د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو پرون دولتي ادارو ته د هغو کارکوونکو د ورتګ مخه ونیوله چې خولۍ، یا لونګۍ یې پر سر نه وه او یا یې هم ږیرې نه وې. وزارت وايي چې دوی یوازې څې دقیقې مامورین د توصیې لپاره درولي، ځکه چې په وینا یې یوه میاشت وړاندې په یوه مکتوب کې ورته ویل شوي وو چې ښځې دې شرعي حجاب مراعات کړي او نارینه دې صورت او سیرت په شریعت برابر کړي. دا چاره د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوې او وايي چې امارت له تېرو تجربو زده کړه نه ده کړې او همغه کارونه کوي چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې یې کول.
د نوي کال له پیل سره سم اسلامي امارت نږدې هره ورځ داسې ګامونه اخلي چې خلک ناهیلي کوي، د ولس او حکومت ترمنځ فاصله زیاتېږي او امارت یو ځل بیا له ۲۰۰۱کال وړاندې کلونو ته ورګرځوي. امارت په تېرو میاشتو کې داسې ګامونه واخیستل چې خلک یې زیات هیله من کړي وو او ورځ تر بلې یې په ولس کې محبوبیت زیاتېده او آن مخالفینو منله چې امارت تر ډېره ښه روان دی، خو وروستي ګامونه یې داسې دي چې د تېرو میاشتو ټولې لاسته راوړنې یې تر سیوري لاندې راوستلي دي. اوس خلکو ته ټولې هغه خبرې ناسمې ښکاري چې اسلامي امارت بدل شوی، د تېرې دورې تجربې نه تکراروي او د اوسنۍ زمانې اړتیاوې یې درک کړي دي. اوس خلک فکر کوي چې دوی بېرته له ۲۰۰۱ کال وړاندې مرحلې ته ورګرځي او ورځ تر بلې به پرې سختۍ زیاتېږي.
اسلامي امارت دا هر څه د شریعت د عملي کولو لپاره کوي، خو دوی اوس په سنتو او مستحباتو کې بند دي، لوی او ستر کارونه چې فرض او واجب دي، پر هغو اساسي تمرکز نشته، خو پر داسې مسایلو ټینګار کوي چې نه په اسلام کې پرې پر دې کچه ټینګار شوی او نه هم د اسلام په ټول تاریخ کې کوم اسلامي نظام دا ډول جدي ګڼلي دي. له همدې امله د خلکو ورځنی او شخصي ژوند له ستونزو سره مخ کېږي او خلک ورو ورو له حکومت څخه فاصله نیسي. د اسلامي امارت چارواکي باید پوه شي چې وروستي ګامونه یې هېڅ ستونزه نه حل کوي، بلکې لا یې زیاتوي. که د افغانستان ټول خلک ږیرې پرېږدي او لونګۍ پر سر کړي، څه ستونزه حل کېږي!؟ که دا کار ونه کړي، څه ستونزه پېښېږي؟ په داسې حال کې چې د ږیرې او لونګۍ پر حکم او څرنګوالي د عالمانو ترمنځ اختلاف هم دی. اسلامي امارت ته پکار ده چې پر اساسي مسایلو تمرکز وکړي، زموږ پر اسمان اوس هم پردۍ ډرون ګرځي، میلیونه وګړي مو وږي دي، میلیونه وزګار دي، سلګونه زره کسان یوازې د کابل پر سړکونو خیر ټولوي، شپږ لکه یوازې ګونډې لرو، میلیونه یتیمان لرو، د ارګ له شاوخوا نیولې تر لویو لارو پورې سړکونه مو خراب دي، په ټول هېواد کې یو معیاري روغتون نه لرو چې ناروغان پرې بهر ته له تګه را وګرځي، زرګونه خویندې مو په تورخم او چمن کې پر ډیورنډ کرښه پنجابي ظلم ته په ناوړه حالت کې ولاړې دي، میلیونه وګړي مو په پردیو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي او داسې ګڼې نورې لویې ستونزې هم شته، خو موږ په ږیره او لونګۍ کې را بند یو.
د اسلامي امارت چارواکو ته پکار ده چې خپلې پښې په تبر ونه وهي، پر خپل ځان او دې مظلوم ولس رحم وکړي او هر څه په حکمت وکړي. له تېرو تجربو باید زده کړه وشي، پر اساسي مسایلو باید ټینګار وشي او دا درېدلی ولس، نور ونه دردوي. د ناهیلۍ او خپګان دا وروستۍ څپه باید ودرول شي او خلکو ته بېرته هیله ورکړل شي.