لیکنه کې د افغانستان د اوبو تر یوې سرسري ارزونې وروسته د افغانستان پر ضد د پاکستان د حکومت او استخباراتو د روانې جګړې لپاره د پاکستاني مطبوعاتو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ګواکې افغانستان د هند په مرسته پر پاکستان د اوبو وچولو هڅه کوي. دغه راز د افغان سیاستوالو او شنونکو پام د دې موضوع واقعیت او حساسیتونو ته را اړول شوی دی.
۱ – د افغانستان د اوبو یوه عمومي ارزونه
افغانستان د اوبو پنځه بېلابېلې حوزې لري چې هره یوه یې ځانګړي تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري. د دې لیکنې مرکزي ټکی د کابل سیند او له پاکستان سره د افغانستان د اوبو موضوع ده، خو د مطلب د روښانتیا لپاره به په لنډ ډول هغه نورې څلور حوزې هم یادې کړو:
۱- د امو حوزه
د امو د اوبو حوزه په افغانستان او ګاونډ کې پر ۲۲۷۸۰۰ کیلو متره مربع ساحه کې غوړېدلې چې ۳۹ سلنه یې په افغانستان کې ده. د امو سیند ۲۵۴۰ کیلومتره اوږد دی چې ۱۲۰۰ کیلومتره یې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوي. په افغانستان کې د امو حوزه له پنځو مهمو برخو: رستاق، خان اباد، کوکچه، کندوز او پنج څخه متشکله ده. د امو سیند ۹۰۰ کیلومتره بستر د کښتیو چلولو وړتیا لري او د یو مهم ټرانزیټي محور نقش لوبولای شي.
د امو څنډو ته پرتې ځمکې په دوامداره ډول د توږل کېدو په حال کې دي، نو د امو د څنډو د استحکام موضوع د هېواد د سترو حیاتي پروژو یوه برخه بلل کېدای شي. د کوکچې پر سیند ۴۵۰ میګاواټه شاوخوا برېښنا په ظرفیت د بند پروژه هم ډیزاین شوې ده.
۲- د هريرود-مرغاب حوزه
دا حوزه د هریرود، مرغاب او کوشک رود سیندونو څخه جوړه شوې ده او شاوخوا ۸۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري.
د مرغاب سیند په ۴۰۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې پروت دی چې د ترکمنستان په شګو کې ورکېږي.
هريرود د بابا له غرونو پیلېږي، ۶۵۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهېږي، بیا سل کیلومتره د افغانستان او ایران پوله جوړوي، ورپسې په همدومره اوږدوالي د ایران او ترکمنستان پوله جوړوي او بیا د ترکمنستان له تجن سره په شګو کې ورکېږي.
د هرات په چشت شریف کې د سلمابند د هریرود اوبه ذخیره کوي. دغه بند ۶۴۰ میلیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
د هریرود اوبه د افغانستان د ابادۍ لپاره ضروري دي، خو ایران او ترکمنستان هم ترې ګټه اخیستل غواړي.
افغانستان له ایران سره د هریرود د وېش لپاره کوم ځانګړی تړون نه لري، نو ځکه ایران پر هریرود د بندونو او نورو تاسیساتو جوړولو ته د ګواښ په سترګه ګوري.
۳- د شمال حوزه
د شمال د اوبو حوزه پر ۷۱۰۰۰ کلیومتره مربع ساحه پرته ده او له څلورو عمده سیندونو: بلخاب، خلم، سرپل او شیرین تګاب څخه تشکیل شوې ده. د دې حوزې اهمیت له دې ټکي ښه څرګندېږي چې د بلخ تاریخي اهمیت د بلخاب له سیند سره تړلی دی.
۴- د هلمند حوزه
هلمندسیند د افغانستان تر ټولو ستر او اوږد داخلي سیند دی چې د اسیا په کچه په لسم کتار کې راځي. هلمندسیند ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. د اصلي رود(هلمندسیند) ترڅنګ د دې حوزې مهم سیندونه او رودونه دا دي: ادرسکن، ارغستان، چګای، ناور دښته، فراه رود، خاشرود، خوسپه رود، موسی کلا، سرده او غزني، ترنک او ارغنداب. د هلمند د اوبو شبکې ۲۶۲۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه پوښلې ده او د افغانستان په سلو کې څلوېښت کرنیزې ځمکې خړوبوي.
د هلمندسیند په برنۍ برخه کې د اوبو جریان چټک دی. د ځمکو د توږل کېدو له امله په برنۍ سیمه کې ځمکې تخریبېږي او ښکته د کجکي بند کاسه د خړې د کېناستو له امله ډکېږي. تر اوسه د هلمند د حوزې د بېلابېلو رودونو د برنیو برخو (هزاره جاتو، اروزګان، سیاه کوه…) د ځمکو د تخریب د مخنیوي او د اوبو له انرژۍ څخه د استفادې لپاره د اوبو د مدیریت په برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي. د سرده بند، د دهلې بند، د کجکي بند او د کمال خان بند په دې حوزه کې د اوبو د تنظیم مهم تاسیسات دي.
د هلمندسیند د تاریخ په اوږدو کې څو واره خپل مسیر بدل کړی چې له ایران سره د پولو په تثبیت کې یې هم کله نا کله سترې ستونزې پیدا کړې دي.
د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۲ ز کال کې یو تړون وشو چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش یوازینی حقوقي سند دی.
د کابل حوزه
د کابل حوزه چې ۷۷۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه یې پوښلې او ورسره تړلي موضوعات د دې لیکنې اصلي بحث دی چې وروسته څېړل کېږي.
کوچني خوړونه
د افغانستان د غرنۍ جغرافیې او په هېواد کې د اورښت د ټيټې کچې له امله د افغانستان د اوبو یوه د پام وړ برخه کوچنیو محلي خوړونو ته ورځي. د دغو اوبو یوه برخه د مستقیم تبخیر له امله هوا ته ځي، یوه برخه یې په محلي کروندو کې کارول کېږي، یوه کوچنۍ برخه یې د ځمکې لاندې زېرمې تغذیه کوي او یوه برخه یې د لویو سیندونو شبکې ته د ویجاړوونکو سېلابونو په بڼه ورګډېږي. پر خوړونو د اوبو د زېرمه کولو کوچني تاسیسات د افغانستان د اوبو د مدیریت یو مهم بحث دی. پر خوړونو د اوبه خور او د کلیوالي سیمو د څښاک د اوبو لپاره د کوچنیو بندونو جوړول به نه یوازې په محلي سطحه د خلکو د ژوند په ښه کولو کې اغېزمن وي؛ بلکې ترڅنګ به یې په اوږدمهال کې د چاپېریال په ښه کولو کې هم نقش د پام وړ وي. د خوړونو د اوبو سم مدیریت به د افغانستان د اوبو د مجموعي زېرمو په مدیریت کې مهم ځای ولري.
۲ – له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د کارونې ګډ مسایل
له تاجکستان او ازبکستان سره د اوبو پر وېش خاصه ستونزه نشته، خو د امو پر بهیر شمال لوري ته د اوبو فشار هم کم دی او لازم استحکامات هم شته، نو سوېل لوري ته د امو د څنډو تخریب د افغانستان لپاره یوه مهمه موضوع ده چې حل یې هم تر ډېره د افغانانو په لاس کې دی. په بدخشان کې د کرنیزو ځمکو نشتون او په ښکتني بهیر کې توپوګرافیک واقعیتونه، (د اوبو له سطحې د افغانستان د ځمکو لوړوالی) د کرنې په برخه کې د امو له اوبو ګټه اخیستنه ستونزمنوي. له دې امله له پورته دوو ګاونډیو سره د اوبو پر سر کومه لانجه نشته. البته که په راتلونکي کې وکړای شو چې د پایپ لاین په مرسته د برې امو یوه برخه اوبه د افغانستان لوېدیځو برخو او حتی ایران ته ولېږدوو، نو ممکنه ده چې شمالي ګاونډیان د دې ډول سترو زېربنایي پروژو مخالفت وکړي.
د شمال حوزې اوبه، تقریباً ټولو پولو ته تر رسېدو د مخه ختمېږي، خو د تاریخ په اوږدو کې ګاونډیو پر دې اوبو چندان تکیه نه ده کړې، نو د هغې په اړه هم د پام وړ ستونزه نشته.
ترکمنستان د هریرود پر بهیر له ایران سره پر ګډه پوله د افغانستان له مشورې پرته د دوستۍ په نامه یو بند جوړ کړی دی (۲۰۰۴ ز کال) چې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي. په افغانستان کې د هریرود په مسیر کې د اوبو د زېرمه کولو او کارولو تاسیسات چې (تر ټولو مهم یې د سلمابند دی)، ایران او شاید تر یوه حده ترکمنستان د خپلو منافعو لپاره ګواښ بولي. د دوه اړخیزو او درې اړخیزو توافقاتو نشتون د اوبو پر سر اړیکې یو څه ترینګلې کړې دي، خو د افغانستان د دولت رسمي سیاسي کرښه په دې سیمه کې د افغانستان کورنیو ګټو ته لومړیتوب ورکول دي. د ایران حکومتي مشرانو په وروستیو څو کلونو کې په ښکاره ډول په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له تاسیساتو سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا وېره شته چې د مخربو، مزدورو وسله والو ډلو پر مټ شته او جوړېدونکي تاسیسات له ګواښ سره مخ کړي. په دې برخه کې د افغانستان حکومت ته په کار دي چې هم له حقوقي اړخه او هم له امنیتي اړخه د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په جدي توګه لازم تدابیر و نیسي.
د هلمند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ دولتي تړون شته، خو په تېرو څلورو لسیزو کې جنګي شرایطو افغانستان دې ته پرې نه ښود چې خپله د اوبو برخه په کامل ډول وکاروي، نو عملاً ایران له خپل حقه زیاتې اوبه درلودې. اوس ایران هڅه کوي چې دا بالفعل وضعیت په خپله نفعه په یو ډول نه یو ډول تل پاتې کړي او حقوقي بڼه ورکړي. دلته هم افغانستان ته په کار ده چې په حقوقي برخه کې د مذاکراتو تکړه ټیمونه ولري او د ځمکې پر مخ د تاسیساتو د خوندیتابه لپاره امنیتي تدابیر ونیسي.
له پاکستان سره تر اوسه د اوبو پر سر کومه رښتینې لانجه نه ده پېښه شوې، خو یو لړ سوء تفاهمات شته چې د دواړو دولتونو تر منځ د بې باورۍ او شک فضا یې رامنځته کړې ده. زهرجن تبلیغات او پر واقعیتونو نه ولاړې اندېښنې د پاکستان له خوا د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره د پلمې په توګه کارول کېږي.
دوام لري…