ملګرو ملتونو د محمد اشرف غني نوم له هغه لېسته ایستلی چې پکې ددې سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو نومونه لیکل شوي دي. دغه راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر او د لومړۍ مېرمنې په توګه د رولا غني نومونه هم له دې لېسته ایستل شوي دي. ملګري ملتونه دا ګام په داسې وخت اخلي چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او نړۍ غواړي چې دوی په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي دوی ته وسپاري.
د محمد اشرف غني ولسمشري له پیله تر پوښتنې لاندې وه او بیا چې کله دویم ځل نوموړی د ولسمشر په توګه اعلان شو، نو ولسمشري یې یو مخ له حقوقي اړخه ننګول شوې وه. له دې امله چې هغه وخت دلته امریکايي او ناټو ځواکونه وو او هغوی اړتیا درلوده چې دلته یو حکومت وي، نو ځکه نړۍ اشرف غني د ولسمشر په توګه مانه او تعامل یې ورسره کاوه. له کابله د اشرف غني له تېښتې وروسته یوه هڅه دا وه چې هغه د یوه جلاوطني ولسمشر په توګه او حکومت یې د یوه جلاوطني حکومت په توګه پاتې شي، خو له دې امله چې هغه او حکومت یې له وړاندې هم له حقوقي اړخه مشروعیت نه لاره، نو دا چاره بریالۍ نه شوه. ددې تر څنګ په کور دننه له اشرف غني او د هغه له حکومت څخه د خلکو کرکې او د دوی خپلمنځي ستونزو هم په دې کې رول ولوباوه چې دوی نور له حسابه ووځي او بهرنیان پرې پانګونه ونه کړي.
د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې نور د اشرف غني نوم ددې سازمان د ولسمشرانو په لېست کې نه وي، پر ځای او سمه پرېکړه ده، ځکه دا یو واضح پیغام ورکوي او هغه دا چې دوی نور نشی کولی چې د افغانستان له خلکو سره د پخوا په شان خیانتونه وکړي. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر د نوم ایستل هم ځکه ګټور دي چې هغه عملا په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او کونسګریو د اداره کولو او د افغانستان پر ضد یې د کارولو هڅه کوله. له دې سره به د هغه دا افغانستان ضد هڅې کمزوري شي او د افغانستان خلک به یې له شره په امن شي. له بله اړخه د ملګرو ملتونو دا کار ځکه د ستایلو وړ دی چې د افغانستان خلکو په عملي ډول له پخواني حکومت او چارواکو څخه خپله بې زاري ښکاره کړې ده، ځکه که د افغانستان خلکو پخوانی حکومت مشروع او سم ګڼلی، نو حتمي به یې د طالبانو پر ضد د هغوی ملاتړ کړی و، خو خلکو داسې ونه کړل چې دا په واضح ډول د هغوی د نه منلو او ردولو مانا لري.
اوس ددې وخت دی چې ملګري ملتونه یو بل ګام هم واخلي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازو ته وسپاري. دا سمه نه ده چې د ملګرو ملتونو د یوه رسمي غړي هېواد څوکۍ دې له یو داسې چا سره وي چې هغه د واکمن حکومت استازیتوب نه کوي. له همدې امله دا ستونزه هم باید حل شي او په ملګرو ملتونو کې باید د افغانانو او افغان حکومت استازیتوب وشي.