شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د چین د شینجیانګ د پنبې صنعت ځایي وګړو ته ګټې رسوي

لیکوال: د سیاسي چارو شنونکی باتور احمدزی

مې 21, 2024
in تحلیل, لیکنې
0 0

ځینی لوېدیځ هېوادونه د ۲۰۲۱ کال له مارچ راپه دې خوا د چین د شیجیانګ پر سیمه ييزې ادارې نېوکې کوي، چې د پنبې د کښت په ترڅ کې ځايي خلک کار ته مجبوروي او په همدې پلمې يې د شینجیانګ د پنبې د صادراتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د امریکا حکومت د شینجیانګ پنبې او اړوندو تولیداتو پر وادارتو بندیزونه لګولي دي.

ما څو ځلې شینجیانګ ته سفر کړی او هلته مې د مالوماتو پر اساس هر څه له نږدې څارلي دي، خو هلته مې د مجبورۍ روزګار پيدا نه کړ، بلکې د پنبې صنعت ځايي وګړو ته واقعي ګټې رسوي او ټول بزګران يې په خپلې خوښې چارې پرمخ وړي.

کار او روزګار د بشر د ښه ژوند بنسټ دی او هم د ټولنې د پرمختګ اړین ځواک دی. هر حکومت مسولیت لري، چې خپلو اتباعو ته د کار شرایط برابر کړي، کاري تخنیکونه یې لوړ کړي او کاري ګټې يې وساتي. د چین حکومت نه یوازې د کارکوونکو د حقوقو او ګټو د ساتلو اړوند قوانین نافذ کړي، بلکې اغېزمن تدبیرونه یې هم نیولي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې یې د لیدو وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

چین په نړۍ کې د پنبې عمده او لوی کرنیز هیواد دی او شینجیانګ بيا په دغه هېواد کې د پنبې عمده او مهمه کرنیزه سیمه ده. په ۲۰۲۲م کال کې د شینجیانګ د پنبې تولیدي اندازه ۵۲۹۱ زره ټنو ته رسېدلې وه، چې د دغه هېواد د پنبې په عمومي تولیدي اندازې کې يې ۹۰،۲ برخه نیولې وه. د شینجیانګ ۵۰ سلنه بزګران د پنبې پر کښت بوخت دي او تولید یې لسګونو ميلیونو ځایي وګړو ته کاري فرصتونه یا واقعي ګټې رسولې دي.

ویل کیږي، د پنبې صنعت د شینجیانګ یوه مهمه صنعتي تکيه ده او په دې برخه کې یې د کارګرو کمښت یوه ستونزه ده.

د هر کال له سپتمبر څخه تر نومبر پورې د شینجیانګ د پنبې د حاصلاتو موسم وي او په همدې مودې کې د چین د نورو ولایتونو او سیمو ګڼ شمېر کارګران شینجیانګ ته ځي. اړوندې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۰۸م کال کې د چين د بېلا بېلو سیمو شاوخوا ۶۸۶ زره کارګران په یادې مودې کې د پنبې د راټولولو لپاره شینجیانګ ته تللي وو. دغه کارګران او بزګران د لنډمهال لپاره شينجيانګ ته د پنبې د راټولولو په موخه تللي وو، چې دوی نه یوازې شینجیانګ د پنبې د حاصلاتو د کارګرو د کمښت ستونزه حل کړې، بلکې پيسې يې هم ګټلې دي.

چونګ چینګ ښار د شینجیانګ لپاره د لنډمهاله کارګرو یوه لویه سرچېنه بلل کيږي او اړوندې شمېرې يې ښيي، چې په ۲۰۰۶ کال کې د دغه ښار د هر کس د پنبې د راټولولو عایدات ۲۰۰۰ یوانه، په ۲۰۰۷ کال کې ۲۶۵۰ یوانه او په ۲۰۰۸ کال کې ۳۰۰۰ یوانه وو.

له ۲۰۰۹ کال راهيسې شینجیانګ ته د لنډمهاله کارګرو شمېر ګام په ګام کم شوی دی او اړوندې شمېرې ښيي، چې دغه رقم اوس سل زرو تنو ته راښکته شوی او دا له بازاري اړتیاوو سره نېغ تړاو لري.

۱ـ د پنبې د حاصلاتو د کارګرو لګښت ډیر لوړ شوی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې د هر لنډمهاله کارګر په سر منځنۍ تنخوا ۳۰۰۰ یوانه وه، خو په ۲۰۱۳ کال کې دغه رقم کابو ۶۵۲۳ یوانو ته لوړ شوی و.

۲ـ ماشینونه د پنبې په راټولولو کې ډېر کارول شوي دي.

 په دې وروستیو کالو کې د شینجیانګ د پنبې په راټولولو کې زياتره ماشينونه کارول کيږي او په دغې برخې کې تر ۲۰۲۲م کال پورې د ماشین کار څه دپاسه ۸۰ سلنه ښودل شوی و.

۳ـ شینجیانګ په دې وروستیو کې د پنبې د تولیدي اندازې په پرتله تولیدي کیفیت ته زیاته پاملرنه کوي.

ځینې هغه سیمې چې د کروندې شرایط یې د پنبې له اړتیاوو سره ډېر سمون نه لري، د پنبې له کښت څخه وتلې دي.

۴ـ ځايي وګړي د شینجیانګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو تګلارې په رڼا کې هغو ځایونو ته د لنډمهال لپاره ځي، چې د کارګرو اړتیاوې پکې ليدل کيږي او تر یوې اندازې پورې يې کورني عایدات هم زیات شوي دي.

+ د شینجیانګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو بریالیتوبونه

د بېوزلۍ له منځه وړل د بشري حقوقو د تامین بنسټیزه غوښتنه او د خلکو د نیکمرغه ژوند د لټون عمده حق دی.

 چین په دغې برخې کې د لیدو وړ لاسته راوړنې لري، د دغه هېواد په کلیوالو سیمو کې ۹۸ ميلیونه او ۹۹۰ زره بېوزله وګړي د شديدې بېوزلۍ له سیوري څخه وتلي دي او په دې جملې کې د شینجیانګ ۲ ميلیونه او ۷۳ زره بېوزله وګړي هم شامل دي.

د چین د شینجیانګ اویغور کورواکې سیمې په ۲۰۱۵م کال کې پلان او موخه ټاکلې وه، چې تر ۲۰۲۰م کال پوری به ټول بېوزله هېوادوال د شديدې غریبۍ له سیوري څخه وباسي. په دې اړه يې ډېرې هلې ځلې کړي او عموماً یې په دریو برخو کې کارونه کړي دي:

۱ـ حکومت دوامداره پانګونه کړې.

د چین مرکزي حکومت له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې شینجیانګ ته ۱۵۰۹ميلیارډه او ۸۵۰ ميلیونه یوانه مرستندویه پیسې ورکړي، چې د دې سیمې د عامه ملکي بودجې ۶۱،۸ سلنه جوړوي او د دې ترڅنګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره یې هم  ځانګړې پیسې ورته برابر کړې دي. د ساري په توګه په ۲۰۱۹م کال کې مرکزي حکومت شینجیانګ ته ۱۱ ميلیارډه او ۶۰۰ ملیونه یوانه ځانګړې پیسې برابرې کړې دي او دغه راز د شینجیانګ سیمه ييز حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ځانګړې پیسې هم چمتو کړې دي. په ۲۰۲۰م کال کې دغه رقم ۴۲ ميلیارډه او ۸۶۰ ميلیونه یوانو ته ورساوه او د دې ترڅنګ د چین نور ولایتونه او سیمې هم له شینجیانګ سره مستقیمې مرستې کوي. د اړوندو معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د چین ۱۹ ولایتونو او سیمو له شینجیانګ سره ۱۷۰ ميلیارډه یوانه مرستې کړې دي.

۲ـ په شینجیانګ کې د صنایعو هڅونه

 شینجیانګ په تېره بیا د شینجیانګ څلور جنوبي سیمې درې ځانګړتیاوې لري.

 د کلیوالو سیمو نفوس يې زیات دی، کلیوال نفوس یې ۷۵ سلنه جوړوي او د ملي لږکیو نفوس پکې زیات دی، چې د دغو سیمو د عمومي نفوس ۹۰،۵ سلنه نیسي.

د دغو سیمو د وګړو تعليمي سویه د شینجیانګ د منځنۍ سویې په پرتله ټیټه ده او دغه راز د شینجیانګ حکومت هغه صنایع هڅوي، چې ډېرو کارګرو ته اړتیاوې او هم محلي ځانګړتیاوې لري. د ساري په توګه يې د منسوجاتو، جامو تولید، ډیجیټل تولیداتو مرکبولو صنایع، د ملي لږکیو لاسي تولیدات او محلي سیلاني يادولی شو. د شینجیانګ حکومت پلان لري، چې له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د منسوجاتو او جامو د  تولیدي صنعت له لارې ۴۵۰ زره نوي کاري فرصتونه برابر کړي.

۳ـ  په شينجيانګ کې د کاري مهارتونو روزنې او ….

د شینجیانګ حکومت د ټولو بېوزلو کورنیو ماشومانو او ځوانانو ته له ابتدایي مکتب څخه تر ۱۲ م ټولګي پورې وړیا ښوونه او روزنه برابروي او دغه راز د بیمې سیسټم هم ورته ګام په ګام بشپړوي، څو محلي وګړي ترې کافي ګټې ترلاسه کړي. د دغې سیمې د کاري مهارتونو وړیا روزنه هم له پراخو برخو سره تړاو لري، چې د ساري په توګه یې جامې، بوټان او خولۍ، ډیجیټل تولیدات مرکبول، نقاشي، موسیقي، نڅا او ځيني نور يادولی شو.

بېوزلي د نړۍ د ټولو وګړو پر وړاندې سخته ستونزه ده، چې دا د ډېرو نورو مشکلاتو سبب هم ګرځیدلی شي. د چین حکومت د  بېوزلۍ له منځه وړل د هېواد په انکشافي ستراتیژۍ کې شامل کړي او په دې برخه کې د لیدو وړ ستر بریالیتوبونه لري او په تېره بیا د چین په شینجیانګ کې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او خونديتوب د دغه هېواد د بشري حقوقو د ساتلو او پرمختګ ځانګړې تجربې بلل کیږي.

دقیق معلومات او هر څه له نږدې کتل د چین او شینجیاګ د پېژندلو لپاره ګټور او اړین دي.

Share19Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

مارچ 7, 2026

مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

مارچ 7, 2026

شي جين پينګ د جيانګ سو ولايتي پلاوي په بحثونو کې ګډون وکړ

مارچ 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In