دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغانستان اوبه او د پاکستان زهر

لیکنه: نجیب منلی وروستۍ برخه

دسمبر 9, 2018
in تحلیل
0 0

له پاکستان سره د اوبو وېش:

د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې تر اوسه د اوبو پر موضوع رسمي خبرې اترې نه دي شوې. د ۲۰۱۳ ز کال په اګسټ کې د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د مالیې وزیر محمد اسحق ډار د کونړ پر سیند د برېښنا د یوې سترې پروژې د ګډ کار خبره وکړه چې له هغې وروسته نه افغانستان او نه هم پاکستان دا موضوع تعقیب کړې ده.

که د کابل د اوبو د حوزې طبیعي جوړښت ته وګورو، پاکستان له افغانستان سره نه اوس د اوبو پر سر کومه ستونزه لري او نه یې په راتلونکي کې پیدا کولای شي. که افغانستان د کابل سیند د اوبو له حوزې څخه اعظمي استفاده هم وکړي، له ډیورنډ کرښې د اوښتونکو اوبو په مقدار کې د پام وړ توپیر نه شي راتلای.

باالمقابل، که چېرې افغانستان او پاکستان د خپلو ګډو اقتصادي منافعو لپاره د کرښې دواړو لورو ته د اوبو او ځنګلونو پر مدیریت په ګډه کار وکړي او له شته امکاناتو استفاده وکړي، نو ګټه به یې د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوبو مدیریت کېدای شي د نړیوالو همکاریو یو فوق العاده اغېزمن موډل هم و اوسي. د کابل د اوبو پر حوزه که د انرژۍ د تولید تاسیسات رغېږي، نو دواړه هېوادونه ترې ګټه اخیستلای شي. سربېره پر دې، که د کابل د اوبو په برنۍ برخه کې د طبیعي افتونو، د چاپېریال د ککړتیا او د ژوند د چاپېریال د تخریب مخه نیول کېږي، نو هماغومره یې د دې حوزې د ښکتنۍ برخې اوسېدونکي هم له ښو نتایجو برخه من کېږي.

دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وي چې  له نورو اختلافاتو سره سره دواړه دولتونه د اوبو او د ژوند د چاپېریال په سالم مدیریت کې همکاري وکړي.

سیاسي لوبې او زهرپاشنې

افغان سیاستوال عموماً د کونړ پر سیند او په مجموع کې د کابل د اوبو د حوزې د مدیریت په برخه کې خپله ناغېړي د پاکستان د لاسوهنې په پلمه توجیه کوي. پاکستاني سیاستوال هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو ناوړه سیاستونو د توجیه لپاره له کرښې اخوا ولسونو او عامه افکارو ته د پاکستان پر طبیعي سرچینو د هند د برلاسي کېدو ډار تلقین کړي.

پاکستاني مطبوعات، سیاسيون او استخباراتي کړۍ د پاکستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مشکلاتو کې د افغانستان پر رول ځکه ډېر ټینګار کوي چې د پاکستان سیاسي بقا په بهرني ګواښ کې ویني. د پاکستان له ایجاده تر دې دمه، دغه دولت هڅه کړې چې په خپل ګاونډ کې بې ثباتي رامنځته کړي. له ګاونډیو هېوادونو او ولسونو سره په یو ډول نه یو ډول د تخاصم فضا ګرمه وساتي چې په کور دننه د بېلابېلو قومونو د حق غوښتنې تمایلات کنټرول کړي. له همدې امله سره له دې چې د پاکستان دولت عملاً د اوبو د مسئلې پر سر د خبرو اړتیا هېڅکله نه ده احساس کړې، په غیرمستقیم ډول پر خپلو طبیعي زېرمو او سرچینو د افغانستان برلاسي د خپل داخلي امنیت لپاره ګواښ ګڼي.

دا چې پاکستاني مطبوعات او د هغوی تر شا فعال استخباراتي لاسونه د کورنیو عامه افکارو د بوخت ساتلو په موخه په افغانستان کې هر اقتصادي پرمختګ او د هرې زېربنایي پروژې پلي کېدل د پاکستان پر سیمه ییز امنیت د هند د نادوستانه برید په توګه معرفي کوي، دا هرڅه د پاکستان د اویا کلن تاریخ یوه ثابته مشخصه ده.

د دغو تبلیغاتو د نارښتینوالي د ثابتولو لپاره دغه یوه ټکي ته اشاره کافي ده چې پاکستان له ټولو دښمنیو سره سره دې ته حاضر دی چې په کشمیر کې له هند سره د اوبو د وېش لپاره دوه اړخیزه همکاري وکړي؛ خو په افغانستان کې یوه خورا کوچنۍ پروژه د شکونو په یو پراخ جال کې پوښي.

له بده مرغه په افغانستان کې د عامه افکارو جوړوونکې کړۍ (کورني مطبوعات او په کورنیو مطبوعاتو کې فعال کارپوهان) د هېواد دننه واقعیتونو په اړه کره او مستند مالومات نه لري، یا یې د لاسته راوړلو هڅه نه کوي، نو تر ډېره بریده پر بهرنیو سرچینو تکیه کوي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ارتباط، بهرنۍ سرچینې هم د افغاني واقعیتونو په پرتله د استخباراتي کړیو او په خاص ډول د پاکستاني استخباراتو له خوا د خپرېدونکو مالوماتو اخیستلو ته ډېر تمایل لري.

هغه زهر چې پاکستاني استخاراتي حلقې یې د خپلو لنډمهالو تکتیکي ګټو لپاره د پاکستاني او نړیوالو مطبوعاتو له لارې خپروي او هڅه کوي چې د افغانستان او هند پر همکاریو د شک څادر وغوړوي، په اوږدمهال کې د کرښې د دواړو خواوو د ولسونو په تاوان دي.

بیا هم پاکستاني استخباراتي کړۍ کېدای شي د یوې تکتیکي حربې د درلودو په خاطر دغه زهرپاشنې په خپله ګټه وبولي؛ خو په افغانستان کې مطبوعاتي فعالین د مالوماتو د نشتوالي له امله په غیرشعوري ډول د همدغو زهرو د بیا خپرولو له لارې د خپل هېواد منافعو ته ضرر رسوي.

د روانې جګړې یو محوري ټکی هم همدا دی چې په خلکو کې داسې ذهنیت ایجاد شي چې مثبتو او رغوونکو اقداماتو ته هم د شک په سترګه وګوري. اوبه د یوې حیاتي طبیعي شتمنۍ په صفت د هر چا لپاره مهمه او حساسه موضوع ده. که له کرښې اخوا وګړو ته دا احساس ورکړل شي چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت هر بری د هند او پاکستان په مقابله کې د هند په ګټه تمامېږي، نو هغه خلک که له افغانستان سره خواخوږي هم ولري، له هند سره د دښمنۍ په خاطر د افغانستان د مشروعو منافعو قربانول ورته ستونزمن نه برېښي.

په کور دننه هم که د افغانستان وګړو ته دا شک پیدا شي چې د افغانستان د اوبو مدیریت د پاکستان لپاره ګواښ بلل کېدای شي، نو د ځوابي اقداماتو له وېرې ممکن د دغه ډول رغنیزو پروژو ناکامېدل ورته یوه لازمه قرباني ښکاره شي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د اوبو د مسئلې ابعاد او په دې اړه د وضاحتونو ایجادول د پاکستان له خوا په افغانستان کې له پلان شوې روانې جګړې سره د مقابلې یوه ارزښتمنه وسیله ده.

افغاني مطبوعاتو ته په کار ده چې د ځمکنیو واقعیتونو د دقیقې څېړنې له لارې د هېواد د دښمنانو په لاس له خپلې خوښې پرته د افغانستان د منافعو پر ضد ونه کارول شي.

پای

 

 

Share35Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In