نن په چین کې د افغانستان په تړاو یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي چې پکې به د افغانستان د ګاونډیانو تر څنګ د اندونیزیا او قطر استازي هم ګډون ولري. له افغانستان څخه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی چین ته رسېدلی او په دې غونډه کې به ګډون کوي. ګډونوال به د غونډې په څنګ کې له افغان پلاوي سره جلا جلا ناستې هم ولري. په افغانستان کې ثبات، اقتصادي مرستې، سیمهییز اتصال او ځینې نور مسایل به ددې غونډې د اجنډا مهم ټکي وي.
په داسې حال کې چې اسلامي امارت د خپلو وروستیو کړنو له امله په شدت سره د نړیوالو له فشار سره مخ دی، دا غونډه د امارت لپاره ښه چانس دی چې پر خپل ځان زیاتېدونکي فشارونه کم کړي. د نجونو د ښوونځیو په پرانیسته کې ځنډ ته غبرګونونه توند وو او د امریکا له اړخه له اسلامي امارت سره کېدونکې غونډې لغوه شوې. داسې وېره وه چې ښايي دا ګام په چین کې هم د کېدنکې غونډه وځڼدوي، خو دا دی دا غونډه کېدونکې ده او د نړۍ هېوادونه لا هم له امارت سره خبرو او تعامل ته لواله ښکاري. په چین کې دا کېدونکې غونډه د اسلامي امارت لپاره له دې امله هم مهمه ده چې ګډونوال یې د افغانستان ګاونډیان دي او له دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې خورا مهمې دي. دا طبیعي ده چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او ځینې یې وېره هم لري چې له افغانستان څخه به ورته ګواښ پېښ شي. که اسلامي امارت وکولای شي چې ګاونډيان ډاډمن کړي چې افغانستان نور امن دی او هېچاته ترې ګواښ نشته، نو دا چاره به نه یوازې دا چې د ګاونډیو ډاډ حاصل کړي، بلکې په افغانستان کې به له ثبات او اقتصادي پراختیا سره هم مرسته وکړي. په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ اوس تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو سره غوټه دی، ځکه چې افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اتصال د کړۍ رول لوبوي. د افغانستان په جنوب کې پراته هېوادونه اړتیا لري چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه انرژي ور ورسېږي. له لسګونو کلونو ځنډ وروسته اوس په افغانستان کې ثبات دی او د انرژۍ دا لیکې په اسانۍ سره تېرېدلی شي. د اسلامي امارت هڅه به دا وي چې د سیمې هېوادونه وهڅوي چې اوس ددغو پروژو عملي کولو ته را مخکې شي. له همدې امله دا غونډه د اسلامي امارت لپاره یو ښه فرصت دی چې د اقتصادي پراختیا او سیمهییز اتصال لپاره دغه هېوادونه وهڅوي.
له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان ناسته یوه ښه ګام دی، خو امارت باید دې ته هم پام وکړي چې د لوېدیځ او چین ترمنځ په سیالیو کې ور ونه لوېږي. څه ډول چې اسلامي امارت وايي په اوس وخت کې زموږ لپاره د لوېدیځ او روسیې او یا لوېدیځ او چین ترمنځ ناپېیلی سیاست غوره دی. له ټولو سره باید تعامل وشي، خو هېڅ وخت باید زموږ د ناپېیلتوب سیاست هېر نه شي.