اسلامي امارت د نشهیي توکو پر کښت، کرکیلې، پلور او پېر بندیز ولګاوه. د اسلامي امارت عمومي مشر په دې اړه یو فرمان صادر کړی دی. په همدې تړاو پرون په کورنیو چارو وزارت کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه او چارواکو ددغه فرمان د عملي کولو ژمنه وکړه. په دې فرمان کې راغلي چې له دې وروسته د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې بند دی او هېڅوک نه شي کولای چې دا کار وکړي. په فرمان کې دغه راز ویل شوي چې په ټول هېواد د شرابو، هیروینو، شیشې، ټابلیټ کا، چرسو او نورو په ګډون د هر ډول نشه يي توکو انتقال، پېر، پلور، سوداګري، صادارات، واردات او کارخانې هم ممنوع دي. په فرمان کې ویل شوي چې که څوک سرغړونه وکړي، سزا به وویني.
د اسلامي امارت له اړخه د تاریاکو پر کرکیلې بندیز یوه غوره ګام دی، چې څو لویې ګټې به ولري. لومړی خو له شرعي اړخه د کوکنارو او نورو داسې بوټو کرل جواز نه لري او اسلامي امارت له دې امله تر نیوکو لاندې هم و، نو پکار وه چې ددغه کار مخه ونیول شي. دویم دا چې همدا اوس په افغانستان کې میلیونونه خلک پر نشهيي توکو روږدي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شته. هر کال سلګونه زره نوي کسان په نشه يي توکو رږدي کېږي او ددې چارې مخنیوي تر هغو پورې ممکن نه دی چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو بندیز ونه لګول شي. دا ممکنه نه ده چې زموږ کروندګر دې کوکنار او بنګ وکري، خو زموږ ځوانان دې پر تاریاکو، هروینو، شیشې، چرسو او نورو نشه يي توکو روږدي نه شي. پر نشه يي توکو د افغانانو د روږدې کېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو لومړی او اساسي ګام دا دی چې له نشه يي توکو پاک افغانستان ولرو. ددغه کار درېیمه ګټه دا ده چې افغانستان په ټوله نړۍ کې د تاریاکو په تولېدونکي او صادرونکي هېواد مشهور دی او له دې امله افغانستان د نورو هېوادونو تر فشار لاندې دی. نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه بیا بیا له افغانستان څخه غواړي چې د کوکنارو پر کر بندیز ولګوي. په دې ګام سره به افغانستان له دې فشار خلاص شي او لا زیاتې مثبتې همکارۍ ته به لاره هواره شي.
د کوکنارو او بنګو پر کر او نورو نشهيي توکو بندیز یو ښه ګام دی، خو ورسره باید ځینې نور ګامونه هم واخیستل شي. له شک پرته چې له دې بندیز سره به بزګر زیانمن شي، غربت به زیات شي او د افغانستان اقتصاد به لا زیات کمزوری شي. اسلامي امارت ته پکار ده چې پر بدیلو لارو فکر او کار وکړي او ژر تر ژره دا خلا ډکه کړي. ددې تر څنګ اوس وخت دی چې نړۍ هم خپل مسوولیت ترسره کړي. دوی د کوکنار بندول غوښتل، دا کار وشو، اوس دوی ته پکار ده چې له بزګرو سره مرستې وکړي، بدیل ورته وړاندې کړي او په ټوله کې مرسته وکړي چې افغانستان اقتصاد تر دې لا زیات کمزوری نه شي او افغانان بیا د کوکنارو کر ته مجبور نه شي.