شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

د غوره درامد ترلاسه کولو عملي لارې چارې

ژباړه: ذبیح الله پادشاه

جون 30, 2024
in ګټه وټه
0 0

د ګارډین مجلې د نویو څېړنو له مخې، د نړې غوره پنځه سوه شرکتونو مخکښ مدیران د سهار پر مهال وړاندې له پنځه بجې د خپل خوب له بستر سره خدای پاماني کوي. خو پوښته دا ده، چې ولې دوی دغه کړنه ترسره کوي؟ ښایي زموږ له ډلې د ډېری کسانو په ذهنونو کې دا پوښتنه مطرح شي، چې کولای شو د ورځې تر یولس بجو خوب وکړو، نو بیا ولې دومره وختي له خوبه پاڅو؟ پر ځای یې له غرمې وروسته یا د شپې پر مهال کار ته مخه کړو؟ ایا هغه کړنې چې د سهار پر مهال یې ترسره کوو، له غرمې وروسته له ترسره کولو سره توپیر لري؟ کرېسټوپ فلورانېر بیولوژېست او د هایډلبېرګ پوهنتون استاد په دغه برخه کې یې یو څېړنه ترسره کړه، څو په رېښتینې توګه دغه پوښتنې ته قاتع کوونکی ځواب پیدا کړي، چې ولې ډېری کسان د نورو په پرتله د سهار پر مهال وخته له خوبه پاڅېږي؟

د څېړنو پایلې خورا حیرانوونکې او په  زړه پورې وې. د ارثي ځانګړتیاوو سربېره هغه کسان، چې د سهار پر مهال وخته خپل د خوب بستر پرېږدي، ډېر فعال دي او د  هغه کسانو په پرتله ډېر یې  په خپل ژوند کې مخکښ دي، چې دغه ځانګړنه یا عادت نه لري. دا څرګنده ده، چې که تاسو سهار مهال د وخته له خوبه پاڅی، ګټه به مو کړې وي، دا چې څه ډول، راځئ محاسبه وکړو. فرض کړئ هغه کسان چې ستاسو په څېر دنده لري، هر ورځ په اوسط ډول د سهار ۹ بجې له خوبه پاڅېږي. که دغه کسان په اوسط ډول د مازدیګر تر پنځه بجې پورې کار وکړي، نو ټولټال کار یې ۸ ساعته کېږي. که د جمعې ورځ رخصت وګڼو، نو د اونۍ په اوږدوکې اته څلوېښت ساعته کار ترسره کوي. که تاسو د سهار پر ۷ بجې له خوب څخه پاڅی، په دې مانا چې یوازې دوه ساعته له نورو وختي، نو د کومو بدلونونو شاهدان به اوسی؟ د یوې میاشتې په اوږدو کې به شاوخوا ۵۲ ساعته د نوو په پرتله ډېر کار کوی. شپږ اضافه کاري ورځې ستاسو د سیالانو د یوې اونۍ له ډیر عاید سره مساوي دي. څلور ساعته ډېر وخت، چې کولای شی مطالعې ته یې ځانګړی کړی او یا یې هم په اوږدو کې شخصي کار ترسره کړی.

ایا محاسبه په زړه پورې نه وه؟… یوازې دوه ساعته د سهار پر مهال له خوب څخه وختي پاڅېدل لامل کېږي، په هره میاشت کې د یوې اونۍ په اندازه مخکښ اوسی، چې له مخې یې د یوه کال په اوږدو کې په خورا ستر توپیر له خپل سیال مخکې تګ کولای شی.  دا که تاسو محصل وی، زده کوونکي وی، کارکوونکی وی او یا هم کار پنځوونکی، که د سهار پر مهال یوازې دوه ساعته وختي له خوبه پاڅی، په دې مانا، چې شاوخوا په خورا ډېر ستر توپیر به له خپلو سیالانو وړاندې وی.  ښایي د خپرونې تر دې دمه متوجه شوي یاست، چې ولې د نړۍ د نامتو شرکتونو مخکښ مدیران د سهار پر مهال وړاندې له ۵ بجې د خوب بستر پرېږدي او د کار لور ته یې وردانګي. هغوی که ۴ ساعته وختي د سهار پر مهال له خوبه پاڅي، په دې مانا، چې ۴ ساعته  د مخه یې پر خپل کار لاس پورې کړی. د یوې میاشتې په اوږدو کې یې د خپلو سیالانو په پرتله دوه اونۍ ډېر کار کړی، چې د یو کال په اوږدو کې یې دغه چاره ۱۸ میاشتو ته رسي او ورسره سم یې د درامد کچه هم لوړېږي. اوس چې د سحر خیزۍ له ګټو وټو خبر شوو، ایا کولای شو موږ هم په اسانۍ دغه چاره ترسره کړو؟

تر ټولو لنډ ځواب هو دی.

د ډاکټر کرېسټوفېر د وینا پر بنسټ ستاسو ژنونه ستاسو کرېنوټایپ ټاکي کوي. هغه څه چې ټاکي ایا د سحر خېزه کسانو له ډلې اوسی یا هم له خوب څخه د ناوخته پاڅېدونکو له ډلې؟ خو یوازې ستاسو ژنونه په دغه برخه کې اغېزناک نه دي. ځینې نور عوامل او دلیلونه شته، چې لامل کېږي تاسو سحر خېزه جوړ کړي. په اصل کې دا یو ښه خبر د هغه کسانو لپاره کېدای شي، چې غواړي سحر خېزه و اوسي، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله دغه ځانګړنه نه شي خپلولای.

د خپرونې په اوږدو کې غواړو د المان پوهنتون استاد کرېسټوفېر عملي لارښوونې تاسو ته وښیو، څو ګام په ګام د سحر خېزۍ غوره ځانګړنې ته ځان ورسوی. هغه څه چې دلته یې په اړه مالومات درکول کېږي، د هغه کسانو لپاره د ډاکټر کرېسټوفېر له لوري په مقاله کې نشر شوي ځانګړي تخنیکونه دي، چې ذاتاً سحر خېزه نه دي، خو غواړي دغه عادت خپل کړي. که تر دې دمه له دغه ځانګړنې نه یاست برخمن او د سهار پر مهال له خوبه د پاڅېدو سره سم خوب در باندې غلبه کوي، خو غواړی دغه عادت د ډېرې کمې انرژۍ په بدل کې له ځانه لرې کړی، دغه خپرونه تر پایه واورئ.

 د ډاکټر کرېسټوفېر په وینا، که غواړی خپل کرېنوټایپ ته مو بدلون ورکړی، د شاوخوا دوه اونیو په اوږدو کې مو په دغه برخه کې پوره کوښښ بسنه کوي، څو دغه عادت خپل کړی. خو که چېرې له دغه دوه اونیو یوه ورځ یې هم بې پروایي وکړی او له پلان سره سم مخ ته لاړ نه شی، اړ یاست بیا ځلې یې له سره پیل کړی.

لومړی: سهارنی ځانګړی پروګرام ولرئ!

هره ورځ سهار وخته له خوبه پاڅئ، ورزش وکړئ او کافي انرژي لرونکی د سهار چای نوش جان کړئ. هره ورځ مو باید د دوه اونیو لپاره دغه کړنه ترسره کړئ، ان د رخصتیو په ورځو کې. پوهېږی ولې؟ ستاسو وجود غواړي هر څه ډېر ژر ورته په عادت بدل شي. په دې سره ستاسو د اګاهانه فکر فشار کمېږي، له دې کبله خو بریالي کسان د خپلو عادتونو په مقابل کې خورا حساس دي. د دغه عادتونو له ډلې یو یې هم سحرخیزي ده، چې خپله له څو کوچنیو عادتونو رامنځ ته شوې ده. که غواړی سحرخېزه اوسی، نو باید ځانګړی سهارنی پروګرام او پلان له ځانه سره ولری. هر سهار په یوه ټاکلي وخت له خوبه پاڅئ. ورزش وکړئ او د سهار چای مو نوش جان کړئ، څو بدن مو له دغه سېستم سره عادت شي. خو ستونزه هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې د رخصتي پر ورځ تاسو ناوخته له خوبه پاڅی. په دې سره مو تاسو د اونۍ په اوږدو کې ګاللی ټول زیار باد ته په خوله ورکوی، بدن ته مو دا پیغام ورکوی، چې د سحر خېزۍ پروګرام مو بې ارزښته و او یوازې اړ وی څو د هغه پیروي وکړی. نو دې ټولو ته په کتو تر ټولو د مخه یو ځانګړی پروګرام له ځانګړي وخت سره ډېر اړین دی.

دویم: هغه زنګ چې پتېیل شوې هر سهار مو له خوب څخه ویښ کړي!

ګڼ شمېر پخواني د زنګ ساعتونه د موقت خاموشه کولو تڼۍ هم له ځانه سره لري. دغه تڼۍ مو له موخې څخه د لرې ساتلو پرته بله مرسته نه شي درسره کولای. له همدې امله خو باید تاسو د هغه پر ځای د نورو ځانګړو پروګرامونو لکه انډرویډ او ای او س له سېستم ګټه پورته کړئ، چې ځیرک زنګونه لري او د خاموش کولو په موخه یې باید ریاضیکي محاسبات ترسره کړئ. دغه ډول زنګونه له تاسو سره مرسته کوي، څو هر څومره ژر مو ذهن د هوښیارۍ لوري ته راواوړي او د نیمه خوب له حالت څخه بهر شي. له خوب څخه د پورته کېدو په پار زنګونه مو وخت پر وخت بدل کړئ. ځکه چې ذهن مو د خوښې وړ زنګ سره عادت کېږي او په دې سره که یوه ورځ ډېر ستړي شوي وی او ونه غواړی له خوب څخه پر ټاکلي وخت ویښ شی، ذهن مو دغه زنګ اوري، خو په اړه یې بې پروا کېږي.

درېیم: نور ته لاره ورکړئ، هغه که طبېعي وي یا هم مصنوعي!

له خوب څخه د وجود د بېلولو په موخه نور ته اړتیا ده. کله چې د ویده کس پر بدن باندې د نور وړانګې لګي، ذهن ته داسې نښې ورکوي، چې له خوب څخه د هیښېدو پیغام پکې پروت وي. پدې سره بدن دا احساس کوي، چې ورځ شوې ده او له خوب څخه د پورته کېدو وخت رارسېدلی دی. دغه کړنه بدن ته د مېلاتونین هورمون د لېږد پروسې له توقف سره سم ترسره کېږي، چې انسان ته د خوب کولو لارې چارې اسانه کوي. که د سهار پر مهال پنځه بجې هوا تیاره وي، کولای شی له ذهن سره مو چل وکړی او د ډېرې رڼا درولودونکو ګروپونو په روښانه کولو داسې ورته څرګنده کړی، چې ګواکي ورځ شوې او له خوب څخه د پاڅېدو وخت دی.

څلورم: ورزش کول بله هغه کړنه ده، چې د سهار پر مهال د وخت له خوب څخه د پاڅېدلو په موخه درسره مرسته کوي!

 څېړنو ښودلې، د سهار پر مهال ورزش کول د وینې فشار کموي، سټرس له منځه وړي او په ټوله کې خپګان او پرېشاني له منځه وړي. د لاغوره توب په موخه مو د کرېسټوفېرډ لارښوونه په ورزش کولو کې نغښتې. د بېلګې په ډول، بایسکل ځغلونه، پلی تګ، منډه او ان کورني حیوان ته چکر ورکول هغه څه دي، چې په دغه برخه کې درسره خورا مرسته کولای شي.

پنځم: د سهار پر مهال مو د چای په مینو کې پروټین خواړو ته ځای ورکړئ!

یوه تر تولو ستره ننګونه، چې د سحر خېزۍ مخه مو یې نیولې د سهارنۍ ناشتې نه خوښول دي. د ورځې بله دغه برخه کې یو تر ټولو انرژي بښونکی عمل انرژي لرونکې ناشته ده. دا ځکه چې  د شپې په اوږدو کې مو بدن د خپلو فعالیتونو په موخه کاربوهایډونه په انرژي بدل کړي، له دې کبله له خوب څخه د پورته کېدو وروسته د ستړیا احساس کوی، غواړی نور هم ویده پاتې شی او له لا ډېر فعالیت ډډه وکړی، چې تر ټولو غوره لاره یې یوه هر اړخیزه ناشته یا سباناری دی. تاسو کولای شی پروټین له لبنایتو او کاربوهایډرېډ له وچې ډوډۍ او هغه ته له ورته خواړو ترلاسه کړی.

تل په یاد لرئ!

که غواړی پیسې مو وشمارئ، نو د کار پر لور مو راوګرځئ او د تېر په پرتله ډېر کوښښ وکړئ!

ښاد او اباد اوسئ

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

مارچ 7, 2026

مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

مارچ 7, 2026

شي جين پينګ د جيانګ سو ولايتي پلاوي په بحثونو کې ګډون وکړ

مارچ 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In